سعودي ته ور حواله کېدونکې افغان لوبه

0 592

له څلوېښتو کلونو وروسته علایم داسې ښيي چې د امریکا په مشرۍ لوېدیځ یو ځل بیا د سعودي په مشري عربي ټلوالې ته لاس ور اوږد کړی چې د افغانستان په کړکېچ کې یې ملا ور وتړي. له نن څخه څلور لسیزې وړاندې د وخت امریکا د شوروي د ماتولو لپاره د عربو په مشري د افغان مجاهدینو د لیکو د پیاوړتیا پلان وړاندې او د سعودي په مشرۍ عربي شیخان نه یوازې د افغانانو مالي ملاتړ ته رامخې ته شول، بلکې په لویه کچه یې په خپلو ولسونو کې په افغان جهاد کې د برخې اخیستو تبلیغات وکړل. لوبه د سعودي او امریکا په خوښه روانه وه او د شلمې پېړۍ په وروستیو کې مشر بوش له سعودي پاچا ملک فهد څخه ځانګړې مننه وکړه چې په افغان جګړه او شوروي ماته کې یې د دوی پلان ته د عمل جامه ور واغوسته.
دا ځل ولسمشر ټرمپ د سعودي له پاچا سلمان سره نوی تار غځولی او ترې غوښتي یې دي چې د افغانستان د کړکېچ په سوله‌یز حل کې ورسره مرسته وکړي. د امریکا ورته غوښتنې ته متحده عرب اماراتو لا له مخه سینه وډبوله او افغانستان ته یې د امارتي سرتېريو د ورتلو ډاډ څرګند کړ. له ریاض څخه غوښتنه د پخوا په څېر ستره ده او واشنګټن تمه لري چې له خپل نفوذ او اغېزه په ګټې اخیستو سعودي شاهي کورنۍ او مذهبي مخور کولای شي د افغانستان کړکېچ د دوی په خوښه حل کړي.

سعودي کې له باچا سلمان وروسته د مسجد الحرام خطیب عبدالرحمان سدیس چې په اسلامي نړۍ کې د درناوي وړ څېره ده، په ښکاره د افغانستان روانه جګړه د مسلمانانو او افغانانو په زیان وبلله او د نارواوالي کلمې یې ورته وکارولې. ورسره سم د مسجد النبوي امام هم د خپل پاچا خبرې تکرار کړې او د افغان ولسمشر د اوربند نوښت یې وستایه او پر طالبانو یې د جګړې بندولو غږ وکړ.

دغو عرب مشرانو وویل چې د افغانستان جګړه د اسلام او مسلمان د بربادي لپاره روانه ده چې په خبره یې په درولو کې یې باید ټول له عقل او سوچه کار واخلي. دا په تېرو ۱۸ کلونو کې لومړی ځل دی چې سعودیان د افغان کړکېچ حل ته رامیدان ته شوي دي. افغانستان له ډېر پخوا راهیسې له خادم الحرمین څخه د داسې رول تمه درلوده چې له کبله یې پر افغان خاوره جګړه ودرېږي او د کابل او ریاض اړیکې نوي پړاو ته ور دننه شي.
د سعودي واکمنه کورنۍ پر داسې مهال په افغانستان کې د خپل رول د پراخولو په پار د لوبې تار ته لاس ور تېر کړی چې له واشنګټن سره یې دوستي توده شوې او تمه یې دا ده چې له ایران سره په روانه سیالۍ کې به یې تر شا ودرېږي او د ریاض د ګټو لپاره به امریکا پلان شوي ګامونه پورته کوي.

د ریاض او واشنګټن په تازه شوې دوستۍ کې ایران د مبارزې او افغانستان د همکارۍ یو اړخ دی. د دواړو ژمنه دا ده چې له عراقه وروسته به په افغانستان کې هم د سعودي او نورو عرب خلیجي هېوادونو د رول پراخېدو ته زمینه برابرېږي او هغو هڅو ته به ګډه اوږه ورکول کېږي چې د دغه رول پر وړاندې خنډونه وبلل شي.
د شوروي له ماتې وروسته د امریکا په څېر سعودیانو هم افغانستان ته شا کړه او افغانستان له هر اړخه ایران او پاکستان ته ور پاتې شو. په دغه سیاست کې ریاض پر سیمه خپل اغېز له لاسه ورکړ او ایران پکې د نفوذ پراخولو بې‌سارې موکه تر لاسه کړه. بل خوا د سعودي او پاکستان تر منځ د پخوا پرتله اړیکې سړې دي او ډېر پاکستانیان د سعودي د ولیعهد پر هغو څرګندونو غوسه دي چې اسلام‌اباد یې د ریاض غلام وباله. د افغانستان د سولې او پاکستان د غلامۍ خبرونه پر یوه مهال د شاه سلمان له ماڼۍ څخه نړۍ ته مخابره شول. یو خوا د افغانانو د عزت، وقار او تاریخ ستاینه وشوه او بل خوا د پنجاب د غلام بللو زمزمه په سیمه کې د لوبې د لوري د بدلون نښې لا روښانه کړې.
د افغانستان او سعودي په دغه تاوده سیاسي څپرکي کې د کابل او جدې ښارونو تر منځ د هوايي اقتصادي او سوداګریز د هلېز پرانیسته هم داسې څه دي چې د دواړو هېوادونو د تودې یارانې مزي یې نور پسې ټینګ کړل. د سعودي او کابل اړیکې تر پېړیو اوړي او د اسلامي نړۍ دغه مخکښ هېواد ته د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم ځانګړی درناوی موجود دی، خو تمه ترې دا ده چې د السعود د کورنۍ له برکته به د افغانانو د سولې غږ په یوه کلکه مورچه بدل شي او د افغان جګړې او سولې په اړه به د ټولې اسلامي نړۍ د دریځ ننداره طالبانو او د هغوی ملاتړيو ته جوته شي.

ټاکل شوې چې په راتلونکو ۲ اوونیو کې سعودي د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو د فتوا د ورکړې کوربه وي چې فکر کېږي پر طالبانو د روانې جګړې مذهبي کړکۍ په بشپړ ډول تړي. پلان شوې ناسته د جولای په ۱۱مه په سعودي کې کېږي چې وار له مخه ورته د السدیس په څېر وتلو مذهبي مشرانو خپل تیاری او نظر څرګند کړی دی.

کابل تمه لري چې سعودي به پر جګړه ضد فتوا سربېره له طالبانو سره د خبرو خپلواکې کرښې پیدا او هغوی به د ولسمشر غني له حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.
واشنګټن تمه کوي چې ریاض به نه یوازې د افغان سولې په برخه کې خپل رول ولوبوي، بلکې په سیمه کې به د دوی د ګټو د خوندیتوب تلپاتې زمینه برابره کړي.
د سعودي هیله دا ده چې په سیمه کې له لاسه وتلی اغېز به یې په دغو منډو سره بېرته ور خپل کړي او له خپلو سیالانو لکه ایران سره به په یوه نوې جبهه کې په سیاسي سیالۍ ور ګډ‌ شي. له سعودي مخکې د کابل تمه دا ده چې له خپلې خاورې به د جګړې ټغر ورټول کړي چې فکر کوي، د واشنګټن، ریاض او اسلام‌اباد په ګډ کار سره دغه موخه په اسانه تر لاسه کېدای شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply