په سعودي کې د افغان سولې نړیوال کنفرانس/ محمد روښان ښاد

0 599

سعودي عربستان اوږده کلونه د افغانستان د جنګ او وضعیت په اړه خاموش و. په ښکاره یې نه د دې جنګ غندنه کوله او نه هم ملاتړ، مګر په پټه داسې شکونه او ګونګوسې موجودې وې چې سعودي له طالبانو او پاکستان سره خواخوږي لري او په غیر مستقیم ډول ورسره مالي مرستې هم کوي.

مګر سولې ته د ژمنیتا او په دې برخه کې د حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني صادقانه او عملي هلو ځلو نه یوازې د سعودي عربستان اوږدمهالی سکوت مات کړ، بلکې هغوی یې د افغانستان د روان جنګ نامشروع ګڼلو او غندلو او دېته وهڅول چې د افغان سولې او ثبات نړیوال کنفرانس کوربه توب وکړي.

 د نړۍ د اسلامي هېوادونو جید دیني علما، مفتیان او خطیبان په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه په نړیوال کنفرانس کې سره راټول دي. د افغانستان د علماو د شورا د مشر مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ یو ۳۰ کسیز پلاوی هم په دغه مهم کنفرانس کې ګډون لري.

په دغه کنفرانس کې د طالبانو ډلې ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو طالبانو، پاکستان او ایران په دغه غونډه کې ګډون نه دی کړی، ځکه طالبان مستقیماً دغه نامشروع جګړه پر مخ وړي، چې دوی یې د دغه ډول علماو پر وړاندې د توجیه او تعبیر لپاره هیڅ دیني سند نشي وړاندې کولی او نه هم په دې اړه استدلال کولی شي.

همدارنګه ایران او پاکستان چې د وسله والو او جنګي ډلو ملاتړي دي او په افغانستان کې روان جنګ د همدوی په ملاتړ او لمسون جریان لري، ځکه نو د سعودي بین المللي کنفرانس ته نه دي ورغلي.

طالبانو له هر ډول معقول دلیل او تعبیر پرته د اعلامیې په خپرولو سره د سعودي روانه غونډه د امریکا برنامه بللې او دوی ویلي چې هیڅ استازی به دې ناستې ته ونه لېږي.

د سوډان لوی عالم عصام احمد بشیر د افغانستان د سولې او ثبات د تامین په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل:  جنګ، تاوتریخوالی او زور د حل لاره نه ده نوموړي همدارنګه  د افغانستان د جنګ ودرول او د سولې او ثبات تامین  د ټول امت مسئله مسوولیت وباله او په ټینګار یې وویل،  په ټول امت لازمه ده چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي

ښاغلي بشیر دا هم وویل چې تکفيريان د اسماني کتاب او د هغه د نصوصو ناسم تعبير کوي، د جهاد او قتال باره کې غلط بيان کوي خپلې غیر اسلامي کړنې ناسمې تعبیروي او د خلکو ذهنیتونه اړوي. نوموړي  د اسلامي نړۍ په علماوو غږ وکړ چې د افغان سولې لپاره منځګړتوب لازم دی.

د اسلامي همکاریو سازمان مشر وویل، د اسلام دین خو رحمت دی. د انسان وژل خو حرام دي. نه پوهېږم دوی په کوم دین دي چې خلک وژني. هلته چې دواړه خواوې د الله اکبر او لااله الا الله نعرې وهي

د مکې مکرمې امام شیخ عبدالرحمن السدیس عربي ورځپاڼې ته ویلي، په افغانستان کې باید د روانو خونړیو جګړو لړۍ نوره ختمه شي او دیني علما د دغې جګړې د پای لپاره حللارو پسې ګرځي.  نوموړي ویلي د سعودي خلک له افغانانو سره ښې اړیکې لري او موږ هڅه کوو دغه هېواد ته سوله راشي.

په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه ددغه مهم کنفرانس جوړول د افغانستان د فعالې ډيپلوماسۍ او د سولې عالي شورا د ګټورو هلو ځلو څرګند ثبوت دی. دا په دې مانا دی چې د سعودي په ګډون ټول اسلامي هېوادونه د افغانستان له سولې سره مرستې ته تیار دی او په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او افراطیت باید ختم شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply