د اوربند امکان شته؟ / حفیظ الله تسل

0 669

د لوی اختر د ورځو په راسیدو سره تمه ده چی له طالبانو سره اوربند وشي، خو که امنیتي وضعیت په دا ډول وي، امکان لري چی اوربند دی وشي؟

په تیر اختر کی چی کوم اوربند وشو، وضعیت ته په کتو، د طالبانو لویه سلنه یی له جګړی څخه د لاس په سر کیدو پایلی ته ورسوله. له اوربند څخه څو ورځی وروسته راپورونه خپاره شول چی زیات طالبان بیرته سنګرونو ته نه دي تللي: لکه د دفاع وزارت ویاند چی ویلي ول، کوم لیستونه چی ښار ته د راغلو طالبانو له دوی سره په دروازو کی ثبت شوي، زیاته برخه یی په ښارونو کی پدای شوي. اندیښنی دا وی چی که طالبان په ښارونو کی پاتی شوي وي، ممکن بله لوبه وشي.

ډیری سیمی دوی په خپلو سترګو ولیدی، ورته د پلانونو په جوړولو کی یی ورسره مرسته کړی او ډیری مهمی سیمی به د قوي بریدونو لاندی شي، خو لکه څرنګه چی د حکومت مخالف وسله والو مشرانو د راپورنو له مخی اندیښنی ښودلی چی کواکی دغه طالبان چی سولی ته لیوال دي، پرته له دی چی کوم شرایط ورسره ومنل شي، سوله وکړي، دایمي اوربند ته په خپل سر ونه دانګي، ځکه حالات همداسی ښکاریدل او تر ننه محسوسیږي هم.

که اوربندونه داسی پایله ولري، راتلونکی اوربند به له شک پرته، پیچلی، ستونزمن، له قربانیو ډک او په لویه کچه د نظریاتو، مخالفتونو او شمو جنجونو سره هم مخامخ کیږي.

په ننګرهار کی د داعش ډلی له خوا وروستي بریدونه چی په پایله کی د دغه ولایت د مرکز د امنیت چاری د مرکزي حکومت د بیړنۍ ناستی په پایله کی د یو څه وخت لپاره ملي اردو ته وسپارل شوی، ښکاره وه چی دوی به د سولی او ثبات روانی خبری، د راتلونکي اختر په ورځو کی د اوربند او بیا په تیره د دغه اوربند دایمي کیدلو هڅی ګډی وډی کړي. دغی ډلی وړاندی د کوچني اختر په ورځو کی د دی لپاره په یو شمیر سیمو کی بریدونه وکړل چی د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند ته د ټکۍ او برګۍ رنګ ور کړي چی دواړه لوري یو پر بل شکمن کړي، خو په اوربند کی شریک لوري، لکه د یوی کورنۍ په شان دښمن وپیژانده. د دغو بریدونو ښه بیلکه په ننګرهار ولایت کی د والي د دفتر تر څیرمه پر طالب اوربند کوونکو بمي چاودنه، په یو شمیر نورو هغو سیمو کی چی د داعش نفوذ خال خال څرګندیږي، ورته بریدونه او یا خال خال فیرونه وشول.

د لوګر په ولایت کی چی کوم د سولی د کلیو او بانډو په کچه تړونونه وشول، هم دښمن ته د زغم نه ول، د همدی لپاره کله چی د لوی اختر د اوربند اوازی خپری شوی، په ازره کی د حکومت پر پوستو بریدونه وشول، که څه هم دغه بریدونه د طالبانو له خوا یاد کړی شوي، موخه یوه ده. په داسی حالت کی چی له یوی خوا د اختر ورځی رانیږدی کیدونکی دي، په قطر کی د امریکا او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو کولو ريپوټونه خپریږي، که په غزني او نورو ولایتونو کی جګړه زور اخلي، هم د داسی یوه اوربند چی ممکن پایلی یی تر پخواني هغه څو برابره زیاتی وي، د رامنځته کیدو پر وړاندی د خنډونو د رامنځته کیدو او د اړوند مسوولینو د بوخت ساتلو هڅه ده.

ګاونډي هیوادونه چی د افغانستان په نا امنۍ کی خپلی ګټی ویني، د طالبانو او داعش یا نورو جنګي ډلو له لاری خپلو موخو ته د رسیدو انتظار باسي، هیڅ کله هم له زړه نه د سولی او اوربند غوښتونکي نه دي. د پاکستان او ایران خپلی ستونزی اوس دی حد ته رسیدلي چی نور د جګړی د اوږدیدو وس نه لري، د دغو ډلو یا د پلورلو او یا هم لږ تر لږه د افغانستان د ټپونو د شړ پریښودو لپاره هم په دی هڅه کی دي چی سوله باید و نه شي. ویل کیږي چی په دغه جګړه کی د افغان طالبانو موجودیت خورا تت بلکی د پاکستاني، عربي او چیچني طالبان هم په جګړو بوخت دي.

خو حالت اوس داسی دي چی افغان حکومت د ننګرهار او یو شمیر نورو ورته ګواښوونکو سیمو جګړی او بریدونه یو څه مهار کړي دي. د غزني جګړه کی هم چی تازه دمي ځوکونه ور رسیږي، دغی چاری ته د پای ټکی ایښودلی شي. همدا اوس هلته افغان ځواکونه رسیدلي، خو بدبختي دا ده چی د حکومت مخالفین د عامو افغانانو له کورنو څخه استفاده کوي، د هغوی پر بامونو پراته او له کورنیو د خوراک او څښاک د تیاریدو طمعه کوي.

د ملي یوالي حکومت اجرایه رئیس د دوشنبی په ورځ د کابینی په غونډه کی وویل چی د لوی درستیز او د کورنیو چارو د وزارت د ارشد معین په مشرۍ تازه دمي ځواکونه غزني ښار ته رسیدلي دي چی ډیر ژر به دغه ښار له وسله والو بریدګرو پاک کړي.

نوموړي د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ملاتړ د ماموریت عملیات مهم او اغیز ناک وښودل چی او زیاته یی کړه چی سلکونه طالبان یی وژلي دي.

دا چی جګړه د تازه دمو ځواکونو له خوا د مهاریدو په حال کی ده، همدا اوس د طالبانو لپاره د اکمال لاری تړل شوي، ژر ده چی دغه جګړه به هم پای ته رسیږي، خو که دا جګړه پای ته ورسیده، پایله به یی دایمي اوربند شي، ځکه چی ښکاري هغه طالبان چی بهرنیان دي هم په خپل دی وروستي زور کی زیاته برخه له منځه ولاړ شي.

افغان حکومت په دی ښه پوهیږي چی که جګړی هر څومره زیاتیږي، د ملي یوالي د حکومت د پای ته رسیدو په شیبو کی باید دغسی چانسونه له لاسه ور نه کړي، لکه چی له کړنو یی معلومیږي، له یوی خواد د ښه ځپنی په موخه هڅه کوي او له بلی خوا د نوي کیدونکي اوربند لپاره سر له اوسه تیاری نیسي. که هر ډول شرانداز فعالیتونه یی پر وړاندی وي،

مقاومت به کوي او خپله حوصله به له لاسه نه ورکوي. زما په اند چی د داسی جګړو مهارول او په تیره د جنګي موخو لرونکو کسانو یوطرف ته کول دا بیخي د اوربند لپاره وړاندی کیدونکی موقعه په لاس ور کوي، حکومت باید تری ګټه پورته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply