د ناټو سرمشریزې افغانستان مثبت وارزاوه

0 509

ایمل پياوړی

د ناټو د غړو هېوادونو کنفرانس هر کال ترسره کېږي، سږکال د جولایی په ۱۱ نېټه د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې ترسره شو چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ورغلی و. دغه کنفرانس د افغانستان د خلکو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره یوه مهمه بریا او لاسته راوړنه وه. په دې دلیل چې په هغه کې ډېر تمرکز پر افغانستان و او هر څه په کې مثبت وارزول شول.

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ترمپ څخه واخله تر وروستي ویناوال پورې ټولو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ وستایلې. د دوی تحرک او مسلکي وړتیا یې تائید کړه او دا یې ومنله چې دغه مېړني ځواکونه یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د تامین په موخه د ترهګرو پر وړاندې جنګېږي او مبارزه کوي.

 د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو له همدې امله د ۲۰۲۴ کال تر پای پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ، تجهیز ، روزنې او تمویل په موخه خپلې ژمنې تازه کړې. د ناټو د ژمنو ارزښت په دې کې دی چې دا سازمان د خپلونظامي مرستو پر مټ زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زیات تمیولي او هغوی ته مسلکي زده کړه ورکوي.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو همدارنګه په ملکي برخه کې د افغان حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني د برنامو ستاینه وکړه، خصوصاً له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې د حکومت د اصلاحاتو هرکلی وکړ او دا یې ښه او مثبت ګام وباله. د اصلاحاتو بهیر د چټکتیا او دوام غوښتنه یې وکړه.

د بروکسل په غونډه کې افغانستان مثبت وارزول شو او د نړیوالو پام لا ډېر شو او هغوی په دې باوري شول چې د ولسمشر غني حکومت او اداره هغه څه په ډېره کمه موده کې ترسره کړل چې مخکېني حکومت په څوارلسو کالو کې د ټولو امکاناتو باوجود ونشو کړای. د دغه کنفرانس د ټولو ویناوالو په ویناو کې د افغانستان په اړه مثبت لیدلوری موجود و . هغوی د جمهور رئیس غني د اوربند د نوښت د قدردانۍ ترڅنګ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې بشپړ ملاتړ وکړ.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب یې په دغه کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه، د ناټو مشرانو ته د افغانستان د اوسنی امنیتي وضعیت، تهدیدونو او فرصتونو په اړه دقیق او هر اړخیز معلومات ورکړل. او همدارنګه یې د غونډې په څنډه کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره دوه اړخیزې لیدنې هم لرلې.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو تعهد وکړ چې پس له دې به په افغانستان کې زیات تمرکز په اولویتونو او نیمګړتیاوو کوي. یانې دوی به د افغان حکومت له ملي برنامو او د افغانستان د خلکو له لومړیتوبونو او مهمو اړتیاو سره ځانونه عیاروي، تر څو د دې مرستو موثریت زیات شي او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره بهتره نتایج ولري.

د ناټو سازمان د سیمې په هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت نقش ولوبوي او د افغانستان حکومت سره د سولې په کامیابولو کې همکاري وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply