غزنی د سیاسي قدرت د وېش په درشل کې/محبت الله لېوال

0 634
ټولو ته معلومه ده، چې غزني ولایت په تېر انتخاباتي ټاکنو کې داسی وکیل نه درلود، چې د ټول غزني ولسونو نماینده ګې وکړي.
 غزني یو لس وکیلان درلودل، خو ټولو د هزاره قوم نماینده ګې کوله اوس چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه وکړه، چې غزنی به په دریو ټاکنیز حوزو  وېشل کیږي.
 د  غزنی پښتنوته په کار ده، چې له دې پړاوه هم په ښه تدبیر سره ځان اوباسی غزني ولایت د نورو ولایتو په څېر د قدرت جزیرې لري، دوی خپل مشروعیت له تېرو جګړو،ګوندونو او د قومي مشرانو د معیار له نه شتون څخه اخلي، خو کله چې د پرېکړې وخت راشی، بیا د غزني مافیایي کړۍ ځان فعاله کړي او غواړي پرېکړه د ځان په ګټه را وڅرخوي.
په غزني کې تېرې څوارلس کلنې تجربی ثابته کړه، هغه کسان چې غواړي قدرت ته ورسیږی، دوی خپل مشروعیت له خپلوکورنیو، ملګرو او یا هم د نامشروع ګوندونو او  اېتلافونو څخه ترلاسه کړي، ځکه موږ تر اوسه لا هم د بدبختۍ په بستر ويده پاتې يوو.
موږ انجنير صاحب محمد خان د خپلې شوې ادعا بېلګه وړاندې کولی شو، چې
په غزنی کې سیاسي قدرت  د خپلولمسو او دوستانوله ادرسه اخلي او په وېش کې هم دوی تل ځان مستحق بولي.
مامور جبار او قوماندان خيال تر اوسه د خپل سياسي قدرت مشروعيت په محلي اداره کې د مفسدينو د تقرر څخه اخلي، دوی په خپل خېل او قوم باندې دغه سياسي قدرت برابر وېشي.
فيضان خپل سياسي دراکت او قدرت په خپل ګوند او ټوپک پورې محدود کړی دی، هر هغه څوک چې د اسلامي حزب  په چارچوب کې دخيل وي، نو هغوی  لپاره د سياسي لابي او هڅه کوي.
نيازمحمد اميري بیا په غزني کې خپل قومي حضور کم ويني، نو هڅه يې همدا ده ، چې هر قوم او قبېلې سره ښې  او دوستانه اړيکې  ولري او خپلو شخصي منافعو ته ترجيح ورکوي.
.
د غزني برخليک ياد شويو کسانو له بدې ورځې سره مخا مخ کړی نه دی، بلکې په تېره يوه نيمه لسيزه کې ځينې مافيايي کړۍ تازه راټوکېدلې دي، چې د ولايتي شورا وکيلان يې ښکاره بېلګه وړاندې کولی شو.
د ولايتي شورا  وکيلانو کوشش همدا ده، چې له هرې ممکنه نامشروع لارې ځانونه قدرت ته ورسوي، لکه بلک ميل، سياسي شخصیتونو بدنامول، هدفي وژنو، د پوليسو له اعاشې او اباطې څخه ځانونه تغذيه کوي، همدارنګه خيالي معلمينو او خيالي پوليسو تشکيل يې د هيچا له سترګو پټ نه دی.
  د پورتني پراګراف له لوستلو سره سم د هر لوستونکي سترګو د ولايتي شورا وکيل جامع نېغ سترګو ته درېږي.
دې ټولو ستونزو ته په کتو سره د غزني ځوانان باید د ځوانې رهبري لپاره هڅې وکړي، تر څو له روانو ناخوالو او ستونزو څخه  خلاصون ومومو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply