مولوي هبت الله ته / سيد حسين پاچا

0 875

مولوي هبت الله ته :

الله تعالی ته سوله ستايلې نه تاوتريخوالی

د افغانانو پر وژنه د مولانا سميع الحق زړه نه سوځي

بوټو، بابر، ضياءالحق، اختر عبدالرحمان، حميدګل، امام او داسې نور په افغانستان کې د سولې وسوکالۍ نه، بلکې د تلپاتې بېثباتۍ وجنګ غوښتونکي ول. له خپل پښتني ديني بنسټ او علمي موقفه استخباراتي دنده مخته وړي

 

نوټ : مولويصاحب هبت الله ستاسې د ټوکو/هوايي امارت ((پنجابي اشغال)) له رامينځته کېدو مخکې ستاسې د سترې محکمې پخوانی رئيس مولوي نورمحمد ثاقب زما استاذ کيږي. ما ترې په هاشميه کې شرح ملا جامي، شرح العقايد، ميبذي، حسامي، مشکوة المصابيح او اقليدس ويلی دی. که ژوندی وي څښتن تعالی دې ډېر ژوند ورکړي او که مړ وي، نو څښتن تعالی دې يې وبښي. د مشر ملا صاحب په تړاو قرآني مزاحمت ته پاملرنه نه وه شوې. البته دغه مسووليت د هغه وخت ټولو علماو ته ور تر غاړې دی.

زه يې درته په زغرده وايم چې سولې ته الله تعالی ښه ويلي ((والصلح خير)) او له تاوتريخوالي لاس واخله. معصيت ته زړه مه ښه کوه! له شک پرته چې افغانوژنه يو ستر معصيت او وينه تويونه ستره وراني ((وفساد کبير فی الارض)) ده. د زرګونو علماو فتوی له تاسې او ستاسې له ملاتړو نه نور شرعي واک ومجوزيت اخېستی. وينه تويونه يو ستر جنايت دی. تاسې ته نور هېڅ پلمه/مشروعيت پاتې نه ده/ی.

 

 

د افغان حکومت دريځ پر ځای او سم دی بايد هر اړخيز ملاتړ يې وشي

قرآني ترتيب :

لومړی مشوره (مصلحت) خپلو کې جرګه کېدل ((خپلمنځي مذاکرات)) او په ستونزو خبرې کول او ورته د حل لار پيدا کول، بيا په ګډه پرېکړه او بيا پر الله تعالی توکل نو څښتن تعالی به پکې خير وبرکت واچوي.

 

ښاغلی طالب مشره،

وايی چې پر يو نوي زېږېدلي ماشوم د دوو ښځو دعوه شوه. د يوې خو ريښتينی زوی وو چې له هغې نه پيدا شوی وو، خو بلې بيا هسې بېځايه دعوه کړې وه. خبره قضا ته ورسېده او قاضي ته هم پرېکړه سخته وه چې د دوی ترمينځ پرېکړه وکړي، خو د خپلې شخصي تجربې او پوهاوي له امله يې کار واخېست. دواړه مېرمنې (ښځې) يې ځانته په جلا جلا خونه کې واچولې او دواړه ته يې خپله پرېکړه واوروله چې ماشوم به په مينځ کې نيم کړي او هرې يوې ته به يې خپله خپله نيمه برخه ورکړي.

هغه مېرمن (ښځه) چې ريښتينې مور نه وه، بلکې تنها دعوه يې کړې وه هغې سملاسي ومنله. ويی ويل : ((درست/سمه ده چې نيم زما شي او نيم د هغې شي)).

هغه چې ريښتينې مور وه، هغې ونه منله او ويې ويل چې ((نه)).

مه يې نيموئ، خير دی هماغې ته يې ورکړې، خو چې راته ژوندی وي او مړ نه شي.

قاضي له خپلې پوهې او شخصي تجربې پوه شو چې همدا يې اصلي ريښتينې مور ده. ځکه ترې تېره شوه چې ژوندی راته پاتې شي او مړ نه شي. خير دی يا له ما سره او يا له هغې سره، خو چې ژوندی وي او تلف نه شي.

 

نو ښاغليه مولوي صاحب،

مولانا سميع الحق او يا هغه نور اسلامپال مولاناګان مولانا فضل الرحمان ومولانا سراج الحق او داسې نور خو به ان تر پخواني کرکټ لوبغاړي و همجنسباز پورې به د جهاد فتواوې او مشورې تاسې ته درکوي، ولې تاسې ته الله تعالی عقل، خپله پوهه او درک درکړی دی چې پرې سوچ او فکر وکړئ او خپل ښه وبد وسنجوئ.

حضرت يوسف عليه السلام له حالته زده کړئ چې هغه د عبوديت (مرييتوب) په صورت کې د زليخا پر امر مېلمستيا ته رابلل شويو ښځو ته راووته، خو چې کله يې ځانته معصيت ته رابللی وو، نو ورته يې ويلی وو :

((معاذ الله، انه ربي أحسن مثوای)).

له څښتن تعالی وېرېږم، له څښتن تعالی پناه غواړم. څښتن (پالونکي) مې چې ستا څښتن کيږي ښه ژوند راته مهيا کړی دی. په بله مانا د ژوند ټول سهولتونه يې راته برابر کړي دي. موږ پښتانه ورته حرامنمکي واي.

 

درست/سمه ده چې نظاميان وڅارګره اداره به تاسې ته هر څه وايی او جنګ ستاسې خوښه وانتخاب نه، بلکې دا درباندې خالص زور/ظلم دی چې کيږي. تاسې ته ويل کيږي چې ((يا به جنګ کوئ او يا به وژل کېږئ. ان تر دې چې له دې زياتې خطرناکې او بوږنوونکې خبرې درته کيږي. جنګ ستاسې انتخاب نه، بلکې درباندې تپل شوی دی او بله چاره درپاتې نه ده. ولې بيا هم تاسې ځينې کارونه کولای شئ او بايد تر سره يې کړئ او هغه دا چې له هرې ممکنې لارې او وسيلې چې کيږي تاسې بايد له قيد وشرط پرته لکه څنګه چې ښاغلي ولسمشر غني د هېلمند د سولې مدني کاروان راغليو ته يې وويل  :

ملا هبت الله دې راشي او زه له قيد وشرط پرته ورسره خبرو ته تيار يم. هر چېرته ورته تيار يم. ستاسې له لورې ځواب روښانه نه دی.

 

په تېر جهاد پير کې موږ د بيت الله مزه هم څکلې، زما شخصي نظر دا دی چې تاسې د نر غوندې کابل ته د خپلې مور غېږې ته راشه. ته پر څښتن تعالی باور وکړه چې زموږ وطن جنتي وطن دی. دا د جنت ټوټه ده چې الله تعالی موږ ته راکړې ده او موږ يې بايد درناوی وکړو.

 

دا درته په زغرده وايم چې که بل ځای ته زړه ښه کړئ، نو هر اړخيز حيثيت وقار او درنښت به بايلئ. هېڅ به درپاتې نه شي. پټ وښکاره (ظاهري وباطني)، معنوي، ديني واخلاقي او کلتورې درناوی وعزت به مو پايمال شي. مهمه خبره د څښتن تعالی وېره وخلاص او پر ولس باندې زړه سوی دی. که دا درسره نه وي، که په حرم کې کې هم ياست هېڅ کومه ګټه درته نه کوي.

 

حديث الرحم :

الراحِمونَ يرحمهم الرحمنُ ارْحموا مَنْ في الأرض يرحمكم من في السماء

(حديث مرفوع) حَدَّثَنَا الشَّيْخُ الْإِمَامُ الْعَالِمُ جَمَالُ الدِّينِ أَبُو الْفَرَجِ عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ عَلِيِّ بْنِ مُحَمَّدِ بْنِ الْجَوْزِيِّ ، مِنْ لَفْظِهِ بِبَغْدَادَ ، وَهُوَ أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْهُ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبُو سَعْدٍ إِسْمَاعِيلُ بْنُ أَبِي صَالِحٍ أَحْمَدُ بْنُ عَبْدِ الْمَلِكِ بْنِ عَلِيِّ بْنِ عَبْدِ الصَّمَدِ النَّيْسَابُورِيُّ الْمَعْرُوفُ بِالْمُؤَذِّنِ ، مِنْ لَفْظِهِ وَكِتَابِهِ ، وَهُوَ أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْنَاهُ مِنْهُ ، قَالَ : أَخْبَرَنَا وَالِدي أَبُو صَالِحٍ أَحْمَدُ بْنُ عَبْدِ الْمَلِكِ الْحَافِظُ ، وَهُوَ أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْهُ ، قَالَ : حَدَّثَنَا الْأُسْتَاذُ أَبُو طَاهِرٍ مُحَمَّدُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ مَحْمَشٍ الزِّيَادِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبُو حَامِدٍ أَحْمَدُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ يَحْيَى بْنِ بِلَالٍ الْبَزَّازُ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ بِشْرِ بْنِ الْحَكَمِ ، قَالَ : حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ ، عَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ ، عَنْ أَبِي قَابُوسَ مَوْلَى عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : ” الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهُمُ الرَّحْمَنُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى ، ارْحَمُوا مَنْ فِي الْأَرْضِ يَرْحَمْكُمْ مَنْ فِي السَّمَاءِ. قَالَ عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ بِشْرٍ : هَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ سُفْيَانَ بْنِ عُيَيْنَةَ ، وَقَالَ أَبُو حَامِدٍ : هَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ بِشْرٍ ، وَقَالَ أَبُو طَاهِرٍ : هَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ أَبِي حَامِدٍ ، وَقَالَ أَبُو صَالِحٍ : هَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ أَبِي طَاهِرٍ ، وَقَالَ أَبُو سَعْدٍ : هَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ وَالِدِي أَبِي صَالِحٍ ، وَقَالَ لَنَا أَبُو الْفَرَجِ : وَهَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ أَبِي سَعْدٍ ، قَالَ مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ الْوَاحِدِ : وَهَذَا أَوَّلُ حَدِيثٍ سَمِعْتُهُ مِنْ أَبِي الْفَرَجِ . قَالَ الْحَافِظُ الضِّيَاءُ : هَذَا حَدِيثٌ مَشْهُورٌ صَحِيحٌ ، أَخْرَجَهُ أَبُو دَاوُدَ السِّجِسْتَانِيُّ فِي سُنَنِهِ فِي الْأَدَبِ ، عَنْ أَبِي بَكْرِ بْنِ أَبِي شَيْبَةَ ، وَمُسَدَّدِ بْنِ مُسَرْهَدٍ ، وَرَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ فِي كِتَابِهِ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ أَبِي عُمَرَ الْعَدَنِيِّ ، ثَلَاثَتُهُمْ عَنْ سُفْيَانَ بْنِ عُيَيْنَةَ ، وَقَالَ التِّرْمِذِيُّ : حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ .

 

حديث مسلسل بالاولية هم همدا سپارښتنه کوي چې تاسې د زمکې پرمخ مخلوق رحم وکړئ څښتن تعالی او پرېښتې به پر تاسو رحم وکړي. تاسې پر دوی لوريېنه وکړئ الله تعالی به پر تاسو لوريېنه وکړي.

 

اوس رحم ((لوريېنه)) دا ده چې تاسې د ښاغلي غني سوله ييز اوربند ته مثبت ځواب ورکړئ چې د تلپاتې سولې، ارامئ و سوکالۍ او خپلمنځي خبرو ((بين الافغاني مذاکرې)) ته لاره هواره شي او خبرې مخته ولاړې شي. خدای مه کړه که د تاوتريخوالي لار مو ونيوله لکه چې دا نيولې مو وه اږ ده، نو د تل لپاره به په خپله ټولنه کې د خپلې راتلونکې لپاره چاڼس له لاسه ورکړئ. نور به مو هم ونه نازوي، بلکې لا ذلت سره به مخ شئ او هغه دا چې تېر کې مو د مشر ملا صاحب په ټاکنه کې قرآني مزاحمت له پامه غورځولی وو، همداسې د ملا اختر محمد منصور کې او همداسې به تاسې قرآني غوښتنه ((والصلح خير)) له پامه وغورځوئ. قرآني سپارښتنه يا غوښتنه له پامه غورځولو سره به د تل لپاره د الله تعالی، پرېښتو او د ولس له پامه وغورځېږئ او بيا به مو په ولس کې هېڅ ځای نه وی او دې حالت ته ځان مه رسوئ.

 

ښاغليه،

پر دې بايد ځانونه اوس يا وروسته قانع کړو چې زموږ جهاد (سرښندنه) له پيله له ستونزو سره مخ وه او استخباراتي موخې يې لرلې، لکه بابر چې زموږ تېر د جهادي دريو تنو غولول شويو په تړاو له فرهاد علي خاور سره په خپله مرکه کې کړي دي او هلته يې په زغرده له دريو واړو پرده پورته کړې، خپلې موخې او علت (سبب) يې ويلی او پر خپل چوپړ يې وياړلي دي.

 

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

 

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

 

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

 

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

 

او بيا ورپسې چې تاسې څنګه رامينځته شوئ او ولې رامينځته شوئ د پاکستان ځينو وتليو نظامي، څارګري او ملکي واکدارانو ښکاره څرګندونې کړي دي چې ستاسې هغه پټه څېره يې سخته ځپلې او له اعتباره غورځولې او عواقب يې دنيوي واخروي مسووليتونو سره ده.

 

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

 

مولانا محمد خان شيراني :

د پاکستان په ښوونيز ((تعليمي)) کې د قرآن کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونېزم پر خلاف خلک چمتو کړای شي.

مولانا محمد خان شيراني بيا ترې ښه پرده پورته کړې او په دې وروستيو کې چې ولسمشر ټرمپ پر پاکستان سخت لفظي ګوزارونه وکړل او د بهرنيو چارو وزير هم خپله او هم يې د پاکستان څېره د جعلي جهاد له امله بربنډه کړه. له دې مخکې بېنظيرې د فرانس له ليموند ورځپاڼې سره او پروېز مشرف دلته د برتانيا له ګارډين ورځپاڼې سره ستاسې هغه اسلامي صبغه له خاورو سره خاورې کړه او هېڅ هغه اسلامي صبغه ومشروعيت يې بالکل درختم او هېڅ يې در پرې نه ښوول. د جماعت اسلامي پخوانی مشر قاضي حسين احمد هم تورمخی راوخته چې د امريکا سفير ته يې څه ويلي وو، نو موږ و تاسې جهاديانو او طالبانو ته څه راپاتې شول؟ دا اسلامي ارزښتونه دومره بې ارزښته شول چې تاسې او پاکستاني طالبانو ته د عمرانخان غوندې همجنسباز مشورې درکوي او درته وايی :

که تاسې جهاد کوئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ.

 

زموږ يو جهادي مشر د سيد قطب او د مودودي پيروی به د قاضي حسين احمد دغې خبرې ته چې امريکايي سفير ته کړې وه څه ځواب وايی؟

قاضي حسين احمد :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Ex-JI chief’s anti-US remarks were for public consumption, author claims

 

رستم شاه مهمند دلته خپله اعتراف کوي او څه څه وايي؟ د ملا عبدالسلام ضعيف خبرې ته هم اشاره کړې.

https://www.facebook.com/776995005648745/videos/2074405205907712/UzpfSTEwMDAxMDA5NjIzODI2NTo2MjIzNTg5MjE0NDM5Nzc/?id=100010096238265

 

دروغ به نه وايو، موږ ته په تېر کې چا خپل واک نه دی راکړی او نه يې اوس راکوي :

  • ضياءالحق : ((افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي)).
  • اختر عبدالرحمان : ((بهرني ديپلوماتان حق نه لري، چې د مجاهدينو رهبران وويني او نه د مجاهدينو رهبران اجازه لري، چې له غربي ديپلوماتانو سره ملاقات وکړي)).

 

خواجه محمد آصف :

د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی

د ټرمپ له يوې نيوکې سره يې دغسې اعتراف رسنيو ته پر خپلې خولې راووته او تاسې ساده ګان لا تراوسه دې جګړې ته جهاد وايی؟ نو تاسې ته څه پاتې شول؟ ولې د پردۍ جګړۍ ته خوشاله ياست؟ دلته ستاسې ادعا او د دوی خبرې سره په ټکر کې دي او تاسې له دنيوي واخروي واخلاقي مسووليتونو سره مخ ياست. لږ سوچ وکړه. اوس خو خبره د بهرنيو چارو له وزارته رسمي بربنډه شوه. جعلي جهاد او پردۍ جګړه مو رسوا او بربنډه شوه او نه مولانا سميع الحق ته مشروعيت پاتې شو. موږ له پيله تېروتي وو او لا خپله تېروتنه نه منو.

 

پايله و مشوره :

اسلام ومسلماني يوې خوا ته پرېږده او نه موږ پرې سم برابر يو، خو که چېرې سړيتوب وانسانيت درکې وي او د خپلې مسلمانې افغانې پښتنې مور شيدې دې په حلاله خوړلې وي، نو تا و خدای، خپل ضمير و وجدان دې چې ښه په نره کابل ته راشه! پرېږده چې دا غني له تا سره ناځواني وکړي، خو زه پرې په غياب کې د نه پېژندګلوۍ سره سره دومره باور لرم چې له تاسې يو سره به هم ناځواني نه کوي. زموږ وستاسې د ټولو دنيوي واخروي عزت په دې کې دی چې پخپل هېواد کې په يو ټغر سره کښېنو او پخپلو کې سره جرګه او جوړ شو. نور څوک مو نه جوړوي او روغه جوړه به خپله سره کوو او بس.

 

اوس د ستونزې او د سولې حل او د جګړې ته د پاي ټکي اېښودو توپ ستا په مخکې پروت دی چې په عزت او درنښت يې راپورته کوې او که بې ارزښته يې بولې. تاسې په خدای باور وکړئ چې ما همدا اوس دلته د برتانيا په وخت 10:44 – 10:48 او 11:45 – 11:48 د د حرمينو جمعې خطبو ته غوږ نيولی او امام الحرمينو زموږ اوربند ته پخپلو خطبو کې دوعا وکړه :

وتعاونوا بالبر والتقوی ولاتعاونوا بالاثم العدوان

والف بين قلوبهم ….

د سعودي پاچا هم له تاسې د اوربند د غځېدو هيله کړې ده او تېر اوربند يې ستايلی.

 

خوښه ستا، خو دا درته وايم چې په ناديده ګڼلو او نه پاملرنې سره به د رب العالمين له رحمته لېرې شئ او چې لېرې شوئ، نو بيا مو ښه ورځ نشته. تاسې به ياست او ذلتونه چې هېڅ به درپاتې نه شي.

ولسمشر محمد اشرف غني ته دې الله تعالی خير وبرکت او برياليتوب ورپه برخه کړي او ان شاء الله زه پوره باور واعتماد پرې لرم چې الله تعالی به زموږ ډېرې ناخوالې وستونزې د ده په شتون او واک حل کړي او روښانتيا به راولي. رڼا راروانه ده او په تېزۍ زموږ لور ته راځغلي.

 

دا چې په پيل کې مو مرکزي اسيا ته د بابر د کارونونو لپاره د تېرولو لپاره سرښندنه کوله، نو نن يې وار دی چې په خپله خوښه او ابتکار د خپلې سولې او اوربند لپاره مټې راونغاړې او له افغان حکومت سره خبرو ته رامخته شه چې ستونزې ته د حل لاره پيدا شي.

 

افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د دې سترې بلنې ابتکار کړی او د دې بلنې بنسټ يې اېښی. دا اوس ټينګول او مضبوطول غواړي او دا ټينګول، مضبوطول او مخته وړل او ولاړول يې اوس تاسې ته هم متوجه دی. خوښه يې ستاسې چې نړوې يې او که ورپسې لا ابادوې يې. دا صالح انسان دی او د افغانستان په خير دی، درنښت يې بايد وشي او درنښت يې همدا دی چې ښه په نره او په زغرده ورسره کښېنه او تېر هېر کړئ چې بله لاره وچاره نشته او اجتماعي عدالت به ټول په ګډه سره کار کوو، خو زغم الله تعالی ستايلی او د څښتن تعالی خوښيږي.

العمران ۱۵۹ :

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ (۱) لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ (۲) لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ (۳) عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ (۴) وَشَاوِرْهُمْ (۵) فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ (۶) فَتَوَكَّلْ (۷) عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ.

 

د رحمت ګټې :

نرمښت، زغم، تېرېدنه، بښنه، مصلحت ومشوره، پرېکړه او بيا پر الله تعالی توکل

قرآني سپارښتنه دا ده چې لومړی پخپلو کې سره جوړ ((وشاورهم فی الأمر))، بيا پرېکړه (تصميم) ((فاذا عزمت)) برابره خبره ده چې هغه د بهرنيانو په باره کې وي او که د هر چا په باره کې وي او بيا پر الله تعالی توکل، خو تاسې لږ زورور ياست. د کور ناباندې وناخوالې شا ته پرېږدې او مخکې ټوپ وهئ چې دا موږ وتاسې ټولو ګټه نه لري. ولې قرآني ترتيب په پام کې نه نيسئ؟ بس چې په مشر ملا صاحب کې مو قرآني مزاحمت له پامه غورځولی وو چې پايلې يې دغه ناخوالې شوې چې نن ټول ورسره لاس وګرېوان يو او لوری رانه ورک دی.

 

لږ تر لږه دغه درې ترتيبه ((درې مرحلې)) په پام کې ونيسئ :

  • خپلو کې کښېناستل او جوړه
  • بيا په ګډه پرېکړې ته رسېدل (پرېکړه) او د پرېکړې اورول
  • او بيا پر الله تعالی توکل

 

کوښښ وکړه چې دا ځل دا وروستی چاڼس د نورو په لمسون او هڅونه له لاسه ورنه کړې، کنه بيا به د تېر په شان بل ته اړ او د تل لپاره محکوم او ذليل پاتې شو. بس دی چې يو ځل – دوه ځلې مخکې مو د خپلې تېرې تېروتنې خوند څکلی او د سولې خبرې او سوله مو سبوتاژ شوې ده، خو دا ځل ستاسې وار دی چې تاسې څه کوئ؟

 

د يو سوکاله، ارام او هوسا افغانستان په هيله چې يو بل سره وزغمو او بيرته پر يو ټغر سره له هر ډول تبعيض، تعصب او کرکې پرته سره راټول او يو د بل مټ شو. امين

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply