د ولسمشر اوربند رنګ راوړ/ اېمل پیاوړی

0 660

ولسمشر غني تېره اونۍ (پنجشنبه) د ویډیویي پیغام له لارې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ او د ولسمشر دغه اعلان ډېر ژر رنګ راوړ، ځکه په ځواب کې یې وسله والو طالبانو هم د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ.

افغان ولسمشر وروسته له هغې د وسله والو افغان طالبانو پر ضد د اوربند اعلان وکړ چې تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ څخه جیّد دیني علما او خطیبان پلازمېنه کابل د لویې جرګې خېمه کې سره راټول او د یوې لویې درې زره کسیزې غونډې په ترڅ کې یې په افغانستان کې انتحاري او انفجاري بریدونه ناروا وبلل.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د علماو د یادې غونډې له فتوا څو شیبې وروسته د هغوی د فتوا تود هرکلی او قدرداني وکړه. په یاده فتوا کې د نورو موادو ترڅنګ په جنګې ښکېلو غاړو (حکومت او وسله والو طالبانو) باندې غږ شوی و چې په خپلو کې دې اوربند وکړي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هیواد د علماوو د دغې متفقې فتوا له اعلان  وروسته نه یوازې دا چې د دغې فتوا د موادو او محتوا ملاتړ وکړ، بلکې د هیواد د علماوو په غونډه کې د اوربند له ضمني پیشنهاد څخه هم یې ملاتړ وکړ او تېره پنجشنبه جمهور رئیس غني رسماً اوربند اعلان کړ. په همدې اړه د ولسمشر په ویډیویي پیغام کې راغلي دي چې:

په همدې خاطر د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانوخپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي، خو د داعش، القاعدې او نورو بین المللي تروریستي شبکو په ضد به عملیات ادامه ولري.“

په ملي او بین المللي کچه د ولسمشر غني د اوربند پراخ هرکلی او ملاتړ وشو او تر ټولو ښه لا دا چې په ځواب کې یې وسله والو طالبانو هم اوربند وکړ. افغان ولس له دغه اوربند سره اوس یو ځل بیا سولې ته هیله من شوی دی او د روژې په دې مبارکه میاشت کې د خدای تعالی دربار ته همدا دعا کوي چې د دواړو لورو دغه موقت اوربند دې په دایمي اوربند، د جنګ په پایته رسېدو، سوله، پخلاینه او دایمي ثبات بدل شي.

داسې اټکل کېږي چې که افغان وسله وال طالبان د اختر په ورځو کې د خپل اعلان شوي اروبند تطبیق ته ژمن پاتې شي، نو باور دی چې دا به د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره یو ښه ګام وي، ځکه له دې سره د دواړو غاړو تر منځ د باور فضا رامنځته کېږي او څومره چې یو پر بل باور زیاتېږي، نو همغومره ورسره د سولې تمایلات هم زیاتېږي.

د افغان سولې په اړه تر دې مهاله یوازې په ملي، د سیمې او نړیواله کچه اجماع موجوده وه، مګر په جنګ کې ښکېلو غاړو خصوصاً وسله والو طالبانو سولې ته غاړه نه اېښوده او تل یې پر جنګ ټینګار کاوه، ځکه د حکومت د سولې د هر ځلي بلنې او وړاندیز سره یې رد او منفي ځواب ورکړی، مګر دا لومړی ځل دی چې د حکومت له اوربند وروسته طالبان هم ورته عمل کوي، نو داسې برېښي چې که خدای کول دا ځل به دواړه غاړې د سولې لپاره پر بین الافغاني مذاکراتو هم توافق ته ورسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply