دافغان وژنې لوبه /محمود نظری

0 892

څوک چې د ملت حق خوري چې هغه  ژیړسترګی غل نه دی نو څه دی

څوک چې دپروړو لاندې  اوبه تیروي چې هغه زنګوهلی نل نه دی  نو څه دی

څوک چې د دوستم ،څوک چې د عطا ،څوک چې دمحقق سوټی دی

هر یو چې دا  بزرګان غواړې دملت د پک سر تنډ کټمل نه دی نو څه دی

یو وخت  دامریکا جمهور افغانانو ته د جهاد فتوا ورکول

پاکستان ورته د غلا او د وطن دجیب پریکولو  سلا ورکول

له ښومجاهدینو څخه  ډارماران او جاسوسان جوړ سول

د مشرانو يې وطن پلورنکي او د خاورې دښمنان جوړ سول

کافرانو هیوادو ورته مرمي ستنګر او رنګارنګ وسلې ورکولې

د جهاد  لوی مشرانو ته يي د وژلو اووراني لپاره پیسې ورکولې

دافغانستان يې ټول  ویجاړ کړ تر هغه چې غله  سوه مشران

ولس یې مهاجر او مړ کړ اوبچان یې ټول پاته سوه یتیمان

هر مجاهد  هم تر اوسه دا ګڼي چي دا فغان د وژولوحق لري

د کافر و دوږخ اود مسلمان وجنت ته دا ستولو حق لري

په یو ورور يې په بل تباه کړ چې  دده وینه سره د هغه سپینه ده

دفتوا  ښوروا چې ملا سي آی اې پخکړې له اوله ډیره مالګینه ده

***

تر اوسه دنیا  ته افغان وژ لوبه ډیره اسانه او شرینه ده

ان تلواله لا افغان وژلوبې ته خورا لړمون خوړینه ده

افغان وژنه دنیا کې هیڅ قاتل ته کوم اړخیز زیان نه لري

ترمردارو ژوو ارزانه دنیا ته د افغان پاستوریزه وینه ده

بې پوښتنې  وژنه د کاوبايي جانیانوخورا ډیره خوښه ده

ددنیا دجانیانو د ژوندي انسان ښکار سره خورا  مینه ده

پردي او خپل اوس افغانان وسا بې ټکټه اوټکسه  ښکاروي

د ښکاري يې دڅیري لونګي او پرې چپلکو سره مینه ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply