د ټاکنو کمیسیون د غزني په اړه ایله سمه پرېکړه وکړه خو

0 726

ودان روښان-    

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ایله چې د غزني ځورېدلي ولس ارادې ته تسلیم او هغه ولایت یې په استثنایي ډول پر درې تاکنیزو حوزو ویشلی دی. دا داسې مهال ده چې غزنیچیانو خوارانو په تېرو ټاکنو کې له یوې خوا د طالبانو خرمستي او ناامني او له بلې خوا د ملا معنوي د غضب څپېړه خوړلې وه او دا څپېړه یوازې غزنیوالو نه بلکې اکثریت ملت خوړلې خو دا چې څرنګه مخکې له دې چې د غزني په اړه وروستۍ پرېکړې په اړه څه ووایم غواړم دتېرو ټاکنو یو انځو وړاندې کړم چې د غزنیوالو د اوږدې مودې اعتراض او د ټاکنو کمېسیون دې پرېکړې پورې تړاو لري:    

د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې چې د پخواني ولسمشرحامد کرزي په ځانګړې لورېینه ملا معنوي د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر په توګه وټاکل شو درې موخې یا دندې یې درلودې   یوه کرزي لالا ورسپارلې وه او هغه دا چې نور هرڅه کوې ازاد یې خو د ډاکتر نجیب الله د واکمني پیر لوړ پوړ یا ټیټ پوړي چارواکي به ولسي جرګې نه راپرېږدې، دویمه دنده ده خپله ځانته ټاکلې وه او هغه دا چې په ټاکنو کې به ځان څه چې خپل څونسله مړوي، درېیمه دنده یې مشرانو مشرانو ښایي د بهرنیانو په لارښوونه ورکړې وه چې د ولسي جرګې قومي جوړښت ته د ډېره کیو(اکثریټ) په زیان او لږه کیو(اقلیت) په ګټه بدلون ورکړي. ملامعنوي درېواړه دندې په داسې بڼه ترسره کړې چې هیڅ کمی یې په کې ونه کړ.

د کرزي لالا په سپارښتنه یې نږدې ټول هغه کسان ناکام اعلان کړل چې د ډاکتر نجیب الله په واکمني کې دندې درلودې، لکه نورالحق علومي، خدای نظر سرمچار، سید محمد ګلاب زوی، ډاکتر کبیر رنجبر، ببرک شینواری، ملالۍ شینوارې چې پلار یې د ډاکتر نجیب الله په واکمنۍ کې په هوایي ځواک کې منځنۍ رتبې یانې ډګروالۍ ته رسېدلی و، سره له دې چې ډېر پخوا یې له دې نړۍ سترګې پټې کړي خو بیا یې هم لور خواره د هغه په کړې یا نه کړې ګناه د کرزي په لارښوونه معنوي ولسي جرګې ته پرې نښوده او نور... .

په دغه منځ کې یوازې له اروزګانه هاشم وطنوال ځکه ترې پاتې شو چې هغه د قومي او جهادي وتلي مشر جان محمد خان کلک ملاتړ له ځانه سره درلود خو وطنوال هم په کابل کې په خپل کور کې له خپل ملاتړي(جان محمد خان) سره یو ځای ووژل شو چې د کرزي او معنوي زړونه به  پرې یخ شوي وي. د کرزي له پخوانیو کسانو سره ځکه ورانه وه چې نور که هغوی هرڅه وو خو دده په شان د ستر او تاریخي فساد اتلان نه وو او یا به هم کوم چا خدای خبر دده د جهاد د وخت کوربنو دنده ورکړې وه ځکه د هغوی هم دغه خلک له تورې بلا بد ایسېږي، یا هم کوم بل دلیل، خو که دغه خلک هرڅومره پړه او ګرم هم وی نو پر دې نه ارزېدل چې کرزي دې د هغوی لرې کولو په بدل کې د ټول ملت برخلیک یو متعصب ته سپارلی وی.

راځو دویمې دندې ته چې تر یو بریده له درېیمې سره هم اړیکه لري او هغه دا چې ده (ملامعنوي) خپله هوډ کړی و چې ځان څه چې ان خپل څونسلونه به په یو ځلي ټاکنو کې مړوي چې دا دنده یې هم په ډېر بریالیتوب ترسره کړه، په دې مانا چې ښکاره په نغاره یې د ولسي جرګې څوکۍ په شهزاده سرای او دوبۍ کې بولۍ ته وړاندې کړې او هر چا چې ډېرې پیسې ورکړې هغه یې کامیاب کړ. وګورﺉ د ولسي جرګې جوړښت له همایون همایونه راواخله تر عباس ډالر، احمدشا رمضان، عبدالحی اخوندزاده، احمد فرهاد مجیدي، ظاهر قدیر او لسګونه نور چې د پیسو په بدل کې ولسي جرګې ته راووستل شويدي. همدغه په پیسو راغلي وکیلان دي چې یوه ورځ یو وزیر بې واکه خو بله ورځ یې تر هغه لا مهم وزارت ته د باور وړ وباله.  

راځو درېیمې دندې ته چې مشرانو خو له تردید پرته بهرنیانو او که ډانګ پېیلې یې ووایم روسانو ملا معنوي ته ورکړې وه چې د ولسي جرګې قومي جوړښت ته د ډېره کي په زیان او لږه کي په ګټه بدلون ورکړي چې دغه نوښتګر جعلکار بیا دا دنده هم په دومره سپین سترګۍ او بې حیایي له هغه څه چې تمه یې کېده هم ددوی له انده ښه ترسره کړه. د بېلګې په توګه ده په کابل کې خپل کلیوال حفیظ منصور چې په ابتدایي رای شمېرنه کې یې ۳۶ رایې وړې وې ښه په نره کامیاب اعلان کړ. دغه راز، یې خپل بل کلیوال محی الدین مهدي د بغلان ولایت له ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین په صفر رایو ولسي جرګه کېناوه او هم یې بل وطندار ودود پیمان د کندوز دښت ارچي او چاردرې په رایو ولسي جرګې ته راووست. د غزني پښتون میشته له شپږ څوکیو یې یو هم ولسي جرګې ته راپرې نښود، د بلخ ټول نفوس له شاوخوا نیمایي پښتنو یې یوازې یوه مېرمن بریالۍ اعلان کړه. د فاریاب، جوزجان، سرپل او بادغیس پر پښتنو خو یې د ولسي جرګې څوکۍ حرام قطعي کړه. په داسې حال کې چې په کندهار او هلمند کې په نشت شمار شیعه لږه کي په ولسي جرګه کې استازي لري خو د شمال پښتنو ته بیا ملا معنوي قسم خوړلی و چې ولسي جرګې ته به یې نه پرېږدي او همداسې یې هم وکړل. کله چې د ولسي جرګې د ۱۶ دورې ټاکنو پایلې اعلان شوې ټول هک پک شول ځکه ملامعنوي په یوې معجزې؟! سره په ۱۶ دوره کې د ۱۲۰ پښتنو شمېر چې په‍۱۵دوره کې بریالي شوي وو ۹۰ ته راټیټ کړل. ده د ناامنیو په پلمه، په غزني، کندوز، بلخ، کابل، هرات او نورو ولایتونو کې د پښتنو ونډه نږدې صفر ته راټیټه کړه، نو ځکه خو د ملي شورا تر ټولو دورو ۱۶ دغه بې ثباته، په فساد ککړه او بې واکه ده.

په ۱۵ دوره کې د غزني له ۱۱ څوکیو ۶ پښتنو ګټلې وې خو ملا معنوي په ۱۶ دوره کې ان یوه څوکۍ هم ور نه کړهپر همدغه دلیل د غزني پښتانه له هرڅه بې برخې شول ځکه چې کوم استازی یې نه درلود او په بله بڼه یې چا غږ نه اورېده، له بده مرغه د ولسي جرګې دا دوره د قانون خلاف ډېره اوږده هم شوه چې دغه حالت هم غزنیوال زیانمن کړل. د غزني پښتنو دا تشه پر خپل پوست او هډوکو احساس کړې وه نو ځکه خو یې دا ځل ښه په نره د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفتر دروازه تر هغو وتړله چې غږ یې واورېدل شو.  

اوس چې غزني په استثنایي توګه په درې حوزو ویشل شوی د غزني هزاره استازي په ډاګ داګ لګېږي چې داسې باید نه وی شوي دا خو قانون خلاف ده… او… څه …او… څه… په داسې حال کې چې همدغه کسان د اساسي قانون له مخې په برېښنایي تذکرو کې د افغان کلمې لیکلو مخالفت کوي خو دغلته بیا قانون نیغ د خلکو مخې ته نیسي. پر دې مسله ددوی ټینګار دا مانا لري چې زما ګاونډی له مصیبت سره لاس او ګریوان دی په کار خوا داده چې زه یې مرسته وکړم، خو زه ورځم د هغه کښت او څاروي خپل کور ته راوړم. اوس چې د غزني پښتون میشته سیمو کې د جګړې او ناامنۍ اور بل دی، دا سیمې له پرمختیایي پروژو پاتې دي، پر کور کلي یې د بمونو او ګولیو باران جوړ دی، بچیان یې له ښوونځي پاتې دي او نور ګڼ مصیبتونه پرې نازل دي، هزاره وطنوال یې بیا غواړي چې په ولسي جرګه کې ونډه ترې چور کړي، عجیبه انصاف دی، عجیبه منطق دی! تر ټولو روڼ اندي او د نړیوالو اړیکو متخصص؟! قیوم سجادي وایي چې:« قانون باید تطبیق شود… تقسیم شدن غزني په حوزه های انتخاباتي شکافهای قومي را بوجود می اورد؟!» اوس نو که د غزني ټولې ۱۱ څوکۍ هزاره ګانو ته ورکړل شي نو بیا اتحاد قومي بوجود مې اید! خو که نور هم یوازې او یوازې خپل حق وغواړي نه بل څه؟ نو بیا دا شکاف قومي بوجود میاورد!

یوه شیبه فکر وکړﺉ! اوس چې د غزني پښتنو یوازې او یوازې خپل حق غوښتی او ان یو ملي متر یې د نورو پر حق تېری نه دی کړی، خلک دومره قهرېدلي که دغزني پښتنو پرځای همدغه همدغه خلک وای څه به یې کړي وای؟ زه باوري یم چې د ملګرو ملتو سرمنشي ته خو یې عریضه وروړې او ویلی به یې وای چې دومره ظلم ورسره شوی دی!

که موږ رښتیا ځانونه د دغه وطن وګړي بولو نو تر ټولو ښه خبره داده چې هرڅوک پر خپله برخه قانع شو او د خپل ورور له مصیبته ناوړه ګټنه ونه کړو.    

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته په کار وه چې په ټولو ولایتونو کې د خلکو رښتینې استازولۍ په موخه هغه ډول چې په پلان کې هم وو حوزوي ټاکنې کړې وای، خو که داسې ناشونې وه لږ تر لږه یې، د غزني په ګډون هرات، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، کندوز، بغلان، جوزجان  پروان او کابل ولایتونه هم پر حوزو ویشلي وی نو ایله به په ټاکنو کې د ټول ولس استازولي شوې وای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply