د افغان ځوانانو له خوا د ټولنیزو رسنیو کارول / فیض الله فیضان 

0 776

ټولنیزې رسنۍ چې د افکارو او نظریاتو د شریکولو لپاره تر ټولو اسانه لاره ده او هر څوک کولای شي چې خپل نظریات او افکار د ټولنیزو رسنیو له طریقه له نورو سره شریک کړي او په مختلفو مسایلو هراړخیزې لیکنې او تبصرې وکړي، دا چې په په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې دټولنیزو رسنیو په تېره بيا د فیسبوک د کاروونکيو شمېر زیات شوی، دا شمېر لا هم ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکيو اکثره برخه ځوانان تشکیلوي چې د دغو ځوانانو له جملې چې په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت کوي ځینې کاروونکي یې له ټولنیزو رسنیو په مثبت شکل استفاده کوي او ځینې کاروونکي یې بیا منفي استفاده ترې کوي.

ډېر شمېر هغه ځوانان چې له ټولنیزو رسنیو څخه په مثبت شکل استفاده کوي روښنفکره او باسواده اشخاص دي او دغه ځوانان په ټولنیزو رسنیو کې په هغو موضوعاتو تبصرې کوي چې د ټولنې د ثبات، علمي پرمختګ او ترقۍ باعث ګرځي او هرې اړینې او ضروري موضوع ته له مختلفو زاویو ګوري او د موضوعاتو د تجسس او پلټنې لپاره په ډېره لېوالتیا اقدامات کوي، دغه روڼ‌انده اشخاص او افراد په ټولنیزو رسنیو کې د هغو موضوعاتو څېړلو ته ترجيح ورکوي چې د ځوانانو د راتلونکي د ښېرازي او د ښې اینده باعث ګرځي. همدا رنګه د دغو ځوانانو اکثره تمرکز پر دې باندې هم وي چې څه ډول وکولای شي ځوانان سره منسجم او متحد کړي او د ځوانانو اعظمي کاري انرژي د سالم مصرف لپاره یو مناسب کاري چاپېریال ایجاد کړي.

د دغو روڼانده ځوانانو تر څنګ یوه بله ډله هغه ځوانان دي چې له مسایلو سره احساساتي برخورد کوي او ډېری مسایل سطحي ارزوي او د موضوعاتو پر عمق تمرکز نه کوي، له مسایلو سره د دغو ځوانانو دا سطحي چلند د دې باعث شي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو تر منځ فکري کشمکش را منځ ته شي چې فکري کشمکش بیا د ځوانانو تر منځ فاصلې پیدا کوي؛ نو د دې لپاره چې د ځوانانو تر منځ د دغو کشمکشونو په وخت او زمان مخنیوی شوی وي ځوانان باید کوچنیو موضوعاتو ته په ټولنیزو رسنیو کې په لویه کچه انعکاس ور نه کړي، هره موضوع باید په عمیق شکل وڅېړل شي، له قومي او ژبني تعصبه باید ډډه وکړي او له ټولنیزو رسنیو څخه باید فقط د ساتېري او تفریح لپاره استفاده و نه‌شي، بلکې د افکارو او نظریاتو د تقویې لپاره باید په مثبت شکل وکارول شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply