د حاصلاتو په وخت کې حکومت بيا لور په لوټه تېروي

0 578

د افغانستان په ډېری ولايتونو کې له کرنيزو ځمکو څخه د بزګرو د کال د خواري حاصلات په ټولولو دي او طالب ورته له توپک سره د پولې پر سر ناست دي، زکات، عشر او اعانه ورڅخه ټولوي.
طالبان په ډېری ولايتونو کې حتا له هغو کروندو هم د عشر په نامه خپله برخه وړي چې ورباندې کرل شوي کښتونه حرام دي. د طالبانو لويه برخه د تارياکو په پيسو پايې او د نظام پر ضد د خپلې جګړې غټه برخه په همدې پيسو چلوي.
په هغو ولايتونو کې چې کوکنار پکې نه کرل کېږي، طالبان له د ځمکو له نورو حاصلاتو دومره څه لاس ته راوړي چې څو مياشتې ورباندې بيا د همدې بزګرانو اولادونه ووژني، د دوی د تګ راتګ په لارو کې ورباندې ماينونه خښ کړي او يا ورباندې وسله‌والې نښتې وکړي.

په دې سربېره، په ډېری سيمو کې له کانونو، دوکانونو او کاروباريانو د ټکس په نامه پيسې ټولوي چې جګړه پرې چلوي.
غزنی يې ښه مثال دی.
هلته له دوکاندار څخه د مياشتې په پای کې مالومه اندازه پيسې اخيستل کېږي.
مياشت چې پوره شي، طالب د دوکاندار موبايل ته پيغام ولېږي چې خپلې غاړې دي خلاصې کړي او دوکاندار هم مجبور دی چې اړوند کس ته مالومه اندازه پيسې وسپاري.

په دغه ولايت کې خو حتا له سيمه‌‌يزو راډيوګانو څخه هم طالبان ټکس اخلي او هغوی يې هم په خورا ښه زړه، هره مياشت تحويلوي.
د غزني د ښوونکيو په معاشونو کې د طالب بېله برخه ده.
هغه ښوونکی طالب نيسي او وهي، ټکوي چې يې معاش يې بانک ته ځي، يا په پټه معاش اخلي او برخه يې طالب ته نه وي پکې ورکړې.
اوس بيا په دغه ولايت کې له ځمکو او کروندو څخه د بزګرانو د حاصل ټولولو وخت دی او طالبانو هر بزګر ته حال ورلېږلی دی چې عشر او زکات دې اماده کېږدي چې د دوی استازی ورشي او ورڅخه وايې خلي.
د غزني والي بيا بزګرانو ته ګوته څنډلې ده چې که يې عشر او زکات طالبانو ته ورکړ، خير به نه يې وي.

ده ويلي دي، امنيه قوماندان او د امنيت رييس ته يې تر غوږ ورتېره کړې ده چې هغه کسان دې ونيسي چې طالبانو ته عشر او زکات ورکوي او بيا به د ده په خبره له همدې کسانو سره قانوني چلند کېږي.
اوس نو بزګر لکه د قرباني اوښ اووه ځايه حلالېږي او که غږ پورته کوي، سر يې وهل کېږي، که غاړه ږدي، مرۍ يې پرې کېږي.
که بزګران او نور طالب ته له خپلو حاصلاتو څخه برخه نه ورکوي، طالب يې په هماغه ځايه په سينه کې د توپک شاجور خالي کوي او که عشر او زکات ورکوي، ښار ته چې راځي، نو د والي صاحب بړېڅو به ځولنې ورته تيارې نيولې وي.
دا يوازې غزنی نه دی، د هېواد په ډېری ولايتونو او ولسواليو کې همدا کيسه روانه ده.
ولس هم د طالب له خوا حلالېږي، هم د حکومت له خوا ګواښل کېږي.
امنيتي او کشفي ارګانونه ښه خبر دي چې طالبان له کومو لارو له خلکو څخه عشر، زکات، اعانه، ټکس او باج اخلي، د چا په لاس يې اخلي او څومره اخلي، خو طالب ته تر ګل ترخه نه کوي، زور يې تر ولس باسي.

که دا پرون امنيتي او کشفي ارګانونه په غزني او نورو ولايتونو کې طالب ښه ځپلي وای، نن به طالب د دې جرات درلودای چې د عام ولس پر وينو لکه غوماشی خېټه وپړسوي؟
دغه کشفي ارګانونه چې اوس به په هغو خلکو پسې ګرځي چې طالب ته يې عشر ورکړی دی، ولې په هغو پسې نه ګرځي چې طالب د عشر، زکات او باج ټولولو لپاره په ښار کې د خپل استازي په توګه ټاکلي دي؟
حکومت همېشه لور په لوټه تېره کړی دی او يا يې په اوبو کې لوټه ايښې او پښه ورباندې اړولې ده.
د حل لاره د خلګو ګواښل نه دي، د ستونزې له منځه وړل شي.
کوم سرکار چې خلک د ترهګره له شره نه شي ساتلای، حق نه لري چې خلک وګواښي چې ترهګر ته دې د سر له وېرې، غاړه نه ږدي.

دا مهمې شپې او ورځې دي، ترهګر په دغو ورځو کې د عشر، زکات، اعانې او نورو په نومونو بيا خلک لوټي او د جګړې ماشين ته پرې تېل اچوي. حکومت بايد په دغو شپو کې ترهګر وځپي چې ځانونه و نه پړسوي، که‌نه ولس ته په ګواښونو يوازې خپله لمر پر سر اړوي او دښمن ته په لوی لاس چانس ورکوي چې يو بل وار ورباندې وکړي.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply