طالبانو په اوربند کې څه ولیدل او څه یې وکړل؟ / حفیظ الله تسل

0 1,058

طالبانو ولیدل چې د شمالي ټلوالې اړوندو لویو او وړو قوماندانانو او همدا راز د افغان پوځ په لیکو کې د دوی له خوا مقرر شوي یو شمېر عسکرو له طالبانو سره د اوربند په جریان کې کوم ډول عقدیي چلند وکړ او د دوی په احساساتو یې ملنډې ووهلې، له همدې امله به هم طالب د پوځ لیکو ته راځي او خپله تشه به ډکوي.
دوی ولیدل چې په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د اوربند، طالب او حکومت مخالفې جنګي ډلې (داعش) له خوا بریدونه وشول، د دوی د غړو په ګډون یې ګڼ شمېر افغانان ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل، د همدې لپاره هم طالب د سولې په فکر کې کېږي او د دغې ډلې پر وړاندې به د افغان حکومت ملا ور وتړي.
طالبانو ولیدل چې افغانان مسلمانان، مظلوم او د تېر په شان مینه ناک خلک دي، وژل یې مناسب نه دي.
ښارونه چې د دوی حکومت ته وران ویجاړ پاتې شوي ول او د دوی حکومت یې د ژر جوړېدو وس نه درلود، اباد او په لوړو منزلونو هغه ډول چې د ټلوېزیون په سکرین به یې لیدل، لمس هم کړل او ښکل هم.
هغه ځایونه یې هم له سترګو تېر کړل چې افغان برحال حکومت جوړ کړي ول او د دوی د بریدونو له امله د بیا ځل لپاره وران ویجاړ شوي ول.
په لویو لارو یې د تګ او راتګ پر وخت هغه پلونه چې د دوی د خښو کړو بمونو له امله نړېدلي ول، یا جوړ شوي او یا په هماغه حال پاتې ول هم ښه په ځیر سره وکتل.
د طالبانو له رژیم را وروسته چې کومې دینې مدرسې او جوماتونه جوړ شوي ول، حتماً به یې په اړه مثبت فکر کړی وي، لکه د دوی له ویناوو چې ښکارېدل، ویل به یې چې مدرسې باید نورې هم ډېرې شي، دغه ښکلي جوماتونه خو د اختر په ورځو کې بیخي له مسلمانانو ډک شوي دي.
هغه خلک یې هم ولیدل چې د کورنۍ غړي لکه پلار، ورور، زوی، لور، مور، خور، کاکا، ماما، د هغوی زامن او یا نورو له لاسه ورکړي ول؛ خو دوی یې ښکلول چې د ژوندیو نورو غړو وژل ورته دومره مهم دي چې خپل پېژندلي قاتل ته هم د زړه په کور کې ځای ور کړي او ورور یې وګڼي.
و یې لیدل چې که دوی سوله وکړي، څه ورسره کېږي؟ ایا افغان حکومت چې یوازې په درې ورځې اوربند کې د دوی پر وړاندې سینه په سینه ستړي مشي او هر کلی کوي، که دوی سوله وکړي، هغوی به یې د سړک له سر او د جومات له دروازې، کور ته او ان خپلو دفترونو ته یوسي. د کار زمینه به ورته برابره کړي او همداراز به په امنه فضا کې د هغوی د راتلونکي لپاره لاس په کار شي.
دوی ولیدل چې حکومت له حزب اسلامي سره په کوم ډول سوله وکړه، کوم چې د مخالفت پر وخت یې، د ډله یزو بریدونو ترڅنګ، د چاودنو، انتحار او نورو وسله والو فعالیتونو له امله د څومره افغانانو ژوند واخیست او څومره کورنۍ یې د غم په ټغر کېښنولې. خو هغوی چې د عمر زیاته برخه یې د جهاد او جګړو په دوام کې تېره کړې او په ږیرو کې یې ان سپین لګېدلی، هوډ درلود، په دې ښه پوه شوي ول چې دلته وژنه باید بس شي او دلته شته هېوادوال مو یو هم د وژلو نه دي.
اوس هغوی خوندي دي، کورونه، روغتیايي اسانتیاوې، برېښنا، د زده کړو لپاره مناسب چاپیریال، د سر او مال د خوندیتوب لپاره یې امنیتي تدابیر او داسې نور برابر شوي دي.
دوی ولیدل چې کورنیو یې په کوم ډول د دوی د راتلو شېبې شمارلې، په دوی پسې یې سپین سرې مورګانې، ماشومان او لویان ورونه، خویندې، ملګري او دوستان څومره دردېدلي او کړېدل، ان ډېرو یې د سترګو دید او د بدن ځواکونه له لاسه ورکړي ول.
د کابل لوګر پر لویه لار د یو شمېر طالب زلمیانو پر وړاندې د هغوی د کورنۍ په لمدو سترګو او لړزېدلي ځان هرکلی او ښکلول هغه څه دي چې د طالب په سخت زړه کې یې نرمښت رامنځته کړی دی. له همدې امله موږ ولیدل چې ډېر طالب وسله وال خپلو کورنو ته د تل لپاره ستانه او پرته له دې چې له کوم لوري د مرستې او یا د اجازې غوښتنه وکړي، په خپلواک ډول له وژنو او بریدونو نه واټن اخیستل غوره کړل.
د دفاع وزارت وروستۍ څرګندونې یې ښه ثبوت کېدلی شي چې وايي ښارونو ته له راغلو طالبانو څخه نیم یې بېرته جګړې ته نه دي تللي.
له بده مرغه، طالب هغه دیمکراسي هم ولیدله چې یو شمېر خلکو ترې غلطه معنا اخیستې او د اسلامي ارشاداتو په ډکر کې یې درولي دي. لکه د اوربند په ورځو کې د شکرانې د ادا کولو پر ځای په هوټلونو، موټرونو، سړکونو او دوکانونو کې هغه سندرې غږولې چې طالب ورسره مخالفت لري، په دغو ورځو کې د ښځینه وو د حجاب مسله چې باید له اوربند مخکې ورته توجه شوې وای او داسې نور هغه څه وو چې طالب وسله والو ته یې سره له دې چې د بهرنیانو شتون دی، دوی ته د مخالفت لپاره مستند ټکي ور یادول. د همدې لپاره به یې داسې فکر کړی وي چې بهرنیان د دوی د جګړو له امله د پاتې کېدو بهانه کوي او د شته اسلامي حکومت په لیکو کې د حجاب په اړه د پیغام او عامه پوهاوي تر څنګ له علماوو او حقوقي بنسټونو سره مرسته وکړي.
حکومت به یې هر اړخیز ملاتړ کوي او د دوی د ارمانونو د پوره کېدو په موخه به ورسره همکاري وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply