افغانۍ زمونږ ملي هویت دی / واحدګل هاشمي

0 828

په پکتیا ولایت کې د شاوخوا دوو میاشتو را په دیخوا پر افغانیو باندې د پېر او پلور په هدف عامه پوهاوی په چاپي، غږیزو او بیلابیلو رسنیو روان وو چې اوس یې تازه په ګردیز ښار کې د پاکستاني کلدارو پر وړاندې د مبارزې غړي ګرځي او هغه هټۍ تړي چې هغوي توکي په کلدارو پیري. تیره ورځ مې د ډیرو داسې کسانو سره ولیدل او خبرې مې وسره وکړې چې د کلدارو په استعمال یې دوکانونه تړل شوي وو. دوي له دولته ددې له امله شکایت درلود چې ولی یې هټۍ ورتړلی دي؟ او په وینا یې چې ددوي کاروبار ته یې زیان اړولی او دا چاره دولت په بریالۍ توګه نه شي ترسره کولی.

مهمه خبره دا ده چې دلته د خلکو عامه ذهنیت تر دې کچې ټیټ دی چې د خپلو شخصي ګټو پر وړاندې ورته ملي ګټې هیڅ ارزښت نه لري. که خدای مه کړه چیرته کوم ښوونځی ورانیږي، سرک ویجاړیږي، پل له منځه ځي لاړ دې شي مګر چې ددې نوې زمانې بې غیرته افغان کور روغ وي او دی په کې یوه شېبه په قراره ارام وکړي.

دلته له بده بخته ولس دومره په رڼو سترګو ړوند او په روغو غوږونو کوڼ دی چې د هیواد د ابادي په ځای یې شخصي ګټې ورته تر هرڅه زیات ارزښت لري، یوه نږدې ملګري مې قصه کوله چې زه پاکستان ته د ناروغانو د تداوي په پار تللی وم، یو څه مې غوښتل چې په یوه هټۍ کې وپیرم، زه چې ډیر ستړی وم او فکر مې ګډوډ وو ددې په ځای چې هټۍ وال ته پاکستانۍ کلدارې ورکړم له جیب څخه مې د سلو افغانیو نوټ راووت او په بې پامۍ کې مې دوکاندار ته ورکړ. دوکاندار چې پوه شو افغانۍ دي بیرته یې افغانۍ راوشړلې او په تنده لهجه یې راته وویل چې (( ویده یې، کالدارې راکه؛ کلدارې، دا دې کلکې په جیب کې کیږده دا دلته ارزښت نه لري چې لري یې تاته به یې لري)) قیصه مې ملګري راته کوله زړه زما ودرزیده.

ټول افغانان او ګرده نړۍ په دې قانع ده چې د افغانستان د ټولو بدبختیو لامل تور پنجابیان، پاکستاني دي. هرې کورنۍ دلته د خپلې کورنۍ غړی او یا نږدی دوست د پاکستان د شومو پلانونو له کبله له لاسه ورکړی دی او یو وار یې حتمي د غم په ټغر کینولي دي. چې تر دې کچې یې شر ټولو ته رسیدلی دی بیا هم دا ولس په بینا سترکو ړوند دی او همغه د قاعداعظم عکسونه یې په جیبونو کې سمبال ښه په عزت کې ایښي وي. زه داسې وایم چې که چیرته په هغو ولایتونو کې چې پېر او پلور په کلدارو ترسره کیږي، ددې سیمې هر ځوان، هر عالم، هر ښوونکی، هر کاریګر، هره رسنۍ په ګډه سره لاس په کار شي په جریان د یوې میاشتې کې به په افغاني بانک نوټونه راکړه ورکړه پیل شي. داسې نه کیږي چې هر څه په دولت ور وتپو او د غلا کاروبار مو پیل کړی وي.

په پکتیا کې چې د کلدارو د بندیدو خبرې راپورته شوې دوکاندارانو بیلابیلې طریقې زده کړې تر څو د قاعد اعظم له عکسونو خلاص نه شي. ځینې یې کاروبار په کلدارو کوي خو چې کوم دولتي شخص ترې پوښتنه وکړي چې تاسې پېر او پلور په څه ترسره کوئ بیا یې چیرته یو څو زره افغانۍ ښکاره ایښې وي همغه ورته وښايي چې دا دې په افغانیو پېر او پلور کوم، خو چې لږ ساعت وروسته دولتي شخص پنا شي بیرته دا ویده افغان کلدارې استعمالوي.

راځئ له ځانونو حقیقي افغانان جوړ کړو، او د پردو کرنسیو له کارونې ډډه وکړو، په دې سره به مو خپل افغانیت په رښتونې مانا سره ثابت کړی وي.

د یوه ویښ او متحد افغانستان په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply