د سولې عملي او ولسي ملاتړ/محمد روښان ښاد

0 463

په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د سولې د ملاتړ ولسي حرکتونه او ملاتړ زیات شوی. د هلمند د ځوانانو د سولې کاروان له اوه سوه کیلو متره پلي مزله وروسته د سولې په پار پلازمېنې کابل ته راغی. د هرات مېرمنود سولې د پراخ حرکت په بڼه د خلکو ملاتړ له ځانه سره درلود. همدارنګه یو شمېر افغان کډوالو له پاکستان څخه د سولې له شعار سره د تورخم له لارې کابل ته راغلل. ترڅنګ یې په لوګر او د هېواد په نورو بېلابېلو سیمو کې د سولې لپاره غږ پورته او عملي اقدامات ترسره شول.

د اوربند په ورځو کې چې وسله وال طالبان ښارونو ته راغلل، خلکو یې ښه او تود هرکلی وکړ. د دوی تېر وحشتونه، ظلمونه او جنایتونه یې هېر کړل. هغوی سره یې د وروڼو غوندې چلند وکړ، غېږې یې ورته پرانیستې، خواله یې ورسره وکړل، کورونو ته یې بوتلل، خوښۍ او خوشالۍ یې ورسره ونمانځلې او هغوی ته یې په خپل دغه صمیمي او د ورورۍ په چلند دا پیغام ورکړچې که له جنګ لاس واخلئ نو موږ مو منلو ته چمتو یوو.

زموږخلک نور د جنګ دقېمت له ورکړې ستړي دي. له حکومت او افغان وسله والو طالبانو یې غوښتنه داده چې دواړه خواوې باید د سولې مذاکراتو ته سره کېني. دوی که هر څومره وجنګېږي، بالاخره به د سولې لاره نیسي. هغه افغان طالبان چې د نظام خلاف جنګېږي یوه ورځ به خامخا له دې جنګه لاس اخلي.

په جنګ کې انساني زیان نه جبرانېدونکی دی. هغه مالي لګښت چې د نشه یي توکو او بهرنیو مرستو له لارې تامینېږي یوه ورځ به کم او قطع شي. د طالبانو د نظامي بودجې په کموالي سره دوی د جنګ د تداوم قدرت له لاسه ورکوي چې په قطعي توګه دا ملاتړ پایته رسېږي. ځکه د طالبانو ملاتړي هېوادونه هم تر ابده دغه د جنګ لګښت نشي ورکولی.

لکه څنګه چې د افغان دیني علماو متفقې فتوا د جنګ لوری بدل کړ، د طالب له جګړې یې مشروعیت واخیست، نو که چېرې ولس او دیني علما د جنګ د ودرولو او د سولې لپاره پراخ او په هره برخه کې اقدامات وکړي، نو باور دی چې سولې ته به څو ګامه نور هم ور وړاندې شو، خصوصاً په دې برخه کې عامه پوهاوي ته نهایت زیاته اړتیا ده. که چېرې زموږ دیني علما، متنفذین او بېلابېل اقشار په مسوولیت سره په دې برخه کې همغږي او همکاري ایجاد کړي، نو باور دی چې د دوی د پوهاوي او ګټورو تبلیغاتو له برکته به جنګ ودرېږي.

د دې ترڅنګ د نظام د پیاوړتیا لپاره هم هڅې پکار دی، ځکه څومره چې نظام غښتلی کېږي او حکومت په پښو ودرېږي، نو همغومره له یوه لوري خلکو ته د خدماتو رسولو کیفیت ښه کېږي او کچه یې لوړېږي او له بل لوري د قانون په تامین کې د دوی اجرات زیاتېږي. د نظام له پیاوړتیا او د ځواکونو له غښتلتیا سره به طالبان سولې ته مجبور شي. د هېواد د سیاسي او وسله وال نظام پیاوړتیا هم د سولې د ایجاد او د امنیت د تامین لپاره یوه لاره ده. د سولې لپاره پیل شوې ولسي او عملي هڅې باید په سراسري او ملي بهیر بدلې شي او دغه بهیر ورځ تر بلې پراخ او پیاوړی شي، تر څو موږ یوې دایمي او باعزته سولې ته ورسېږو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply