هسې یوه خبره مې کوله………/ خوشال خلیل

0 803

کله به هم چې د نړیوالو په موجودیت کې له پاکستاني مقاماتو څخه وغوښتل شو چې طالبان سولې او خبرو ته حاضر کړئ، نو پاکستان به ویل، موږ د کویټې شورا، قطر دفتر او نور مشران چې له افغانستانه بهر دي مذاکراتو ته حاضرولی شو، خو د طالبانو سیمه‌ییز قوماندانان او چارواکي چې عملا مخامخ جګړه پر مخ وړي، سولې او خبرو ته نشو حاضرولی، ځکه هغوی باندې کنترول سخت دی او هغوی جنګ نه بندوي او نه هم د کویټې شورا او نورو طالب مشرانو خبره مني.
خو درې ورځني اوربند د پاکستان دا ادعا غلطه ثابته کړه، د اوربند پر مهال د طالبانو سیمه ییز قوماندانان ښارونو ته راغلل او تر بل هر چا سولې ته تږي ښکاريدل، عکسونه یې وویستل او ملي وسله والو ځواکونو ته یې غاړي ورکړې، خو چې کله ورته له بهره امر وشو چې اوربند ختم، بېرته خپلو سنګرونو ته ستانه شول. اوس معلومه شوه چې د طالبانو عادي افراد او سیمه ییز قومندانان سوله غواړي، ستونزه یې مشرانو کې ده چې د جنګ له لارې پریمانه پیسې ور روانې دي، بچیان یې په قطر او پاکستان کې سبقونه وايي، تجارتونه کوي، خو عادي طالبان هسې وژل کېږي، ځکه خو عادي طالبان سولې ته زیات لیواله ښکاري، دوی ته د جنګ او د خپل همسنګر د مرګ درد او د خپلې کلي د ورانېدو درد معلوم دی.
که طالبانو دا اوربند نه وای کړای او جنګ یې هماغسې جاري ساتلی وای، بیا نه خلکو ګیله کوله او نه یې سیمه ییزو قومندانانو، اوس چې خلکو او طالب وسله والو د درې ورځني اوربند مزه وڅکله که بیا دوی ته د جنګ امر کېږي، اول خو به په هغه پخوانۍ جذبه ورته جنګ سخت وي او که دوام هم ورکړي، دې سره به طالبان د خلکو په اذهانو کې تر پخوا زیات تجرید او ورټل شي. درې ورځو کې عامه افکار په مطلق اکثریت سره د سولې په ګټه و، د اوربند خلاف د وړو حلقو او هغو کسانو چې جنګ کې یې ګټه ده، نور داسې څوک پیدا نشول چې ووايي دا جنګ دې روان وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply