د مرګ یاد او د زړه فساد/ مفتي عبدالولي ساپی!

0 808

سعید بن جبیر رحمه الله فرمايي: كله چې له زړه نه د مرګ یاد ووځي، بيا نو په زړه کې فساد او خرابي راځي. (الزھد للإمام أحمد، ج:1، ص: 371)

د خپلو عيبونو څوکيدار شه!

وهب بن منبه رحمه الله فرمايي: هغه کس خوش قسمته دی چې د خلکو  عيبونو ته د کتو پر ځای ورته د خپلو عيبونو د کتو توفيق ورکړی شي. (الزھد للإمام أحمد، ج:1، ص: 372)

پر سنتو بس والی کول سعادت او نېکمرغي ده!

وهب بن منبه رحمه الله فرمايي:  هغه کس ته ټوله خوش قسمتي ورکړ شوې ده چې د ژوند تېرولو لپاره يواځې پر سنتو بس والی کوي او بدعاتو ته يې له سره خيال هم نه ځي. (الزھد للإمام أحمد،ج:1، ص:372)

تواضع هم خوش قسمتي ده!

وهب بن منبه رحمه الله فرمايي: کوم سړی چې د مالدار کېدو باوجود عاجزي او تواضع غوره کړي او د غريبو او بې وزلو مرسته کوي نو دغه کس بې حده خوش قسمته دی. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:372)

خوش نصیبي د عالمانو په مجلس کې!

وهب بن منبه رحمه الله  فرمايي: څوک چې د دنيا ډېر مال او دولت جمع  کړي بې له دې چې د الله نافرماني وکړي او د عالمانو په مجلسونو کې کېني نو دا کس ډېر لوی خوش قسمت دی. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص: 372)

د خواهش پرستۍ انجام!

وهب بن منبه رحمه الله فرمايي: څوک چې د نفس د خواهشاتو پسې روان شي، دی د دنيا پر رنګينيو او مال و دولت زړه بايلي او څوک چې پر دنيا زړه وبايلي، نو هغه بيا حرام کارونه او د الله نافرماني معمولي او هېڅ ګڼي. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:372)

د علم په وجه هم انسان سرکښه ګرځي!

وهب بن منبه رحمه الله  فرمايي: لکه څنګه چې په مالدارو خلکو کې سرکښان وي او هغوی د خپل مال او دولت په وجه لويي او سرکښي کوي، همدارنګه په ديني عالمانو کې هم سرکښان وي چې د خپل علم په وجه سرکښي او لويي کوي. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:372)

حلاله ګټه!

عبدالله بن عمر رضي الله عنهما فرمايي: کله چې د انسان ګټه حلاله وي، نو دغه ګټه بيا په حلالو او روا کارونو کې لګي. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:192)

بې عمله مُبَلِغ!

وهب بن منبه رحمه الله  فرمايي: د بې عمله مُبلغ دعوت داسې وي لکه ليندۍ چې غشى په كې نه وي. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:372)

د الله دوستان څوک دي؟

وهب بن منبه رحمه الله فرمايي: يقيناً هغه خلک د الله تعالی وليان او دوستان دي چې که پر هغوی څه مشکل حالات راشي نو د خلاصون امېد يواځې په الله پورې تړي. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:374)

ولي هغه چې د الله وېره يې په هر حالت کې په زړه کې وي!

وهب بن منبه رحمه الله فرمايي: بې له شکه هغه کسان د الله وليان دي چې کله هغوی ته خوشالي او فراخي حاصله وي نو بيا هم د هغوی په زړونو کې د الله وېره موجود وي. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:374)

په خلکو کې محبوب انسان!

تابعي مجاهد رحمه الله وايي چې کله يو انسان الله ته متوجه شي او د الله شي، نو الله تعالی د خلکو په زړونو کې د هغه مينه واچوي. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:378)

د زړه قرار او سکون!

امام مجاهد رحمه الله فرمايي: څوک چې حلال مال ګټي او حلال خوري، نو هغه ته مشکلات او ستونزې اسانېږي، د زړه سکون ورته حاصلېږي او له زړه نه يې لويي او تکبر ختمېږي. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:378)

له الله نه حیا!

عبید بن عمیر رحمه الله فرمايي: له خلکو نه د حيا کولو په نسبت له الله تعالیٰ نه ډېره حیا کوئ. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:378)

د الله پر نافرمانۍ د جرئت کولو نتیجه!

ابراهیم نخعي  رحمه الله فرمايي چې کوم سړی چې پر ګناه او د الله پر نافرمانۍ کولو زړه ور شي، نو د هغه له زړه نه د الله وېره ختمه شي. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:365)

جنازې: نن او پرون!

ابراهیم نخعي رحمه الله فرمايي کله چې به مونږ  په کومه جنازه کې شامل شو، نو ډېرې ورځې به يې پر مونږ اثرات موجود وو، ځکه چې مونږ به دا فکر کولو چې وفات شوی کس خو يا جنت ته لاړ يا جهنم ته خو  نن تاسو په جنازو کې هم د خپلې دنيا او مال خبرې کوئ. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:365)

ریاکار له ایماني حقیقته لرې وي!

عبدالله بن عمر رضي الله عنهما فرمايي چې کوم کس رياکاري نه پرېږدي هغه د ايمان حقيقت هم نشي موندلی. (الزهد، للإمام أحمد، ج:1، ص:366)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply