مولانا سميع الحق : د ولسمشر غني د حکومت او د طالبانو تر منځ اوربند کومه ګټه نه لري

0 722

سيد حسين پاچا

مولانا سميع الحق : د ولسمشر غني د حکومت او د طالبانو تر منځ اوربند کومه ګټه نه لري

په افغانستان کې روان جنګ جهاد دی او هغسې بايد روان وساتل شي څنګه چې د روس په مقابل کې وشو

 

د مولانا په غوږ کې چې چا اذان کړی وو هغوی مسلمانان نه ول او اوس هم نه دي. جعلي جهاد او د امريکا د خوشالولو او ډاډمنتيا لپاره په خپل ښوونيز نصاب کې د جهاد اياتونو شاملولو ته جهاد نه ويل کيږي

 

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

 

تاند – د پاکستان د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق وايي چې د ولسمشر غني د حکومت او د طالبانو تر منځ اوربند کومه ګټه نه لري او له اوربند څخه وروسته به بيا جنګ شروع شي.

سميع الحق وايي، چې په افغانستان کې روان جنګ جهاد دی او هغسې بايد روان وساتل شي څنګه چې د روس په مقابل کې وشو.

افغان غږ خبري آژانس (آوا)

د مولانا سميع الحق په مشری د دارالعلوم حقانيه مدرسې چارواکي وايي، تر هغه چې په بهرني ځواکونو په افغانستان کې شتون ولري له طالبانو سره د سولې لپاره د مذاکراتو پيل به ناشونې وي.

د رالعلولم حقانيه يوه وياند مولانا يوسف شاه ځايي رسنيو ته ويلي، چې له افغانستان سره د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم به په دغه هېواد سوله او ثبات ټينګ شي.

نوموړي ادعا وکړه، چې افغان ولسمشر او په پاکستان کې د افغان حکومت سفير هڅې کوي ترڅو د افغان سولې په بهير کې او له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مولانا سميع الحق ملاتړ ترلاسه کړي.

خو هغه زياته کړه، چې مولانا سميع الحق په مشری د جمعيت علمای اسلام سميع الحق ګوند په دې بارو دی چې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې د سولې مذاکراتو پيل ناشونې ده ځکه افغانان د بهرنيو ځواکونو له حضور سره مخالف دی.

 

د مولانا سميع الحق په ځواب کې :

د امارت شرعي صبغه و مشروعيت د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې :

د امارت د مشرتابه په ټاکنه کې قرآني مزاحمت ته پاملرنه نه وه شوې

د مشرتابه ټاکنې شرايط :

البقرة ۲۴۷ :

وقال لهم نبيّهم ٳن الله قد بعث لکم طالوت ملکًا قالوا أنّی يکون له الملک علينا ونحن أحق بالملک منه ولم يؤت سعةً من المال قال ٳن الله اصطفاه عليکم وزاده بسطةً في العلم (۱) والجسم (۲) والله يؤتي ملکه من يشآء والله واسعٌ عليمٌ.

ويل کيږي چې ملا محمد عمر خالص امپړ fool او بېسواده جنګيالی وو چې علمي ((پوهې)) کچه يې ډېره ټيټه وه. د اسلامي دولت مشر ابوبکر البغدادي هم دېته ورته څرګندونې کړي دي چې دلته يې لوستلای شئ :

Mullah Omar is a fool and illiterate warlord, al-Baghdadi says

 

له صحي پلوه هم کمزوری وو او صحي ستونزه يې له مخکې نه لرله. د امارت له مشرتابه ګۍ مخکې لا معذور وو. له قرآني اړخه په دغو دواړه شرايطو کې نه راته. دا چې ولې د هغه وخت علماو يا ملايانو ديته نه دي کتلي او د نوموړي په ټاکنه کې دواړه قرآني مزاحمتونه له پامه غورځېدلي دا يې بله شرعي وقانوني او هم اخلاقي ستونزه او کمزورتيا ده چې له پيله طالبي خوځښت ورسره مخ دی او تر ننه يې همداسې په وړندو سترګو لا ورپسې روان دي. دا پوښتنه لا پر ځای پاتې ده چې مسووليت يې ور ترغاړې دی.

 

 

د مشرتابه په ټولنه کې استوګنه :

د مشرتابه په ټولنه کې استوګنه :

الأعراف : ۱۴۲ :

وواعدنا موسی ثلاثين ليلةً واتممناها بعشرٍ فتمّ ميقات ربّه أربعين ليلةً وقال موسی لأخيه هارون اخلفني في قومي وأصلح ولاتتّبع سبيل المفسدين.

 

د دغه ايات په رڼا کې موسی عليه السلام اولوا العزم پېغمبر چې الله تعالی ورسره خبرې کړي دي د الله تعالی په حکم طور ته بلنه ورکول کيږي چې هلته ولاړ شي او بيا د لسو نورو ورځو لپاره هلته پاتې شو چې ميقات د څښتن تعالی لپاره پاتې شو. د تګ په وخت کې يې خپل ورور هارون عليه السلام د قوم د لارښوونې لپاره پرېښووه. د اصلاح ((سمون)) يې ورته وويل او دا سپارښتنه يې هم ورته وکړه چې د مفسدينو پيروي به نه کوې. دا چې ملا محمد عمر له پيله تر پايه يا په بله مانا له انتخابه تر مرګه چا په سترګو ونه ليده. ان تر دې چې چا د انتخاب ((ټاکنې)) پر ورځ هم ونه ليده او نه په ټولنه کې واوسېده، بلکې د پنجاب د نظاميانو او استخباراتو (آی ايس آی) په کومه غوجله کې به پروت وو او له خپلو ډېرو نژدې کسانو سره يې ليدل نه کېده، لکه سيد طيّب اغا او داسې نور چې ان له مرګه يې هم خبر نه وو او دوه – دوه نيم کاله د هغه په غياب کې ولس ته د دروغو اعلاميې خپرېدې چې دا يې ورپسې هغه صبغه لا ورپسې ستونزمنوي او مشروعيت او خپلواکي يې تر پښتنې لاندې راولي.

 

دېته ورته نورې بېلګې واخله، لکه الله تعالی ابراهيم عليه السلام ته وايی چې ((اني جاعلک للناس امامًا)) د ټولنې رهبري کول leadership سره له دې چې الله تعالی ادم عليه السلام و داود عليه السلام ته د ((خليفة)) کليمې کارولي، خو ابراهيم عليه السلام ته يې د ((امامت د خلکو [ټولنې لارښوونه])) ورسپارلی چې خلک پخپل ورځني ژوند کې لارښود کړي او هلته په ټولنه کې ورسره اوسېده، له مشر ملا صاحب و ملا منصوره رانيولې تر ملا هبة الله او حقانيانو پورې چا ښکاره په ټولنه کې ونه ليدل او هلته د پنجاب په کومه پوځي ويا نيمه پوځي قشله يا کومه غوجله کې به پراته وي چې دا يې بله ستونزه ده او د امارت او هم يې د مشران هغه اسلامي صبغه بېخونده کوي او مشروعيت او استقلال يې تر پوښتنې لاندې راولي.

 

څه تضمين شته چې دوی به پخپلو پرېکړو کې خپلواک وي؟ تېر ته په کتو خو زموږ يو جهادي مشر هم خپله خپلواکي نه لرله او ان زموږ د دواړو اسلامي ګاونډيو له لورې د ملګرو ملتونو او هم له روسانو د مخامخ خبرو وړانديزونه سبوتاژ شول او بيا به هم دوی زموږ استازيتوب کولو.

 

دا چې اوس طالبانو پاکستان ته ويلي چې موږ له افغان حکومت سره نه، بلکې له امريکا سره وينو، نو دا تور نظامي وڅارګري کارغان چې له دوی سره په ليکو ګرځي، ان تر دې چې اوس تازه يې د ډګر جنرال عزيز خبره رسنيو ته راووته، کرنيل امام و ميجر رشيد خو يې د سر تاجونه ول.

 

د اسلامي امارت يو نوموتی چارواکی مولوي صاحب متوکل له ارواښاد زرملوال صاحب ورسره په لندن کې ليده کاته کړي وو چې کور ته ورغلی وو او يو پاکستاني پوځي کمانډر مېجر رشيد هم ورسره وو او خدای بښلي زرملوال ته يې د هغه د ښه سړيتوب او د افغان جهاد سره د مينې تاييد کړی وو چې نوموړی ډېر ښه سړی دی او زموږ له جهاد سره دومره مينه لري چې ان په پوځ کې يې خپله وظيفه پرېښووله او له موږ سره يوځای شوی.

دلته د ضياءالحق او د اختر عبدالرحمان هغه خبرې چې ويلي وو رښتينتوب پيدا کوي :

  • ضياءالحق : ((افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي)).
  • اختر عبدالرحمان : ((بهرني ديپلوماتان حق نه لري، چې د مجاهدينو رهبران وويني او نه د مجاهدينو رهبران اجازه لري، چې له غربي ديپلوماتانو سره ملاقات وکړي)).

 

دا د تورو کارغانو، سپاه پاسدارانو او نورو ستونزه به څنګه شي چې له دوی سره په ليکو ډلې ډلې ګرځي؟ د کندوز له هوايي ډګر څخه خو تر لسو زياتو پروازونو کې تورو کارغانو خپل ځانونه ويستل او دوی يې پرېښوول چې بيا هماغه د کندوز پښتنو دوی وساتل، خو دوی هماغه کندوز په سرو لمبو کې وسېځه او د ولسونو درناوی يې ونه ساته.

 

په خپلو چارو کې خپلواکي :

سورة الأنفال ۶۱ :

فان جنحوا للسلم فاجنح لها وتوکل علی الله ٳنه سميع عليم.

تېر ته په کتو زموږ د سولې پروسې د دواړو ګاونډيو له لورې سبوتاژ شوې. له روسانو سره د مخامخ خبرو وړانديز او د جبل السراج ناولی ائتلاف چې د بوږنوونکو پېښو سبب شو. د کابل ښار وران او له پنځوس زره زيات ښاريان شهيدان شول. ضياءالحق له موږه خپل واک واخېست او لا تر ننه هماغه واک غواړي. په بله مانا غواړي چې زموږ کورنۍ وبهرنۍ پاليسي په خپل واک کې ولري او اردو مو د دوی په خوښه جوړه شي او نورو ټولګټې پروژې بايد د دوی له خوښې پرته له بل چا سره ونه شي. له هند سره اړيکي بايد ونه لرو او داسې نور.

 

په جهادي پير د خالص ډله درې ځايه وه : خالص، حاجي دين محمد او حقاني چې په نظامي کميسيون کې د هر يو کس استازی وو او هملته به يې خپلې برخې سره وېشلې. دا چې پاکستان له پيله تر ننه د حقاني شبکه مخکې له خالص او اوس يې له طالبانو سره يوځای کړې او خپلواکه کولای نه شي دا هغه ستونزه ده چې له جهادي پيره سرچينه اخلي او لا تر ننه پرې د امريکا وپاکستان د ګټو پر سر پرې لانجه شته او لا روانه ده چې کله ناکله امريکا ترې د هغې د ځپنې غوښتنې کوي، خو پاکستان لا نه دي منلي. يا به دواړه يوې موافقې ته رسيږي او يا به يې ساتنه پاکستان ته پر درنه بيه تمامه شي.

 

څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟

د حکمتيار صاحب پير کامل مولانا ضياء الحق په هماغه وخت کې په ډاګه وويل، چې پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

ضياء الحق به ويل، چې افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي. ډګروال محمد يوسف چې په هماغه وخت کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر جنرال عبدالرحمن سکرتر وو په خپل کتاب (د خرس تلکه) کې ليکي : يوه ورځ جنرال اختر عبد الرحمن تلېفون راته وکړ او ويې پوښتل، چې همدا اوس د امريکا سفير چېرته دی؟

يوسف ليکي، چې ما ورته وويل: زه نه يم خبر، خو جنرال په غوسه او قهر راته وويل، دا نا خبري د بښلو وړ نه ده. همدا اوس د امريکا سفير د اټک پر پُل واوښت او پروګرام لري، چې د افغانستان د مجاهدينو له مشرانو سره وګوري.

تاته په غوڅه لهجه امر کېږي، چې نور بهرني ديپلوماتان حق نه لري، چې د مجاهدينو رهبران وويني او نه د مجاهدينو رهبران اجازه لري، چې له غربي ديپلوماتانو سره ملاقات وکړي.

 

تېر ته په کتو زموږ جهادي مشرانو هېڅ خپلواکي نه لرله چې د پاکستان له خوښې پرته له چا سره وګوري او نه يې بهرنيو ته دا اجازه ورکوله چې زموږ د جهادي غوبلمارانو سره وګوري، نو طالب بېچاره څوک دی چې هغه ته دې دومره خپلواکي وي؟ ځکه خو يې د دوی يعنې طالبانو مشرتابه ګان له پيله تر ننه پټ همداسې په خپلو غوجلو کې پټ ساتلي او چا ته يې نه ښکاره کوي او په نه شتون ((غياب)) کې خپله نيابتي جګړه مخته وړي او وړانده طالبان يې په تړن سميع الحق راټول کړي او د تړن فتوا ته يې کېنولي دي.

 

همداسې جنرال حميدګل به ويل : ((درست ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه)). د هغه لارښوونه خو روښانه وه چې څه وه؟

 

موخه، ډاډينه و هر اړخيز ملاتړ، د مالي ونظامي لګښتونو روڼتيآ  :

التوبة ۴۰ :

ٳذ يقول لصاحبه لاتحزن ٳن الله معنا فأنزل الله سکينته – وأيده بجنودٍ لم تروها- وجعل کلمة الذين کفروا السفلی وکلمة الله هي العليا والله عزيزٌ حکيمٌ.

[[(يقول تعالى : (الا تنصروه ) أي : تنصروا رسوله ، فإن الله ناصره ومؤيده وكافيه وحافظه ، كما تولى نصره (إذ أخرجه الذين كفروا ثاني اثنين ) [ إذ هما في الغار ] ) أي : عام الهجرة ، لما هم المشركون بقتله أو حبسه أو نفيه ، فخرج منهم هاربا صحبة صديقه وصاحبه أبي بكر بن أبي قحافة ، فلجأ إلى غار ثور ثلاثة أيام ليرجع الطلب الذين خرجوا في آثارهم ، ثم يسيرا نحو المدينة ، فجعل أبو بكر – رضي الله عنه – يجزع أن يطلع عليهم أحد ، فيخلص إلى الرسول – عليه السلام – منهم أذى ، فجعل النبي – صلى الله عليه وسلم – يسكنه ويثبته ويقول : يا أبا بكر ، ما ظنك باثنين الله ثالثهما ، كما قال الإمام أحمد :
حدثنا عفان ، حدثنا همام ، أنبأنا ثابت ، عن أنس أن أبا بكر حدثه قال : قلت للنبي – صلى الله عليه وسلم – ونحن في الغار : لو أن أحدهم نظر إلى قدميه لأبصرنا تحت قدميه . قال : فقال : يا أبا بكر ، ما ظنك باثنين الله ثالثهما .
أخرجاه في الصحيحين .
ولهذا قال تعالى : (فأنزل الله سكينته عليه) أي : تأييده ونصره عليه ، أي : على الرسول في أشهر القولين : وقيل : على أبي بكر ، وروي عن ابن عباس وغيره ، قالوا : لأن الرسول لم تزل معه سكينة ، وهذا لا ينافي تجدد سكينة خاصة بتلك الحال ؛ ولهذا قال : (وأيده بجنود لم تروها) أي الملائكة، (وجعل كلمة الذين كفروا السفلى وكلمة الله هي العليا).

قال ابن عباس : يعني (كلمة الذين كفروا (الشرك) وكلمة الله هي : (لا إله إلا الله).
وفي الصحيحين عن أبي موسى الأشعري – رضي الله عنه – قال : سئل رسول الله – صلى الله عليه وسلم – عن الرجل يقاتل شجاعة ، ويقاتل حمية ، ويقاتل رياء ، أي ذلك في سبيل الله ؟ فقال : من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا فهو في سبيل الله.]]

 

د اسلامي ارزښتونو ناوړه کارونه :

د خندق او نورو غزواتو پر نوم ناوړه کړنې چې دوی په تېر او اوس کې له داسې اسلامي غزواتو له نومه ناوړه ګټه پورته کړې چې د دوی له کړووړو سره هېڅ ورته والی نه لري. د بېلګې په توګه د خندق علميات چې په تېر مهال کې د غيرمسلمو له لورې پر مسلمانو د تيري وحملې ګواښ وو، ځکه خو پېغمبر عليه الصلاة والسلام د سلمان فارسي په مشوره له مدينې منورې نه د مسلمانانو د ساتنې او استوګنځي ((ښارګوټي)) ساتنه وه دفاع وکړه، خو دلته د دوی له لورې تېری دی او ولس هم مسلمان دی او روژه هم ده. دا چې هلته هم موسم روژه وه او دلته هم دوی د خندق په نوم عملياتو افغانوژنې ته پلمه پيدا کړې، خو هلته پېغمبر صلی الله عليه وسلم پخپله ژوندی او صحابه کرام ورسره، خو دلته نه ملا محمدعمر، نه ملا اختر محمد منصور په ټولنه کې ښکاره وو، بلکې د پنجاب په کومه پوځي ونيمه پوځي قشله کې هغه هم د نظاميانو او څارګرو ادارو په منګولو کې وو. هلته د پېغمبر صلی الله عليه وسلم و دالله تعالی ترمينځ اړيکه کې د الله تعالی مقربه پرېښته وه چې الوهي پيغامونه به يې ورته راوړل، خو دلته اوس ملا هبت الله هم د تېرو نورو دوو اسلافو په شان د نظاميانو او څارګرو ادارو تر څارنې ومراقبت لاندې دی، نو د نوموړي او د نظاميانو او څارګرو ادارو دا اړيکه خو له هغه الهي اړيکو سره نه شو پرتله کولای. هغه اړيکې ولارښوونې خو موږ ته د پېغمبر د لارښوونې پر بنسټ په کتاب الله وسنة رسول الله په رڼا کې مخته پرتې دي، نو د ملا هبت و د نظاميانو وڅارګرو ادارو اړيکي خو له هغوی سره پرتله کولای نه شو. ښکاره خبره ده چې پنجاب د طالبانو واک اصلي واک حقاني شبکې ته ورکړی او حقاني شبکه له آی ايس آی سره زياته ښکېله ده. په بله مانا واک له بل چا سره دی.

 

هلته خو د بدر په غزا کې د څښتن تعالی له لورې ډاډ واطمينان رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وو، خو دلته ملا هبة الله د چا له لورې دی؟

هلته خو موخه روښانه وه چې د کلمة الله سرلوړي او برتري ده، خو دلته موخه بل څه ده چې بابر دوزخي له سوشياليست بوټو سره د ښاغلي فرهاد علي خاور سره روښانه کړې ده. دا چې د پنجاب نظاميانو وڅارګرو ادارو د خپلو پلورل شويو سياسي

 

پېغمبر عليه الصلاة والسلام ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه ته پوره ډاډ او تسکين ورکوي چې ((لاتحزن ٳن الله معنا)) او د الله تعالی له لورې ورته تسکين و ډاډ راغی او تلوسه يې لېرې شوه.

 

اسلام داسې عادي دين نه دی او نه دا داسې کومه عادي خبره ده لکه نن ترې چې موږ کومه رسوايي جوړه کړې ده چې نړۍ راپورې خاندي. تاسې ګورئ چې قرآن د هغه غيابي ((پټ)) نوري لښکر ((پرېښتو)) سپيناوی هم کړی چې له پېغمبر سره د بدر په غزا کې راکښته شوې وه او وېره و ترس يې په هغوی کې خپور کړی وو. زړونه او پښې يې ورښويه کړې او د صحابه وو په ګټه پرېوته او سوبه ((فتحه)) يې ترلاسه کړه.

 

 

 

 

سياسي و څارګري ستونزه يې :

لومړی جهادي اړخ :

زموږ لومړني درې فراريان mercenaries چې دوزخي خلقی جنرال نصيرالله بابر يې داسې راپېژني :

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

 

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

 

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

 

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

 

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

 

Making the water boil in Afghanistan

Praveen Swami

Was the attack on the Indian mission in Kabul a one-off terror attack, or part of a calibrated Pakistani strategy?

 

“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.”

 

Ever since a car bomb ripped through the Indian mission in Kabul on Monday, India’s National Security Adviser, M.K. Narayanan, as well as top officials of the Research and Analysis Wing, the Intelligence Bureau and the Ministry of External Affairs, have all been focussed on just one question: was the attack a one-off strike by Islamist terror groups, or part of a focussed operation by Pakistan’s covert services to make the water in Afghanistan too hot for India to swim in?

 

General Hameed Gul:

Taliban should Burn down Kabul.

 

Musharraf:

Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must stop

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban.

 

دويم طالبي اړخ :

د پاکستان په سياست کې بوټو، بابر، ضياءالحق، اختر عبدالرحمان، ډګروال يوسف، حميدګل، کرنيل امام، بېنظيره و زرداري، حسن حقاني، شيري رحمان، نوازشريف، خواجه محمد آصف، رستم شاه موند او داسې نور څه عادي خلک نه ول. دوی هر يو د نظامي، څارګري او ملکي حکومتونو او واکونو استازيتوب کولو. هغه څه چې د دوی له خولو او زړونو راوتلي او رسنيو ته سپارل شوي د طالبي و جهادي خوښتونو اسلامي صبغه او مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.

 

بېنظير بوټو خو د فرانسې له ليموند ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي وو :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي، نو دا خبره د طالبانو هغه اسلامي ادعا او صبغه سخته ټکنۍ کوي او تر پوښتنې لاندې راولي او پر مشروعيت يې د بطلان کرښه راکاږي. دا چې دا وړانده سرزوري يې هر څنګه توجيه کوي هغه د دوی سروزري ده، خو د روزونکيو او رامينځته کوونکيو موخې يې د اسلامي مدعا سره سر نه خوري. هماغه خبره ده چې : ((الولد للفراش وللعاهر الحجر)). څوک چې پر چا باندې لګښت کوي، نو ګټه ترې هم هماغه پورته کوي.

 

شيري رحمان :

کابل کې هر حکومت بايد د پاکستان پلوي وي . د پاکستان له پلويتوب پرته د افغانستان په نوم هېواد ځای نه لري.

 

کرنيل امام :

د افغانانو وينه مرداره ده، پرېږده چې تويه شي.

 

درېيم داعشي اړخ :

د داعشي اړخ لپاره به د آغلې هيليري کلينټن کتاب بسنه وکړي چې هلته هغې د ابوبکر البغدادي په اړه څه ويلي دي؟ د څه لپاره يې راخوشې کړ؟ چېرته يې لېږه چې له کوم ځای يې راشروع کړي، خو هغه چېرته راغی او له کوم ځايه شروع کړه؟

 

ديني (اسلامي) وعلمي اختلافي اړخ يې :

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.

 

قاضي حسين احمد :

امريکا ته : زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Ex-JI chief’s anti-US remarks were for public consumption, author claims

 

مولانا سميع الحق :

د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي.

 

لومړی پوښتنه :

هغه وخت چې مشرف د طالبانو خلاف خپل درېواړه هوايي، بحري او زمکني حريمونه امريکا ته په واک کې ورکړل او په زرهاوو هوايي حملې د دوی له هوايي ډګرونو وشوې، نو مولانا صاحب هلته چېرې وو؟ د نوموړي دغه فتوی او دغه معاملات څنګه توجيه کوي؟ دی خو هلته د حکومت برخه وه او د دفاع پاکستان کونسل مشري هم وروسته ور ترغاړې شوه، نو هغه وخت يې چې له امريکا دا هر څه اخېستل ورته روا ول او اوس ورته ناروا شول؟ دا د امريکا د ۳۳ ميليارده ډالرو مرستې او نګه دروغو ته څه پرتوګ وراغوندي؟

 

دويمه پوښتنه :

پاکستان خو خپله د پښو له نوکانو نيولې د سر تر وېښتانو پورې پوروړی دی چې هره ثانيه پرې سود اوړي. د هيرا  منډي د ماليه پيسې هم دولتي خزانې ته ځي، نو سودي او د هيرا د منډي مالياتي پيسې په افغانوژنه کې روا دي؟

 

وضاحت : قرآن د بدر په غزا کې پرېښتې ښکاره کړې او پټې يې پرې نه ښوولې، اسلام دومره ساده دين نه دی چې له دروغو او له ټګيو برګيو ناولې پيسې، سودي پيسې او د فاحشه خانو مالياتې پيسو ته احتياج وي. مولانا صاحب دې لږ په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړي او سوچ دې پرې وکړي.

 

درېيمه پوښتنه :

ريحام خان تازه له رسنيو ويلي ((ريحام خان: عمران خان همجنس باز دی))، نو طالبانو ته د داسې يو تن مشوره څه ګټه لري؟ دا اسلام دومره بې ارزښته دی چې اوس د نوموړي غوندې خلک هم د جهاد لپاره مشورې ورکوي او د دوی کړنو ((افغانوژنې)) ته جهاد وايی؟

 

پايله ومشوره :

ښه به دا وي چې دوی له هسې بېځايه اوتو بوتو نه تېر شي او له حکومت سره خبرې وکړي او بيا له امريکې سره په شريکه خبره وکړي. درست ده چې امريکا دلته ستونزه ده، خو د دې ستونزې په رامينځته کولو کې دوی خپله رول لوبولی دی او د پردۍ واورې يې پر خپل بام اچولي. يوځل دې خپلې واورې له خپله بامه لېرې کړي، بيا دې له مشر لالا سره خبره وروړاندې شي. که دوی افغان حکومت له پامه غورځوي، نو دوی بايد له هر څه مخکې د تورو کارغانو، سپاه پاسدارانو او نورو غمازانو په تړاو يو نړيوال تضمين ورکړي چې دا به ورته سخته وي او داسې تضمين ته به يې څوک حاضر نه شي. په دې هيله چې دوی دغه اوسنی چاڼس له لاسه ورنه کړي. د ښاغلي غني په شتون کې به ډېر څه ترلاسه کړي، خو د مخالفت په صورت کې به ډېر څه له لاسه ورکړي چې دا د دوی راتلونکې او ښه روښانه تضمينوي. پر تورو کارغانو، سپاه پاسدارانو او نورو باور به دوی له تلپاتې تيارې سره مخ کړي او بس. د پنجاب له غوجلو ځان راخلاص کړه چې دا به دې په خير وي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

مولانا سميع الحق: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوربند ګټه نه کوي

http://www.taand.com/archives/109382

مولانا سميع الحق د افغان سولې بهير سره مرسته کولای شي؟

https://pa.azadiradio.com/a/28248448.html

د افغان سولې له بهير سره د ملاتړ په خاطر د مولانا سمیع الحق ګوند شرط

http://www.avapress.com/ps/news/152433/د-افغان-سولې-له-بهیر-سره-ملاتړ-په-خاطر-مولانا-سمیع-الحق-ګوند-شرط

د ملګروملتو او ناټو په ګډون یو شمېر هېوادونو د د اوربند په اړه د افغان ولسمشر د اعلان هرکلی وکړ

http://www.taand.com/archives/109112

افغان فعالانو له ولسمشرغني او شيخ هبت الله اخونزاده نه د اوربند د اعلانولو له امله مننه وکړه

http://www.taand.com/archives/109225

ريحام خان: عمران خان همجنس باز دی

http://www.taand.com/archives/109443

ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند ۱۰ ورځې نور اوږد کړ

http://www.taand.com/archives/109632

وسله وال طالبان وايي، هغوی به له افغان حکومت سره اوربند اوږد نه کړي

http://www.taand.com/archives/109596

طالب قومندان: د افغانستان پر حکومت د کفر فتوا مه کوئ

https://www.pajhwok.com/ps/2018/06/17/طالب-قومندان-د-افغانستان-پر-حکومت-د-کفر-فتوا-مه-کوئ

طالب مشر: هغه طالبان چې له حکومتي چارواکو سره يې ليدلي منافقان دي

http://www.taand.com/archives/109699

طالبانو پاکستان ته ويلي چې يوازې له امريکا سره خبرې کوي

http://www.taand.com/archives/109731

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply