د پاکستان ۲۰۱۸ م کال ټاکنې / ستانه ګل احمدزی

0 729

پاکستان پارلمانی نظام لری چې لمړی وزیر یا وزیر اعظم یې د ولسمشر په پرتله ډیر واک او اختیارات لری. لم‌ړی وزیر د هیواد په ملی اسمبلی کې د خپل ګوند په ډیرو څوکیو ګټولو سره بریالی کیږی. د پاکستان په تاریخ کې د ۱۹۴۷ م کال یعنی د جوړیدو څخه  را پدیخوا دا لمړۍ‎ ځل دی چې یو ولسی دولت نه واک بل ولسی دولت ته سپارل کیږی. تر اوسه پوری دوه دوری د پاکستان په تاریخ کې تیری شوی چې فدرالی دیموکراتیک حکومت خپله پنځه کلنه دوره پای ته رسولی وی. د لمړی ځل لپاره د بینظیر بوټو ګوند (پاکستان پیپلز پارټی)، اصف علی زرداری خپله پنځه کلنه د حکومت دوره پای رسولی او بیا همدا شان دا تیره دوره د مسلم لیګ (ن) نواز شریف ګوند، چې د پاکستان د حکومت په تاریخ کې یې مخکینی تیري دوه دوری ډیری د مشکلاتو نه ډکی تیری شوی. دا ځل که څه هم نواز شریف  خپله دوره نسبت تیرو دو دورو ته ډیر زیات حکومت وکړ خو د عمران خان او ځینو نورو د پاکستان ګوندونو مشرانو لخوا په ټاکنو کې د غیر شفافیت د نیوکو له وجه خپله دوره ډیر په سختی تر دې حده ورسوله چې نواز شریف یې يه تیرو ۲۰۱۳ ټاکنو کې په فساد ککړ معرفی کړ او عمران خان چې د پاکستان د فوځ حمایت ورسره ؤ د پرلتونو او مظاهرو له کبله اسلام آباد د څو میاشتو لپاره محاصره کړی و. فوځ چې تل یې نواز شریف حکومت کولو ته ارامه نه دې پریښې، په ټاکنو کې د درغلی‎ د مسلی د عمران خان او نورو ګوندونو مشرانو سره د حل او تفاهم نه وروسته یې یو بل داسې د پاناما لیک په نوم ستر دام سره مخ کړ، کوم چې د نواز شریف او د کورنۍ یې په هیواد او بهر کې د حکومت څخه د پټو شتمنیو اسناد او شواهد په کې ؤل، را برسیره کړل.  داځل فوځ ته لا ښه فرصت برابر شو او عمران خان چې د شروع نه د نواز شریف د جاګیرداری نظام مخالف و، د فوځ په قوی حمایت سره د ستری محکمی له لاری د ټول عمر لپاره بی صلاحیته او نامطلوب اعلان کړ او د شتمنیو او فساد د نه سپیناوی په توګه، د پاکستان ملی احتساب اداری له لوری نواز شریف د ۱۰ کالونو، لور یې مریم نواز د ۷ کالونو او زوم یې صفدر د یو کال لپاره په بند محکوم شول، چې د ملی احتساب ادرای لخوا د نواز شریف کورنۍ د ۱۰ میلونو پونډو په اندازه هم جریمه شوه.

د ۲۰۱۸ م کال لپاره ۱۰۶ میلونه پاکستانی وګړو د ټاکنو لپاره ځانونه ثبت کړی چې د ۸۵۰۰۰ رایی ورکونی مرکزونو څخه د پاکستان په هر برخه کې رایه اچونه کوی. د پارلمانی ټاکنو لپاره ۱۲۵۷۰ نوماندان ولاړ و، ۲۷۲ ګټونکی یا بریالی نوماندان به قومی اسمبلی د پاکستان ته لار پیدا کوی. پاکستان کښې د ۳۰ نه زیاتی سیاسی ګوندونه دی، خو  مسلم لیګ (ن) نواز شریف ګوند چې اوس یې مشری د نواز شریف کشر ورو شهباز شریف پر مخ وړی، پاکستان پیپلز پارټی ګوند (بلاول بهوټو زرداری)، پاکستان تحریک انصاف (عمران خان)، متحده قومی مومینټ (الطاف حسین)، عوامی نیشنل پارټی (اسفندیار ولی خان)، پښتونخوا ملی عوامی پارټی (محمود خان اچکزی) متحده مجلس عمل (فضل الرحمن، سراج الحق او همداسی نور)  دا هغه ګوندونه دې چې د ۲۰۱۸ کال پارلمان لپاره به زیاتی چوکۍ خپلوی. کوم ګوند چې په ټول پاکستان کې زیات سیټونه د پارلمان خپل کړل هغه به ګټونکې، لمړۍ وزیر او کابینه به تعینیږی.
په پورته ذکر شوی ګوندونو کې د مسلم لیګ (ن) ګوند او پاکستان تحریک انصاف (عمران خان) ګوند ترمنځ سیالی او رقابت ډیر دی او امکان لیدل کیږی چې عمران خان ټاکنی وګټی. ځکه چې یو خواته د پاکستان فوځ حمایت ورسره په تیر څو کلونو کې لیدل کیده او بل طرف ته ځوان نسل د پاکستان اکثره د عمران خان احساساتی سیاست نه خوښمند دی. د مسلم لیګ (ن) ګوند ډیر مخور غړی چې نوماندان ؤل، د پنجاب په مختلفو ساحو کې نامطلوب او نااهله اعلان شول او په محکمو کې ورته مختلفی دوسیی جوړی شوی ترڅو چې په مربوطه ساحو کې د مسلم لیګ (ن) ګوند په ټاکنو کمزوری او ټاکنی د بل ګوند په ګټه تمامی شی.
په پاکستان کې ټاکنی د تیر ځل په پرتله ډیری خونړۍ لیدل کیږی، تر اوسه پوری ۵ نوماندان او تقریبآ په لسګونو نور عام وګړی د بمونو او ځان وژونکو حملو په خیبر پختونخوا او بلوچستان کې د ټاکنو او سیاست ښکار شوی، چې د دې څخه یو د عوامی نیشنل پارټی ګوند مشهور غړی بشیر احمد بلور خوی هارون بلور هم ؤ.

د پاکستان راونو ټاکنو کې تر ډیره بریده داسې بریښې چې یو بل ازاد امیدوار د نورو سره د اتحاد په واسطه کیدای شی د پاکستان لمړۍ وزیر شی. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تل احساساتی لرلید او تاریخ لری، نو فکر نه کوم که فوځ خپل ځان وغولوی او یو احساساتی کس مشر کړی. د پاکستان بهرنی او داخلی سیاست د فوځ تر ولکی لاندې دی، او په تیر تاریخ د پاکستان  کې هر وخت چې کوم یو حکومت د پاکستان د فوځ د خوښې نه خلاف سیاست خپل کړی، ژر یې حکومت نسکور شوی. په تیر کې د نواز شریف او بهټو حکومتونه یې ښه مثالونه دی، چې د مارشالا او کودتا سره مخ شوی.

بل طرف ته د نړیوالو اړیکو شنونکی او د پاکستان په هکله سیاست پوهان په دې اند دي چې د ۲۰۱۸ ټاکني به هغه طرف ګتونکی وی چې د فوځ یا اسټیبلیشمینت حمایت ورسره وی. دا په دې معنی چې فوځ لاس لاندې حکومت کولاې شی او په داخلی او بهرنی سیاست کې د فوځ امر تابع وی. دا به څوک وی چې داسې حکومت پرمخ یوسې؟ دا که عمران خان وی یل بل بدیل خو چې د فوځ غوښتنو او اوامرو ته غاړه کیښودل شي او یا به داسې ازاد نوماند وي چې د فوځ سره نږدی اړیکی ولری او د فوځ تابع وی؛ د مثال په توګه چوهدری نثار، چې دغه انتخاباتو کې ازاد نوماند په توګه یې سیاست خپل کړی او فوځ سره نیږدی اړیکی لری. د کورنۍ څو غړی یې په جی ایچ کیو کې جنرالان دی. فوځ ته همدغه نه بل ښه بدیل نشته، چې د عمران خان ګوند یا بل مطرح ګوند د چوهدری نثار سره اتحاد وکړی، ترڅو د فوځ په خوښه حکومت جوړ شی. که چېری داسې ونه شی فوځ به بیا د حکومت د ضعیفه کیدو او نسکوریدو هسې پیلوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply