سني لېون بيا تر روغتونه ورسېده

0 787

د هندي سېنما بې‌باکه فلمي ستورې سني لېون بيا د ‎شوټينګ پر مهال را پرېوتې او کيسه يې تر روغتونه رسېدلې ده.
سني لېون د هندي سېنما تر ټولو بې‌باکه فلمي ستورې ده او زيات شهرت يې هم له بې‌باکو فلمونو څخه اخيستی، خو اوس په ځينو فلمونو کې مرکزي رول ورکول کېږي او په ځينو کې بيا د فلم مهمه سندره دا شوټ کوي.

هندي رسنۍ وايي، سني پرون په اترکنډ کې په شوټينګ اخته وه چې ناڅاپه يې په خېټه کې درد او پر ځمکه راپرېوته.
دا برجيش روغتون ته لېږدول شوې، ډاکټرانو يې تداوي پيل کړې او شوټينګ لغوه شوی دی، خو تر اوسه د دغه درد لامل نه دی مالوم.

سني لېون دوه مياشتې وړاندې ویلي وو چې پر ژوند يې فلم جوړېږي او په دغه فلم کې به خلک پوه شي چې دا ولې له کاناډا راوګرځېده، ولې يې ځان ته سني نوم غوره کړ او ډېر نور څه چې خلک پرې پوهېدل غواړي، د دغه فلم برخه به وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply