د طالب مشرانو سوداګرې له خطر سره مخ شوه ! / سپین سهار

0 757

داختر د درې ورځو داوربند نه وروسته طالبانو یو ځل بیا په یو شمیر ولایتونو کې په تیزۍ سره جګړه پيل کړه او همدارنګه یې خپله اعلامیه خپلو جنګیالیو ته په دومره تیزۍ سره خپره کړه چې هیڅ طمعه یې نه کیدله ددې ترڅنګ یې غیر مستقیم دیو شمیر دخپلو مشرانو په غږونو کې یو لړ کلیپونه ثبت کړل او په هغې کې یې خپل هغه جنګیالې چې د اوربند په ورځو کې ښارونو ته راغلې وه او له افغان امنیتي ځواکونو سره یې انځورونه اخستې وه مرتد وښودل او وویل چې دوۍ دا کار د طالب جنګیالیو قربانیو ته د سپکاوي په معنا دی ، دا چې طالبانو مشرانو ولي داسي اعلامې خپرې کړې او چګړې ته یې زور ورکړ غواړم په لاندي ټکو کې پرې لنډ بحث وکړم .

لومړی داچې هر وخت به د طالبانو سیاسي مشرانو ویلې چې موږ خو سوله غواړو خو ولې زموږ جنګې قومندانان چې دې سوله نه غواړې او هغوۍ د جګړې پلویان دي او هغوۍ هیڅلکه نه غواړي چې تسلیم شي یا سوله وکړې او یا هم دخپلو کسانو قربانۍ له پامه وغورځوي ، خو کله چې د اروبند په ورځ په هر ولایت کې د دوۍ دجګړې دلیکو قومندانان او وسله وال له کلو ښارونو ته راښکته شول او ترڅنګ یې دملې امنیتې ځواکونو او ولس لخوا تود هرکلی وشو نو د طالبانو دسیاسي مشرانو په زړونو کې دي مسلې ویره واچوله او دهغوۍ هغه خبره سر چپه شوه چې ویل یې موږ سوله غواړو خو زموږ جنګې قومندانان سوله نه غواړي اوس مالومه شوه چې دجګړې دلیکو قومندانان هم سوله غواړې او دا سیاسي مشران دي چې دخپلې سوداګرۍ لپاره سولې ته اماده نه دي .

دوهمه مهمه مسله داوه چې د طالبانو سیاسي مشرانو خپلو جنګیالیو ته داسي ښودل چې په ټول هېواد کې کفر واکمن دی او په ښارونو کې پراته ټول افغانانو باندي جهاد روا دی او هلته هغه څه روان دي چې د اسلام مقدس دين سره په  ټکر کې دې دوۍ همدارنګه خپلو جنګیالیو ته ویلې وه چې افغان امنیتي ځواکونو باندي تر بل هر چا زیات جهاد روا دی او دا یې دخپلې جګړې د تاثیر لپاره تر ټولو اسانه لاره ټاکلې وه خو کله چې دا خلک ښارونو ته راکیوتل او دعامه افغانانو ترڅنګ يې د امنیتې ځواکنو مینه ولیدله نو دجګړې دلیکې متوسطو طالبانو او جنګیالیو لپاره هرڅه د تعجب وړ وه دبیلګې په ډول دخوږیاڼو ولسوالۍ د دطالبانو یو سرګروپ زرقاوي رسنیو ته وویل (وروسته له 9 کلونو جلال اباد ښار ته لاړم بیا لاړم چې دکامې ولسوالۍ کې ایس کریم وخورم په لاره کې د پولیسو په هر پلټن ځای کې موږ ته د اختر مبارکېانې راکول کیدلي او له موږ سره ډیر ښه چلند وشوو ) دا او دي ته ورته زیاتې بیلګې په دي اوربند کې ولیدل شوي چې دا مستقیم د طالبا جنګې قومندانانو او دهغوۍ په وسله والو باندي تاثیر کوې او نور هغوې په هغه شکل چې جګړې ته ادامه ورکړې ادامه نشې ورکولی ځکه په ورحي شکل هغه شکونه او ابهامات چې دوۍ سره وه هغه تر ډیره بریده پوري برطرفه شول او نه هم طالب مشران نور به وتوانیږي چې له مذهبي اړخه دا خلک دي ته مجبور کړې چې دجګړې لیکو ته راشي او دافغانانو بی ګناه وژنې ته ادامه ورکړې .

دریمه مهمه مسله دا چې د طالب جنګیالیو د ژوند ستړیاوې دي هغوۍ اوس په حقیقت کې په یو تریخ ژوند  کې قرار لري له زیاتو هغه سهولتونو بي برخې دي کوم چې اوس یو شمیر افغانان لري دبیلګې په ډول ښوونځې ، پوهنتون ، روغتون ، مخابرات او دي ته ورته نور دژوند سهولتونه چې د ښارونو ته دیو شمیر طالبانو په راتګ سره دهغوۍ دخپلو سترګو لیدلی حالت په طبعې شکل باندي په دوۍ تاثېر کوې ترڅو له جګړې لاس واخلې او خپل عادي ژوند ته راوګرځې ځکه هغوۍ هم انسانان  دي او نشې کولې نور تر ډیره پورې د ژوند دا سخت پړاونه وزغمې ځکه قربانۍ دوۍ ورکوې او ګټه یې څو رهبران چې پاکستان کې دژوند د ټولو سهولتونو په درلودلو سره اوسېږې تر لاسه کړې .

نو پورته یادو شوو مواردو  ته په کتو د طالبانو سیاسي مشران اوس په وارخطایې حالت کې دي ترڅو دهغوې سوداګرې له ګواښ سره مخ نشې نو له همدې امله ډیرې تیزي بیانیې ورکوې او همدارنګه دیو شمیر علماوو په غږونو کې دکلیپونو په ثبتولو سره هڅه کوې دخپلو جنګیالو مورال لوړ وساتې او ددي ترڅنګ یې د  ولسمشر محمد اشرف غنې داروبند د غزیدلو دمودي څخه په ګټه اخستلو سره په افغان امنیتې ځواکونو خپل بریدونه هم زیات کړل ترڅو د دوۍ د رهبرانو سوداګرې له خطر بچ او هغې ته ادامه ورکړې .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply