د تذکرو په وېش کې د غلو دغه ګټې له منځه ځي / حفیظ الله تسل

0 880

د افغانستان حکومت که تر هرڅه ور تېر د خپلو داخلي ستونزو د حل په لړ کې د هویت ضد د سترې ګواښمنی برخې چاره یو څه وکړه، د دې ملت د راتلونکي لپاره یې روښانه او ځلانده اینده و برېښوله.
د طالبانو له رژیم نسکورېدو سره د طالبانو پر ضد د جنګېدونکو له ډلې په بلخ ولایت کې تاجک نژاده د جمعیت ګوند جنګسالار عطامحمد نور، د جنبش ملي ګوند مشر ازبیک نژاده جنګسالار عبدالرشید دوستم او د حزب وحدت هزاره نژاده جنګسالار محمد محقق چې د طالبانو د ریژیم په وړاندې یې له امریکايي ځواک سره ډېره مرسته وکړه، د حیرتان بندر ته ځانونه له جوالونو سره ور ورسول. درې واړه قوماندانان د خپل حزب او جنګي ډلې په استازولۍ او په بلخ ولایت کې د مېشت نفوس د نژادي وېشنې پر بنسټ یې خپلې برخې درلودې او یوه ټانګه به یې هم د کرزي حکومت ته نه ورکوله.
دغه وخت د بن د کنفرانس د پرېکړې په اساس په کابل کې تاجک نژاد جنګسالاران ښه په واک کې ول، یعنې د کرزي د حکومت د بهرنیو چارو وزیر عبدالله عبدالله، د دفاع وزیر قسیم فهیم او د کورنیو چارو وزیر یونس قانوني چې ګرد سره د جمعیت ګوندي مشران ول چې د عطا نور لپاره یې د حکومت له خوا میدان شغالي کړی و.
پنځوس سلنه د حیرتان پیسې د نور او پاتې نورې یې د دوستم او محقق جیبونو ته ورتلې چې ترمنځ یې جګړې هم وشوې. هلته عطا نور وګټله او خپلو دوه سیالانو ته یې ماتې ورکړه خپله غوا یې په شفتلو او د نورو یې په وچو وښو ودرېدلې.
د قسیم فهیم آسانو چې د وښو پر ځای کیلې او نورې مېوې خوړلې، د عطا نور زوی چې په واړه ځان د ناټو له سترو شرکتونو سره د تېلو قراردادونه کول، عبدالله ته چې د ولسمشریزه کمپاین پیسې عطا نور رالېږلې، یونس قانوني چې پارلمان یې نیم خپل کړی و، د بلخ په ولایت کې چې کوم د ولایتي او ولسوالیو شوراکانو استازي ول، د هر ډول ناز او نخرو لپاره یې پیسې برابرېدې، فکر شوی چې دا پیسې له کومه کېدې؟
د جمعیت ګوند ته به د جګړو لپاره له ایران پیسې او نور جنګي توکي، همدارز د روسانو پر وخت د درې څلورو لاریو له ډلې یوه د مسعود پلویانو ته ښکته کېده، د امریکایانو د راتګ پر وخت د دوی ډلې بیا راپورته او کومې پیسې چې په واک کې ورکړل شوې وې او د ناټو ډېری ستر قراردادونه یې تر لاسه کول، د پاچا په شان د ولایت چارې په لاس کې اخیستل او بیا د حکومت د پیسو زیاته برخه یو تن خوړل هغه څه دي چې د چا پلار ته هم دا جرأت ورکوي؛ څو د حکومت پر وړاندې ودرېږي او له خوا یې قانوني پرېکړې بابیزه وګڼي.
قومي سوژې له هغه وخته چې ایرانۍ الوتکې به بلخ کې ښکته کېدې، د جمعیت ګوند ته یې بې حسابه مرستې رالېږلې، د پښتون قوم د ځپنې په موخه چې پاکستان کوم چاته د امریکا مرستې رسولې، نور هغه چې یاد مې کړل، د دوی ملا ور تړله، راپیل نه بلکې تر هغې لا دمخه پیل شوې وې، هغه وخت چې د امان الله خان پر وړاندې شوم پلان عملي شو او هغه وخت چې د افغانیستاني او خراساني هویت نامناسبه بدیله کلمې استعمالېدلې.
دا هغه وخت و چې ایران د جاسوسانو له جلب او جزب څخه نور تر پوزې را رسېدلی و. ځکه که د هغوی لخوا د فابریکو او د یو قوم د ستر پرمختګ غوښتونکي مشر او د هیواد د پاچا پروړاندې، د زراعتي ځمکو د غصب او د ونو له بیخه د ویستلو او پر پاکستان د پلرلو پیسدار پلانونه نه ورکول کېدل، له غیبه به دومره پیسې چا پیدا کولای شوې؟
لنډه دا چې په ټاکنو کې د قوم پالنې له امله دا دی تر نن پورې د قومونو ترمنځ د تعصب ریښې خپرېږي او تل ته د تلو کوشش کوي چې اوس له بده مرغه دومره باوري شوي چې سپین سترګي ورته مېړانه ښکاري او د خپل هویت د لوبو کولو لپاره یې مټې رانغاړلې دي، له پخوا سره په دې توپیر چې پیسې به یې هم کارولې او یو نیم د نورو قومونو په خلکو به یې مرګوني تيري کول، لکه د طالب، جنبش، حزب وحدت او نورو پر وړاندې؛ خو اوس یې خبره دومره اړولې ده چې پیسې جیب ته اچوي، د حکومت خلاف کړنې ترسره کوي او د هیواد د نوم تر څنګ د خپل هویت بدلول ورته اسانه ښکاري.
خو دا وشول، چې لومړی یې د دوی په اړیکو د ایران پیسې ور بندې کړې، د دوی پر دوست یې د ابو د بندولو خبره وکړه، ویې ویل چې ملي یوالی به راولي، هیڅ افغان به له بل افغان څخه بهتر او هیڅ افغان به له بل افغان څخه کمتر نه وي، په ټوله دونیا کې به هغه چې په هر ډول دي، په یو افغان پېژندل کېږي، د هغوی هغه کړنې چې هېواد یې بدنام کړی، نورو ته یې سرټیټي کړې او خپل اصلیت یې له لاسه ورکړی، یوځل بیا د خپل اصلیت، سرلوړی او د هیواد د نوم ساتنې او تاریخ ساتنې په استازو بدلیږې، یعنې په برېښنا يي تذکرو سره به کولای شي چې دغه چاره پاکه او اسانه کړي، بس په دوی اورنه بل شول.
هغه پلان چې بادارانو یې ورته ترتیب کړی چې دوی به یې په وسیله د نورو قومونو پر سر ولاړ وی او دا نورې چارې چې د ځان په ګټه یې دي او د (وطن او د یارانو دې خدای مل شي) په جمله باوري دي، اختلافات به جوړوي او ارام به نه کېښني.
د ښه خبره خو دا ده چې حکومت دې ټولو ستونزو د حل لپاره داسې هوډ کړی چې هیڅ به بدل نه شي او نه به داسې چا ته وخت ورکړي؛ څو د ملي ګټو په خلاف ودرېږي او په خپلو سترګې برګې کړي.
چېرته چې ګلان کرل کېږي، ګنده بوټي به خیشاوه کېږي او ځمکه به اماده کېږي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply