د سیاسي بستونو او د ملت استازو ترمنځ توپیر

0 582
 محبت الله لېوال 
په ریښتیا هم دلته د هیڅ شي معیار  معلوم  نه دی هر څوک غواړي ځان په ګټه هر څه راوڅرخوي، نن سبا د غزني ټاکنې حوزوي کېدو مسله د هر چا تر غوږه رسېدلې، خو ځينې بیا غواړي، په دې پروسه کې د ځان مطرحه کولو لپاره د هرې ممکنه لارې څخه کار واخلي او ځان هم د ملت، دولت، مدني ټولنې او د ځوانانو نماینده هم معرفي  کړي.
 ښه بېلګه یې لاندې مکتوب کېدای شي، د هغه خلکو امضا ګانې دي، چې تاسو یې وینئ، مخکې له دې چې تاسو ته د امضاګانو بحث وکړم غواړم د سیاسي بستو او د ملت استازیتوب ترمنځ هغه توپیر ته اشاره وکړم، چې دوی ځان، ملت او دولت پرې خطا کوي.
سیاسي بستونه هغه بست ته وایي، چې دسیاسي ګوندو او یا اشخاصو سره تر جوړ جاړي وروسته یو سړی پرې مقرریږی لکه والی،وزیر،مشاوراو یا هم ریس …….
د ملت استازیتو هغه  کسان کولاي شي، چې د خلکو په شفافه رایه باندې خپلو خلکو د ځان د خدمت ګار په توګه  ټاکلې وي .
په لاندي مکتوب کې د خلکو د استازو په ځای سیاسي کسانو امضا په دې معنی، چې تراوسه دوی نه  ځان  پیژندلي او یا هم غواړي د غزني خلک د تېر په شان یو ځل بیا وغولوي.
خیال محمد حسیني چې جهادی قومندان دی د کرزي له پاچاهۍ څخه تر اوسه په مختلفو سیاسي بستو یې کار کړي،  مامورجبار شلګری بیا د اجرایه ریاست د اول مرستیال ارشد مشاور، نیازمحمد امیری پخوا د لوګر ولایت والي او اوس مهال د سرحدونو چارو د جرګو ریس او حاجی نقیب بیا د جمعیت ګوند پخوانی قومندان دی، د ټاکنو خپلواک  کمېسيون ته یې داسې یو مکتوب لېږلی، چې ځانونه یې هم قومي مشران،هم مدني فعالان او هم د ځوانانو استازي معرفي کړي او د حوزوي ټاکنو په څرنګوالي یې خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوی که د خلکو استازي وای یا به د ولسي جرګې، یا ولایتي شورا غړي  وو، خو دوی د همدې دواړو ارګانونو غړيتوب نه لري؛ نو دوی ولې دا کار کړي،  زما په اند یا غزني ولایت کې نور کسان نشته، یا همدا هغه مافیایي کړۍ ده، چې نور خلک خپلې مخي ته نه پرېږدي،  د خلکو شتون خو هیڅوک ردولای نه شي، خو د مافیایي کړيو یوه برخه شاید همدوی وي.
دا منم افغانستان کې هرڅه په عجیب ډول پېښېدونکي دي، هر څوګ غواړي د خپل موقف څخه ناوړه ګټه واخلي، ځکه دلته قانون هغه ډول چې لازمه ده حاکمیت نه لري، کنه باید دا کسان نن محاکمه شوي وای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply