فوټبال کې د یو شمېر رنځونو درمل دی / عتیق الله احمدزی

0 777

څیړنه: فوټبال کول د یو شمېر رنځونو درمل دی:

دعوت میډیا ۲۴ (جمعه، ۵ زمری، ۱۳۹۷ل): څیړنې ښیي چې هره ورځ فوټبال لوبه کول د یو شمېر رنځونو غوره درمل دي، دا د کولیسترول، وینې ټيټ فشار، بدن چربي او نورو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.

څیړونکي وایي چې فوټبال کول په ژوند کې د ډول ډول ناروغیو مخه نیسي، هغه کسان چې فوټبال کوي د هغو په پرتله چې نه یې کوي ډیر لږ د کولسترول، د وینې ټيټ فشار او د بدن چربي ناروغیو سره مخ کیږي.

دوی زیاتوي، فوټبال لوبه داسې درمل دي، چې زاړه، واړه، ځوانان او د هر عمر انسان یې کولای شي، او هم د هر چا لپاره ګټوره ثابتیږي، چې د شکر، لوړ فشار، هډوکو کمزورتیا او یو ډول نورو ناروغیو په مخنیوي کې غوره وسیله ده.

دغه څیړنه چې د ډنمارک کوپناګن پوهنتون کې ترسره شوې ښيي، هغه کسان چې فوټبال نه کوي ډیر یې د وینې فشار او کولیسترول په رنځ اخته دي، مګر هغه کسانو چې دغه ناروغۍ یې درلودلې او بیا یې فوټبال ته مخه کړې ناروغۍ یې له منځه تللي دي.

سربېره پر دې دوی زیاتوي، هغه کسان چې فوټبال کوي زړونه یې د هغو په پرتله چې نه یې کوي شپږ وارې زیات درزیږي او په چټکۍ سره بدن ته وینه فعالوي.

دوی وایي د یوازې منډې وهلو او یا هم په نورو لارو وزن کمولو نه فوټبال کول غوره دي، ځکه چې په دې کې د بدن ټول اعضا حرکت کوي، لکه د پښو، لاسونو، سر او نور بدن، چې دا د منډې وهلو څخه مختلف دی.

د څیړنې پر مهال له هغو ۳۱ نورو څیړنو هم ګټه پورته شوې چې وړاندې په دې برخه کې ترسره شوې وې.

فوټبال په ځانګړي ډول د کوچنیانو لپاره د هډوکو پیاوړولو کې بې پناه مرسته کوي، کوم کوچنیان چې فوټبال کوي د هغو په پرتله چې نه یې کوي، هډوکي پياوړي او د بندونو له ناروغۍ سره نه مخ کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply