دغه حال دی/ عزت الله ځواب

0 732

ورور د ورور په لاس حلال دی، دغه حال دی
وطن ټول قتل – قتال دی، دغه حال دی!!
نه څوک دلته مسلمان دی، نه انسان دی!!
نه مظلوم دی، نه وبال دی، دغه حال دی!
انقلاب زما له عمر سره سم دی!!
پوره يو څلوېښتم کال دی، دغه حال دی!
بد ماشان په دې ولس کې رهبران شول!
دغه فکر دا ايډيال دی، دغه حال دی!!
دا حاجي د دې ملک په ملګرتيا کې!!
د ملا صيب انډيوال دی، دغه حال دی!
ميکدې نه به تر کوره پورې زانګم!!
په نشه کې لاره ټال دی، دغه حال دی!
مچان هم شته دی، خو ماشې حطرناک دي
بيا ځوابه پشه کال دی، دغه حال دی!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply