سعودي کې د دیني عالمانو غونډه به د طالبانو جهاد؟! له پوښتنې سره مخ کړي

0 516

د سعودي عربستان په جدې ښار کې د نږدې ۴۰ اسلامي هېوادو شاوخوا ۱۲۰ وتلو دیني عالمانو مهمه او

تاریخي غونډه د چنګاښ ۱۹ د سې شنبې ورځ جوړه شوې ده. په پام کې دي په دې غونډه کې وتلي دیني عالمان د افغانستان جګړې په نارواګڼلو سره د سولې په لار کې سترګام اخلي او د جګړه مارو له لاسه د جهاد توره غورځوي او هغوی له معنوي او فکري پلوه بې وسلې کوي.
هغه ډول چې ویل شوي دیني عالمان به د جدې کنفرانس کې په هره بڼه ویره اچونه، بنسټپالنه او تاوتریخوالی د اسلامي ارونو له مخې وغندي او هغه به د اسلامي حکومونو خلاف وګڼي.
دا داسې مهال ده چې طالباني فکر او عمل یو وخت د سعودي عربستان په شمول د عربي خلیج ځینو هېوادونو کې پېرودونکي او پلویان درلودل. له همدغو هېوادو طالبانو ته پراخې مالي مرستې ورتلې او چندې به ورته ټولېدې، خو داسې ښکاري چې اوس دغه حالت بدل او وخت یې تېر شوی دی. اوس څوک په سعودي او د عربي خلیج نورو هېوادونو له بنسټپالنې سره خوا خوږي نه ښیي ځکه چې دیادو هېوادونو ولسونو او خلک پر دې پوهېږي چې بنسټپال د ټولو پرضد جګړه کوي او د ټولو غلیمان دي. ددې دعوې ښه ثبوت په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې له نړیوالو ځواکونو سره د متحده عربي اماراتو او قطر ځواکونو یو ځای کېدل دي. قطر ان په دې نږدې وخوتونو کې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر او بحرین د بنسټپالو په ملاتړ تورناوه خو داسې ښکاري چې قطر هم نور غواړي خپله لار له بنسټپالو ډلو بېله او په اسلامي نړۍ کې د منځلارۍ خوا ونیسي.
په افغانستان کې د سولې په ملاتړ د سعودي عربستان پراخې او بنسټیزې هڅې د افغان جګړې په تاریخ کې د نوي باب پرانیستنه ځکه ګڼل کېږي چې په پخوا کې د ال سعود کورنۍ په دومره جدیت د افغان سولې ملاتړ نه و کړی. دا ښکاره ده چې سعودي عربستان پر افغانستان د پخواني شوروي سره پوځ یرغل پر مهال د روسي یرغلګرو پر ضد جګړه کې د افغانانو پراخ مالي، پوځي او سیاسي ملاتړ کړی و. ویل کېږي په هغه هېواد(سعودي عربستان) کې د حکومت له مالي ملاتړ سربېره ولس د روس پر ضد جګړه کې پراخې مرستې کړي دي، چې ان ښځینه و خپلې ګاڼې مجاهدینو ته ډالۍ کړې وې خو داسې هم ویل کېږي چې د مجاهدینو مشرانو هغه ګاڼې د روسي یرغلګرو پر ضد د جګړو لګښت له پاره نه وې کارولې بلکې خپلو کې یې سره ویشلې وې. له عربي نړۍ د روسي یرغلګرو پر ضد جګړې له پاره زیات شمېر کسان راووستل شول چې هغه مهال به دغه کار ګټور ګڼل کېده خو وروسته یې ناوړه پایلې ټولو ولیدې دا ځکه چې د القاعد او داعش مشران لکه اسامه بن لادن، ایمن الظواهري، ابومصب الزرقاوي، ابوبکر بغدادي او نور د همغو عربانو پاتې شونې دي چې یو وخت په افغانستان کې د روسي یرغلګرو خلاف جنګېدلي وو. سعودي عربستان، متحده عربي امارات او پاکستان د یو لاس ګوتو له شمېره هم کم د نړۍ هغه هېوادونه وو چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې وه. سره له دې چې د طالبانو واکمني پرمهال د اسامه بن لادن پر سر د سعودي عربستان او طالبانو اړېکې خرابې شوې وې خو بیا هم په هغه هېواد کې له سلطنتي کورنۍ پرته عام ذهنیت د طالبانو په ګټه و.
ان دطالبانو له ماتې وروسته هم سعودي چارواکو ډېره موده د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې دومره نږدې نه وې سره له دې چې د وخت چارواکو په ځانګړې توګه حامد کرزي زړه نازړه هڅه وکړه چې په افغان سوله کې د سعودي عربستان له نفوذه ګټنه وکړي خو بیاهم څه یې ترلاسه نه کړل.
واک ته محمد اشرف غني په رسېدو په تېره چې په یمن کې یې د حوثي جګړه ماړو په مقابل کې په زغرده د سعودي عربستان ملاتړ وکړ، سعودي چارواکو افغانستان سره خپله لیوالتیا زیاته کړه. سره له دې چې هغه وخت ځینو کسانو پر ولسمشر غني ددغه ډول دریځ غوره کولو په خاطر نیوکې وکړې خو کله چې د افغان سولې له پاره د سعودي چارواکو هڅو ته وکتل شي، مالومېږي چې ولسمشر غني هغه مهال سمه پرېکړه کړې وه، چې دادی سعودي عربستان اوس د دغه کنفرانس جوړولو ترڅنګ د افغان سولې له پاره نورې هڅې هم کړي او کوي یې.
په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د اوسنی کنفرانس ارزښت په دې کې هم دی چې د اسلامي نړۍ خورا مهمو علمي سټو (شخصیتونو) په کې ګډون کړی لکه د مسجد‌الحرام خطیب شیخ عبدالرحمن او د مصر مفتی شیخ شوقی ابراهیم.
خو طالبانو ویلي چې په دغه کنفرانس کې ځکه ګډون نه کوي چې په وینا یې د امریکایانو په خوښه جوړ شوی دی. رښتیا خودادي چې طالبان په خپله نیمچه ملایي د اسلامي نړۍ سترو عالمانو ځواب نه شي ویلي او نه له دوی سره داسې کوم منطق شته چې د اسلامي نړۍ ستر دیني عالمان پرې قانع او خپله جګړه توجیه کړي نو د تېښتې له پاره باید دغه ډول سوړې ولټوي. که داسې نه وي په کوم منطق ستر دیني عالمان چې ډېر یې په فقې، عقایدو او معاملاتو کې خورا ارزښتناک علمي اثار لري نو څنګه کېدی شي چې دوی دې د امریکا له پاره فتوا صادره کړي؟ د جدې اوسني کنفرانس اکثریت ګډونوال په دیني علومو کې د ډاکتري په کچه زده کړې لري، ددین په ټولو حکومنو ښه پوهېږي، هر یو یې زرګونه مخاطبان او زده کونکي لري نو ځکه خو د دین له اصولو یو ملي متر هم هاخوا دېخوا خبره نه کوي او نه یې کولی شي. دا خو څه ستمي او دوستمي ملایان نه دي چې د تعصب له مخې فتوا صادره کړي! نه هم فضل الرحمان او سمیع الحق دي چې د ای اس ای په امر په افغانستان کې جګړه مشروع خو په پاکستان کې ناروا وګڼي!
اوس نو د طالبانو جګړو له پاره کوم دیني مشروعیت نه پاتې کېږي، ځکه چې د نړۍ تر ټولو ستر دیني عالمان په افغانستان کې روانه جګړه غندي او د دیني اصولو خلاف یې اعلانوي نو طالبان د کوم دین او سنت پر بنسټ خپله ناروا جګړه توجیه کولی شي؟
له دې وروسته ولس د طالبانو جګړه د نورو(ای اس ای، ایران او روسانو) په لارښوونو او د هغوی ګټو ، د نشه یي توکو قاچاقو، د کانونو ناقانونه کیندنو، د عشر، ذکات، د برېښنا محصول او د حق العبور په نوم له خلکو په زور پیسو اخیستلو له پاره ده او بس.

ودان روښان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply