حتمي ده چې مرستیالان دې له ټلوالې څخه وي؟ / همایون نایل

0 817

 

د بن له کنفرانس څخه را په دېخوا د شمال ټلوالې او په ځانګړي ډول د جمعیت ګوند غړو ته د واک مهمې برخې ورکړل شوې چې له هغه وخته یې د حکومتو د سهمیې لپاره په لوی لاس د مهم ښودنې نغاره وډنګېده.

دا وخت ۲۰۰۱ کال و، هغه وخت چې د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته د حامد کرزي په مشرۍ موقته اداره رامنځته کېده. په دې وخت کې کرزي واک تر لاسه کاوه، د انګلستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر (جک سترا) له خوا دغه کنفرانس ته داسې خطاب وشو (څوک تضمین کولی شي چې موږ سیاسي پروسې ته ژمن پاتې کېږو؟ له همدې امله څومره کسانو چې پخوا واک درلود، له ځان سره ملګري کړو او څومره د تاوتریخوالي لارې چې خلک ترې ګټه پورته کوي، وتړو؛ افغانستان به ښه راتلونکی ولري.) د (لاسي مورګان اډوارډز) له کتاب څخه

د سپټمبر په ۱۱ مه د امریکا تور سازمان نورې وړې ډلې د افغان هغو ډلو په مرسته چې د طالب ضد وې لکه د شورای نظار په رهبرۍ (چې مشران یې د پنجشېر قوماندانان ول) را منځته شوی اېتلاف (شمالي ټلواله، جمعیت ګوند او نورې ډلې) د امریکا متحده ایالاتو د اسلامي امارت په نامه د طالبانو واکمن نظام را نسکور کړ. دې کورنیو ډلو وکولای شول چې د خپلو پخوانیو شریکانو او ګوندي ډلو له خوا په ولایتونو کې شوراګانې رامنځته کړي او د امریکا خړ پوځ ته د ښه ارام او ژر ځای پر ځای کېدو زمینه برابره کړي.

امریکا چې په افغانستان کې د روسي پوځ له ماتې څخه وروسته له افغانستان څخه تللې وه، د خپل اوږده پلان له مخې (د حامد کرزي د وخت یو تن وزیر چې د زلمي خلیل زاد پخوانی ملګری دی، وايي: هغه وخت چې په افغانستان کې روسي پوځ ماتې وخوړه، زه امریکا ته ولاړم، له خلیزاد سره مې وکتل، د هغه له یو امریکايي ملګري (په افغانستان کې د امریکا پخوانی دیپلومات برنټ وربڼ) ته مې چې هغه وخت د ژورنالزم د پوهنځۍ استاد و، وویل چې اوس خو امریکا د ارام ساه اخلي؛ خو هلته افغانان د یو خپلواک او منظم نظام په نه شتون کې بې برخلیکه پاتې شول، تاسې څه کول غواړئ؟ د دې سترې هیلې په پوره کېدو سره خو تاسې باید د نظام په جوړولو کې مرسته وکړئ! راته ویې وویل: مونږ ارام نه یو، پخوا د نړۍ یو بوج د روسیې او یو بوج د امریکا پر ولو و، اوس دواړه زمونږ پر ولو را پنډ شول، مونږ به پوره لس کاله وروسته افغانستان ته بیا پام ور وګرځوو) چې اوس یې د القاعده د ځپنې په بهانه تقریباً هماغومره وخت تېر شوی و، افغانستان ته پام را وګرځاوه. د دوی د خوښې په بنسټ ولاړ نظام یې رامنځته کړ او د بن په کنفرانس کې یې د خپلې خوښې تابع کېدونکې الې (شورای نظار) ته ډېره توجه وکړه. د جهادي ډلو او نورو هغو په نوم یې په واک کې مهم کسان کړل، له دېرشو مهمو پوستونو یې اوولس (تر ټولو مهم، وزارتونه، معنیتونه، ریاستونه او نور) هغه یوازې تاجک توکم ته ور کړل چې چارسمبالي یې هماغه د شورای نظار د رهبرۍ قوماندانان ول.

له هغې ورځې چې دوی ته کلیدي توجه وشوه، له موقتې ادارې تر ۲۰۰۴ کال ټاکنو او بیا د جمهوري نظام له پیل ۲۰۰۴ کال را په دې خوا د دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونه د تاجک توکم په ځانګړي ډول له پنجشېر ولایت څخه ول چې د قومیت له مخې یې له درېیم بست څخه په پورته بستونو کې د تاجکانو ګراف ډېر لوړ و.

څه موده وروسته چې د نړیوال دولت جوړوې حرکت په لړ کې د بې وسلې کولو د (DDR) تر نامې لاندې بهیر پیل شو، غیرې تاجک قومونه ډېر په دغه بهیر کې چاڼ او بې وسلې کړل شول؛ خو د زیاتې کچې والا وسله وال چې مشران یې په پوځ او پولیسو کې واکداران ول، له دې بهیر څخه خوندي پاتې شول او دوی یوازې خپلې زړې او ماتې شوې وسلې په ښه بیه تسلیم کړې.

دوی چې ډېر کله په زور او نه منونکي ډول هر کله د سیاسي واک د ترلاسه کېدو لپاره هلې څلې کوي او د واک په دوره کې یې تر ټولو ډېره شکره خپله کړې، د جهاد او مقاومت په بهانه یې تېره تېغ په لاس کې دی، د نورو توجه یې ډېره جلب کړې ده.
د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې یې د ولسمشرۍ لومړی معاونیتونه به د جمعیت ګوند په لاس کې ول، د بهرنیو، کورنیو، دفاع او نورو کلیدي وزارتونو زیات مهم بستونه به د دوی د غړو په لاس کې ول، د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یې د ولسمشرۍ معاونیت له لاسه ور کړ. که څه هم چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د زیات جمعتي ټاکنیز ټیم (اصلاحات و همګرایي) د ډاکټر محمد اشرف غني د (تحول او تداوم) په نامه له ټاکنیز ټیم سره د ملي یوالي په نامه دوه سری حکومت را منځته کړ، د جمعیت ګوند د مشرانو پخوانۍ مزه یې نه ورکوله. که څه هم چې واک د توافق نامې له مخې پنځوس/ پنځوس وېشل شوی هم و.

دغه د ملي یوالي حکومت چې د دوسرۍ له امله یې په حکومت کې ډېرې ګډوډۍ رامنځته شوې، د پارلمان یو شمېر فاسدو وکیلانو ته د لنګې غوا د څرپېدو او لا نور ښکېدو لپاره ګټور تمام شو، د وزارتونو سرپرستي یې د حکومت تر پایه پای ته ونه رسېده، د ملي هویت او نور ګڼ شمېر اختلافونو زېږنده او نورې بدبخۍ د همدې اجرایه ریاست په رامنځته کېدو او پنځوس/ پنځوس د واک وېشنې له امله وې.

په هر ترتیب، اوس چې جمعیت ګوند د ولسمشرۍ د معاونیت په نه شتون کې ځانونه بې برخلیکه لیدل، د هغو مزو وجړچو لپاره یې بیا ځانونه سمبالول، د هر ډول لارو چارو په کار اچولو ته یې مخه کړه. لکه د ریاستي نظام پر ځای د نیمه ریاستي نظام رامنځته کېدل، له دې ګوند څخه د نوماندېدو او معاونیتونو لپاره په ټاکنیزو ټیمونو کې ځای پر ځای کېدل او داسې نور.
دوی فکر کوي چې د رایو بانکونه له همدوی سره دي؛ که وي هم په دومره زیاتو وېشنو کې به څنګه وکولای شي چې د یو چا په بریا کې دې لوړه سلنه ولري او په دې شرطونو دې ورسره توافق وشي؟

دلته د ولسمشرۍ نوماندانو باید فکر کړی وای؛ هغه د رایې بانک چې په رښتیا هم د تاجک د باغیور قوم په منځ کې وجود لري، د یو علمي، پوه او وړ کس په موجودیت کې تر لاسه کړې وای. دا ننی د دوی د پلور ګرم بازار په دا مانا دی چې په راتلونکي کې یو ځل بیا د پنېر چکۍ مخ ته ورته اېښودل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply