راتلونکی ټاکنې! / ډاکټر ګل مرجان منګل

0 864

پداسې حال کې چې تیرو ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو افغانانو زړونه د ټاکنو څخه تور کړي دي، ځکه چې هم هغه وخت اشرف غنې د ولس رایو ته د دوه توتانو اهمیت هم ور نه کړ، حکومت يې د رایو پر بنسټ نه بلکې د مصلحت او د امریکا په خوښه جوړ کړ خو بیا هم باید ولس په راتلونکې پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي دا ځکه چې د افغانستان پارلمان یا شورا د دولت د دریو ( اجرايه، قضيه او مقنینه )قواوو څخه یوه  اساسې او مهمه قوه یا برخه ده کوم چې مهمې دندې يې د حکومت په چارو څار، د کابینې یا وزیرانو ټاکل همدارنګه د قوانینو جوړول او تصویبول دي.
خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې شورا یا پارلمان ته باید څه ډول افراد یا اشخاص وټاکل شي؟
د اسلام له نظره باید هغه چا ته د چارو مسولیت وسپارل شي چې مومن، پرهيز ګاره، خدای ترسه او اهل کار اوسي.
پدې خاطر واکیل نه شې چې خپل جیب ډک کړې،  غل وي په کار نه پوهیږي.
ایا هغه کس چې د خلکو رایې په پیسو واخلې کیدلای شي چې خپل هیواد او ولس ته کار وکړي؟
کیدای شي داسې د ګوتو په شمیر لږ افراد او اشخاص پیدا شې چې د خلکو څخه رایې په پیسو واخلي بیا هم د خپل هیواد او ولس لپاره د چوپړ جوګه شي خو داسې کسان په نشت حساب دي نه پیدا کیږي دا ځکه که همداسې کسان تاسو په شاوخوا کې ګوري کیدای شې چې کوم کار يې خپلو خلکو ته وړاندې هم تر سره کړی وي د مثال په توګه کوم جومات يې جوړ کړی اوسي، یا يې په خپلو شخصي پیسو باندې کوم پول جوړ کړی وي،  یا يې کومه ښونځۍ یا کوم سړک پوخ کړي وی او یا  یې هم په خپل ګاونډ کې  د کوم خوار غریب سره مالي مرسته کړي وي که همدغه یا همدغه ته ورته کوم کار یې له وړاندې نه وي کړي او نن چې ټاکنې راروانې دي خپلې پیسې مصرفوي  او بې ځایه غورې او باټې  وهي، بیا نو نوموړي نوماند واکیل د چوپړ لپاره نه بلکې د غله یا چور لپاره ځان چمتو کوي. دا ځکه چې نوموړی تجارت یا بزنس کوي پدې معنی چې سرمایه ګذاري کوي نن دلته پنځه غیرنه مصرفوی د خلکو څخه رایې په پیسو اخلي سبا ته چې واکیل شي بیا نو پر هیڅ سرفه نه کوي هر ناجایز عمل چې مخې ته ورځې کوي یې تر څو مصرف شوي پیسې بیرته څو چنده لاس ته راوړي.
موږ وایو چې شورا ته د واکیلانو ټاکلو ته اشد ضرورت دي باید واکیلان وټاکو خو داسې افراد او اشخاص باید وټاکو چې پرهيزګاره، امانتکاره، اهل کار وي، د خپلې ټولنې په دردونو خبر وي تر څو ورته حل لارې ولټولای شي شته ستونځې د سمو قوانینو په جوړولو او تصویبولو سره حل کړلای شی، د حکومت ټولې چارې وڅاري همدارنګه د وزیرانو په ټاکلو کې د دقت او هوش څخه کار واخلي  اهل کار وزیران وټاکي، همدارنګه د بودیجې په تصویبولو او حکومت ته د سمو او پر ځای مشورو ورکولو قابلیت ولري همدارنګه د حکومت پر ټولو چارو نظارت وکولای شي.
کله که موږ اهل کار او پرهيزګاره افرادو او اشخاصو څخه پارلمان جوړ کړلای شو زموږ شته ستونځې چې په سر کې يې جګړه ده، په داخل د حکومت کې رشوت او فساد دي له منځه وړلای شو، ځکه موږ به ښه کابینه ولرو کله چې زموږ کابینه یا وزیران اهل کار وو هغوی په ترتیب سره په خپل وزارت کې سمو افرادو ته دندې سپاري  بلاخره د رشوت او فساد مخه نیول  کیږي.
خلاصه دا چې ټاکنو ته اړتیا ده خو تر ټولو زیاته اړتیا دې ته ده چې اهل، امنتکار او پرهيزګاره افراد وټاکل شي، کله که زموږ شورا یا پارلمان د اهل او پرهيزګاره افرادو څخه جوړه شي د حکومت ټولې چارې کنټرولیدای شي همدارنګه د ښو قوانینو په جوړولو او تصویب کولو سره پرمختګ ته زمینه برابرولای شي.
که ولس په رښتیا غواړي چې جګړه له منځه لاړه شي، فساد ختم شی کار اهل کار ته وسپارل شی، پکار ده چې داسې چا ته خپلې رایې ورکړي چې اهل کار، پرهیزګار، پر هیواد او ولس يې زړه درد کوي، گني هسې پر یو وخت ډوډۍ او یا یو څو پیسو باندې خپل هیواد او خپل ایمان خرڅ نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply