تش په نوم د سیاسي ګوندونو سرلارو په اوړو کې شګې دي

0 681

ودان روښان

په دې وروستیو کې تش په نوم د سیاسي ګوندونو میراثي او زرورو مشرانو ډېره یوه عجیبه او حیرانونکې ډرامه پیل کړې. دغه ښاغلي وایي چې« این کوې، پین کوې، دا پټی په شین کوې» په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون له مهال ویش سره سم درې میاشتې پاتې دي خو په اصطلاح د سیاسي ګوندونو سرلارو دواړه پښې په یوه موزه کې منډلي او ویايي چې په ټاکنو کې ددرغلي مخنیوي له پاره دې په ټاکنو کې د ګډونوالو بایمتریک وشي او له دې پرته څوک وایي ټاکنې نه مني، یو دوه خو بیا نورې ډنډورې او هغه د چا خبرې نورې غاړې کوي او وایي چې د ټاکنو پر بدیل به فکر وکړي. دغو ښاغلو نه دي ویلي چې بل بدیل به یې څه وي خو ددوی موخه اصلا ګواښ او ویرول دي او پر دې هم ټول پوهېږي چې ګواښ تل د امتیاز اخیستو او هغه هم د مشروع نه بلکې د نامشروع او له استحقاق او حق پورته امتیاز غوښتنې په موخه کېږي. که ددغو ښاغلو تېرو کړو وړو ته وکتل شي دوی رښتیا هم ټول عمر له استحاق پورته، د پردیو او بهرنیو په پټو او ښکاره ملاتړ او دسیسو خپلې نامشروع غوښتنې پر ملت تپلي چې نه جبرانېدونکي زیانونه یې مظلوم ولس ګاللي دي. په هرصورت دا به کوم منطق ومني چې په دغه لنډ او تنګ وخت کې دغسې پر یو پرمختللی سیستم د ټاکنو ګډونوال بایمتریک شي. یو ځل خو دا مسله همدوی راپورته کړه چې د ټاکنو له پاره دې خلک خپل نومونه ولیکي، په اصل کې خو د افغانستان امنیتي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز وضعیت ته په کتو همدغه چاره (ساده نوملیکنه)هم که ناشونې نه وه ستونزمنه خو وه. څرنګه چې د ولسمشري په ټاکنو کې ماتې خوړلي لوري خپله ماتې نه منله او دعوه یې کوله چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي او په ټاکنو کې دې د ګډونوالو نوملیکنه وشي. رښتیا خو دا و چې د ولسمشري په تاکنو کې دوی له همغه لومړي سره پلان درلوده چې د خپلې ماتې نه منلو ته باید پلمې ولټوي(۱) نو ځکه خو یې داځل کمیسیون اړ کړ چې په ټاکنو کې ګډونوال باید خپل نومونه ولیکي چې دغه کار خطرونه هم درلودل او هم یې لري. طالبانو ګواښ کړی چې که له چاسره سټیکر والا تذکره موندل شوه سزا به ورکړل شي او پر دې هم ټول پوهېږي چې د طالبانو سزا به څه وي؟ خو دغه ښاغلي له سره په دې اړه فکر نه کوي ځکه چې د خلکو ژوند خو دوی ته لا له وړاندې ارزښت نه درلوده(۲) که وکتل شي دغه خلک ددې پرځای چې سیاسي ګوندونه وي تر ډېره د جګړو مارو باڼدونه اویا هم د جګړو له پاره کرایي ډلو مشرانو ته پاتې کېږي چې ځینو یې قومي، توکمیز او مذهبي ماسکونه هم پرخپلو مخونو راکش کړي دي خو اوس چې په ښکاره او مخامخ دېر په شان عمل نه شي کولی خو په نورو بڼو ملت کړوي.                                                                                                                                     له کلونو راهیسې همدغو سټو او ډلګیو داسې ګڼلې چې ملت یانې دوی، په داسې حال کې چې ملت ته له ټولو ډېر زیان د همدوی خپلمنځي خرمستیو او انډوخر اړولی دی. ځینې له دوی چې ځانونه سیاسي ګوندونه ګڼي خو که رښتینی او بې پرې حساب کتاب وروسره وشي سیاست خو پر ځای پرېږده چې د خپلو جرمونو او جنایتونو په بدل کې یو ځل څه چې څو ځله باید اعدام شي، خو دوی په ډېره سپین سترګي څوک ځانونه د قومونو نا ټاکل شوي استازي ګڼي، څوک سیاستوال، څوک د سیاسي ګوندونو مشران پرته له دې چې د سیاست او سیاسي ګوند په مانا وپوهېږي، خو زه فکر نه کوم چې دوی له هغه یو دوو پلانکيانو پرته چې نالوستی دی نور به یې د سیاست او سیاسي ګوند په مانا پوهېږي، ځکه ځینې یې په صدای بلبلانه مشهور دي، ځینې په کې د استاد لقب هم ځان پسې کشوي خو مالومه نه چې دا استادي دوی ته چا او دکونو زده کړو او علمي څېړنو په پایله کې ورکړې، ځینې امیران، انجنیران، ډاکتران، پوهاندان او …څه… او …څه…. دي.

خو که رښتیا ته سره کینو دا ډلې او ډلګې د کلمې په رښتینې مانا سیاسي ګوندونه نه دي، ځکه په یوه دمکراتیکه ټولنه کې چې سیاسي ګوندونه ددموکراسي مظر دي په خپله سیاسي ګوندونه هم باید دمکراتیک جوړښت ولري او د دمکراتیک جوړښت مانا داده چې د ګوند ټول جوړښت له کښته تر پورته پورې باید د ټاکنو له لارې غوره شوی وي له هغه وروسته دوی په ټولنه کې دمکراسي پلې کولی شي. د بېلګې په توګه کله چې په امریکا کې د ولسمشري ټاکنې کېږي له هغه مخکې په خپله ټاکنو ته ولاړ ګوندونه خپلمنځي ټاکنې کوي په دې توګه ټاکنو ته خپل نوماند غوره کوي بیا وروسته مخکښ نوماند د سیالې ډلې نوماند سره چې په همدې بڼه غوره شوی وي د ولسمشري څوکیو ګټلو مقابلې ته راووځي چې دا شوه دمکراسي. خو موږ والو ته بیا کینه! لومړی خو داسې ډلې شته چې پاک او سوچه د یو قوم او مذهب خلک په کې راټول شوي او د نورو قومونو یا بل مذهب خلکو ته نه په کې ځای شته او نه هم څوک ورځي. خو په هغه یو قوم او یو مذهب کسانو کې هم د کورنۍ، خپلولۍ، سیمې او جقرافیي اغیزې او نښې له ورایه ښکاري، د ټاکنو خو له سره په کې خبره نه کېږي، یو مشر دی که مړ یا ووژل شو یا خو به یې د کورنۍ کوم غړی ځای نیسي او یا به کوم څوک چې زور ولري هغه به یې ځای نیسي او ټاکنو خبره له سره نه رامنځته کېږي. داسې ډله هم شته چې دا څوکاله غورېږي چې ګوندي کنګره به جوړوي خو څرنګه چې مشر ته مشري له پلاره پاتې ده او دی نه غواړي مشري بل چا ته پرېږدي او په ډله کې له پیاوړو سیالانو وېرېږي چې ځای به یې ونیسي نو ځکه خو خپله کنګره نه شي جوړولی یوازې څوکسان چې هم خپلوان او کلیوال یې دي د سادوګانو (ویاندویانو)په توګه ګومارلي یو څه کسان چې د نورو قومونو او سیمو وو  او له پاره ورته به میراث پاتې شوي دغه وضعیت ته په کتو ترې جلا او پر همدغه نوم یې جلا ډله اعلان کړه، خو دغه ښاغلي بیا هم د خپلې ډلې ملي ښودلو له پاره د نورو قومونو په ګوتو شمار کسان په سمبولیکه بڼه د ډېرو پیسو په بدل کې ځان سره ساتلي او به غونډو کې یې به لومړۍ لیکه کې کینوي چې خلک ووایي هغه دی د بل قوم کسان هم ورسره شته خو هغوی (د بل قوم کسان)په پرېکړو کې د یو توت په اندازه واک هم نه لري. بله ډله چې بیا یو څه ځان افغانستان شموله ګڼي او جارچیان یې خپله ډله حزب میلیوني ګڼي هغه هم له دمرکراسي ډېر واټن لري. دا ډله کله نا کله ټاکنې هم کوي خو د ټاکنو او دمکراسي له پاره نه بلکې د مشر په خوښه ځینې کسان د ډلې پر لوړو او مهمو ځایونو ګومارلو په خاطر وي، د ډلې مشر یو وخت د خپلې مشرتابه شورا ۱۲ واړه غړي په خپل امر شړلي او دا یې هم وته ویلي و چې په بل نوم او له بل چا سره هم سیاسي فعالیت نه شي کولی. ددې ډلې په اړه بله قانوني ستونزه داده چې په نوم یې بله رسمي راجستر شوې ډله هم شته چې د دواړو چاپي خپرونه یا اوونیزه هم په یو نوم خپرېږي.  

ځینې داسې کسان هم شته چې ځانته د سیاسي ګوند مشر وایي خو یوازې د یوې کورنۍ مشر یا یو دوه درې کسان وي خو ځانونه ګوند بولي نه یې نور غړي چا لیدلي او نه هم په دغه نوم کوم فعالیت لیدل شوی خو دغه کسان هم په خبري او نورو غونډو کې ناست او له یوې پتې خبرې څه چې ګواښونه کوي. سره له دې چې د په اصطلاح سیاسي ګوندونو او  ډلو خپل انځور دغه ډول دی چې له دمکراسي سره هیڅ اړخ نه لګوي خو په هېواد کې بیا د امریکا او نورې پرمختللې نړۍ پر معیارونو ټاکنې غواړي.

اصلي خبره داده چې دوی نورې موخې لري چې هغه په ښکاره نه وایي، په دې مانا چې دغه خلک په ټاکنو کې ددرغلۍ مخنیوي په خاطر هلې څې نه کوي بلکې دا ټولې اوتې بوتې د خپلو ګټو له پاره دي یانې دغه خلک د ځان، خپلو کورنیو او بړیڅو له پاره وارد مخه تضمین شوې ونډه غواړي ځکه چې د ملت له ارادې ویرېږي او داسې ګڼي چې په ټاکنو کې ښایي ملت داسې څپېړه پرمخ ورکړي چې په ولسي جرګه کې به یې یو کس هم بریالی نه شي نو ځکه خو غواړي یا سر له اوسه خپله ونډه یقیني کړي، له دې پرته ټاکنې سبوتاژ کوي. بله اخیسته دا هم کېدی شي چې دا ډلې داسې ګڼي چې د ټاکنو کمیسیون به په  خپلو اوتو بوتو  اړ کړي چې د بایمتریک په اړه یې غوښتنې ومني او دې ته په کتو چې هغو عامو خلکو چې یو ځل د خطر په منلو سره پر خپلو تذکرو سټیکرونه لګولي بل ځل لیواله نه دي چې د بایمتریک له پاره بیا د نوملیکنې مرکزونو ته ورشي نو ځکه خو به یوازې ددوی د خوښې په ګوته شمار کسان بایمتریک شي او بیا به ددوی، دکورنیو غړو چې هر یو یې درې او ۴ رامخته کړي او هم پلویانو ته رایه ورکړي په دې توګه به په ولسي جرګه کې یوازې د همدغو خلکو کسان ناست وي او بس، یا هم ښایيدوی به په ټاکنو کې کومه بله خپله ګټه لټوي چې همدې ته بیا وایي په اوړو کې شګه.

(1) زه یو څوک پېژنم چې د ولسمشري دویم پړاو ټاکنو پر ورځ د یو بنسټ په استازولي یو ټاکنیز سایت( مرکز) کې ګومارل شوی و، وویل کله چې په اړوند سایت کې د ټاکنو لومړنۍرایه شمېره وشوه د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپیان له مرکزه خپل څارونکي زنګ راغی او پوښتنه ترې وشوه چې پایله د چا په ګټه ده، هغه ځواب ورکړ چې د مقابل لوري( محمد اشرف غني)، دغه څارونکي ته وویل شول چې له ځنډ پرته مرکز پرېږدي او پاڼه هم لاسلیک نه کړي او هغه هم همداسې وکړل. له دې ښکاري چې دوی واردمخه د ټاکنو پایلو نه منلو هوډ درلود.
(2) په ټاکنو کې د ګډونوالو پر بایمتریک تر ډېره هغه ډلې ټینګار کوي چې د همدوی په جګړو کې یوازې ۶۰ زره کابل ښاریان وژل شوي، د مړو ګډاوېیې کړي او د خلکو پرسرونو همدوی میخونه ټکوهلي، د همدوی له لاسه پیغلو نجونو د خپل عفت او عزت ساتنې په موخه د مکرریون له شپږم پوړه ځانونه راغورځولي او ډېر نور جنایتونه، نو ځکه خو دوی د خلکو د ژوند څه پروا لري؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply