طالبانو ته د خر….اتلاق په کلکه غندو/ عبدالرووف لیوال

0 1,068

د طالبانو مشرتابه ، هغه طالبان چې د ولس له هرکلی کوونکو او د افغان پوځ له سرتیرو، افسر انو سره يې روغبړ او (سلفې) انځورونه اخیستی خرکوسان او منافقین بللی، دا په داسې حال کې ده چې نیمایی طالبان لاتر اوسه هم له خپلو خواخوږو سره په کلیو او ولسوالیو کې د زړه خواله او بانډار کوی او له سولییز ژوند نه خوند اخلی او بیرته د جګړې ډګر ته د ستنیدو لپاره زړه نه ښه کوی .

د طالبانو په مشرتابه غږ :

موږ ستاسو دا غوښتنه چې امریکایان دې زموږله خاورې ووځي  حق بولو- دا هغه موخه ده چې ټول ولس یې تاسوسره بدرګه کوی خو د دې تر څنګ دې ټکو ته هم باید پام وشی :

زموږ ستر لارښود د بشر ناجی حضرت محمد (ص) داسلام دین په اسلامی سیاست او دیپلوماسی سره په تدریج لومړی په حجاز وروسته په نړۍ کې خپور کړ د اسلام لمړنې غزاوې لکه بدر- احد- خندق- تبوک او نور د جهالت د سرزوری له کبله را پیښې شوې لکه چې اوس تاسو له داعش سره مخامخ یاست اوحتی د اوربند په ورځو کې یې په ننګرهار کې څو تنه طالب کرام شهیدان کړل .

آنحضرت (ص) د حدیبې د سولې له تړون څخه وروسته د نړۍ پاچاهانوته د خپل نبوت او د اسلام د دین د خپرولو په خاطر لیکونه واستول .

د ابوسفیان سره دروم د قیصر اوږده مرکه او پوښتنو دا جوته کړه چې انسانی عقل د سولې ، نرمښت او استدلال منونکی ده – نه د جګړې غوښتونکی ، نوسره له دې چې هغه امپراتور وو ایمان یې راوړ.

د آنحضرت (ص) بلن لیکونو د ستر مصر(مقوقس) ، د حبشې نجاشی ، د بحرین منذربن ساوی ، د ایران خسرو پرویز او د روم امپراتور قیصرته چې پورته ذکر شو- ټولو د سیاست ، دیپلوماسی او پرتم منځ پانګه درلوده ، خوتاسو ایله خپلو ریبارانو اواستازوته (خرکوسان ) وویل.

لکه څرنګه چې پورته ورته نغوته وشوه د بهرنیانو او کفارو ویستل زموږ له خاورې نه ستر او سپیڅلی هدف دی او ولس هم د دې داعې په خاطر تاسو سره ولاړ دی – نو دې ته حاجت نشته چې د خپل افغان ورور او ولس وینه تویې کړې راځه لکه د نړۍ سترو مبارزینو په څیر لکه ګاندی او ماندیلا غوندې د سیاست ډګر ته راودانګه او د نورو د غلامی له کړي راووځه ، نړۍ له فکری لحاظه خپله کړه ، دنورو په لمسون  افغانان مه وژنه بې نتیجې تشدد پریږده ، د ګاندې په څیر چې په عدم تشدد سره یې انګریزد هند په نیمه وچه کې په ګونډو کړ اودماندیلا په څیر دخپلې اودولس دداعې په خاطر دیرش کاله بند ومنه  – لومړی سولې ته راشه که بیا نشوه ، جګړه خو آخریني لار ده او په هغه صورت کې به سل په سلو کې ولس تاسوسره مل وی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply