ایا طالبان په مینه پوهیږي؟/ نوید احمد څرک

0 649

وروسته له هغې چې افغان حکومت اته ورځې اوربند اعلان کړ او بیا طالبانو یواځې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ، په کور دننه او بهر له تود هر کلي سره مخ شو.

عام ولس د اوربند له اعلان سره فکر کو چې یواځې جګړه به نه وي، خو د اختر په لومړۍ، دویمه او دریمه ورځ مالومه شوه چې اوربند کې د جګړې د بس تر څنګ حکومت زغم لري چې طالبان په ښارونو کې وګرځي او له ځان سره وسلې او بیرغونه هم بدرګه کړي.

اخترونو کې د کوچني اختر خوندونه او رنګونه زیات وي، خو سږ اختر له اوربند او د اوربند له جشنونو سره یې خوندونه او رنګونه بیخي زیات و، دومره زیات چې د افغانانو په نږدې تاریخ کې نه و تېر شوي او نه یې فکر کړی و.

اوربند او جشنونه معجزه وه

که ووایو چې دا هر څه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د هڅه پایله وه، څوک به یې مخالفت و نه کړي، ځکه همدا ولسمشر و چې د سولې هر اړخیزه وړاندیز یې طالبانوته وکړ، بیا یې د عالمانو یوه غونډه راوبلله چې د جګړې په تړاو خپل نظر ډاګیز کړي او له دې وروسته یې په جرات سره د اوربند اعلان وکړ او له وسله والو ځواکونو یې غوښتنه وکړه چې د اختر تر پنځمې پر طالبانو هیڅ برید او عملیات و نه کړي.

که څه هم د ولسمشر غني دا پریکړه د ځینو خلکو له غبرګونونو سره مخ وه، خو د اختر په ورځو کې مالومه شوه چې ولسمشر هر څه د ولس له ارادې سره سم کوي او په ولسونو يې کلونه وروسته یو داسې اختر راوست چې ټول غمونه یې ترې هیر کړل.

هیچا فکر نه کو چې د اوربند په ورځو کې دې دومره باور او ازادي وي چې طالبان دې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو او ان ښارونو ته لاړ شي او یا دې دولتي ځواکونه او دولتي مامورین د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي.

په دې اړه تبصرې کیدلې چې ټولنیزو رسنیو کې ځینو ویل چې کلي ته به ځو او اختر به د خپلو خپلوانو تر څنګ نمانځو، خو دا یوه هیله وه او تمه نه وه چې طالبان به ښارونو او دولتي مامورین او ځواکونه به کلیو ته ځي.

ټولو فکر کو چې د اختر ورځو کې د طالبانو او وسله والو ځواکونو ګډ اختر او جشنونه یو خوب او خیال دی، خو نه، دا نه خوب و او نه حقیقت ، ګډ اختر او ګډ جشنونه وشول او عامو خلکو یې ننداره وکړه او خوند یې ترې واخیست.

د ګډ جشن او اختر پيغام

په مرکز او ولایتونو کې مو د ګډ اختر او د اوربند جشن انځورونه او ویډیوګانې ولیدلې چې دولتی ځواکونه او وسله وال طالبان یو بل ته غاړې ورکوي او یو بل یې په سینې پورې کلک نیولې دي، دې صحنې وښودله چې افغانان له یو بل بیلیدونکي نه دي او هغه څوک چې د افغانانو تر منځ یې د دښمنۍ اور بل کړی دی، هیڅکله یې د ابد لپاره نه شي بیلولی.

هغه ډلې چې یو بل ته په سنګر کې ناستې وې، هغه کسان چې د یو بل په وژلو پسې یې ډير امکانات مصرفول، هغوی د اختر ورځو کې اوږه په اوږه یو ځای جشن نمانځه او د دې ننداره ولسونو په خپلو سترګو وکړه.

تاسو د وسله والو ځواکونو او طالبانو اوښکې ولیدلې چې په ګډ جشن کې یې تویولې، تاسو به لیدلي او اوریدلي وي چې ټولو ویل، افغانان سره ورونه دي او یو ګډ دښمن سره په دښمنۍ اړولي او د یو بل د وژلو لپاره لاس په کار شوي دي.

تاسو ولیدل چې د زیاتو طالبانو ذهنیت بدل شو، تاسو ولیدل چې وسله والو ځواکونو طالبانو ته څومره مینه ورکړه، تاسو د حکومت او وسله والو ځواکونو زغم ولید چې وسله والو طالبانو ته یې له درنو وسلو او بیرغونو سره اجازه ورکړه چې د هېواد په هر ګوټ کې وګرځي.

طالبانو دا فکر نه و کړی چې حکومت کې به دومره زغم وي، طالبانو دا فکر نه درلود چې ولسونه او دولتي ځواکونه به دومره مینه ورکړي، طالبانو دا فکر نه و کړی چې د ولس له هرکلي سره به مخ شي، ځکه زیات ولسونه له طالبانو متنفر وي او غوښتنه یې همدا وه چې اوربند او سوله وکړي، کله چې اوربند وشو، ولسونو یې د دې لپاره هر کلی وکړ چې نور به جګړه نه وي او طالبان به د جګړې پرځای د سولې خبرو ته کینې.

د اوربند تمدید

د خلکو له بې ساري هرکلي او خوښیو سره سم، کله چې ولسمشر دا هر څه ننداره کړل او پر یو بل د باور فضا رامنځ ته شوه، ولسمشر د اختر په دویمه یو ویډیوي پیغام کې د اوربند موده وغځوله او له طالبانو یې هم غوښتنه وکړه چې اوربند وغځوي او د سولې خبرې وکړي.

حکومت د طالبانو هغه شرط هم ومنه چې د بهرنیو ځواکونو په تړاو یې درلود، ولسمشر وویل چې طالبان دې د اوربند موده وغځوي، دوی به د بهرنیو ځواکونو په وتلو بحث وکړي.

افغان ولسمشر اوس په دې کار کوي چې په هر قیمت سوله ارزانه ده او باید طالبانو ته هیڅ ډول د جګړې پلمه پاتې نه شي او نور دا ولس له دې جګړې خلاص کړي، ولسمشر محمد اشرف غني زیات انعطاف ښودلی او له ډير کار کوي چې طالبانو ته میلان وښيي او د ولسونو هغه ارمان د سولې په تړاو یې لري، ورته ورسوي.

نو طالبانو کې که لږ هم د وطن دوستی او ولس پالنې احساس وي، نو د ولس پاکو احساساتو ته دې درناوی وکړي او هغه مینه چې د اختر په درې ورځو کې ولسونو ورکړې، باید دا مینه په بیا په کرکې بدله نه کړي، طالبانو ته پکار ده چې له دې مینې په استفادې له جګړې لاس واخلي او هغه پلمه چې د بهرنیو ځواکونو حضور دی، د سولې د خبرو پرمهال په میز باندې مطرح کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply