پر سره سياره د اوبو ډنډ موندل شوی

0 626

د مريخ پر جنوبي قطب د اوبو د يوه ډنډ څرکونه لګېدلي دي چې شاوخوا شل کيلو مټره مساحت لري.
که څه هم تر دې وړاندې پر دغه سياره په څېړنو کې په وار وار هلته د اوبو د شتون څرکونه لګېدلي، خو په بشپړه توګه ډاډ نه دی ورکول شوی چې هلته اوبه شته که نه.

د مريخ پر مخ له ډېرې مودې راهيسې يخ وار په وار زياتېږي او تر دې وړاندې ساينس‌پوهانو ويلي ول چې ښايي د مريخ پر مخ اوبه په يخي حالت کې وموندل شي.
اوس د اروپا د فضايي څېړنو ادارې اي‌ايس‌اې پر مارس ایکسپریس اربټر باندې له خپل ځای پر ځای کړل شوي سټلايټ څخه داسې عکسونه او وېډيوګانې موندلې دي چې هلته د اوبو يو لوی ډنډ ښکاروي.

ساينس‌پوهان وايي، کېدای شي د اوبو دغه ډنډ شاوخوا يو مټر ژور وي، ځکه نو دوی ورته جهيل نه، بلکې د يخي د ويلې کېدو له امله، يو جوړ شوی ډنډ وايي.
د دوی په خبره، داسې ښکاري چې په دې اوبو کې به بېلابېلې مالګې وي چې د انسان د څښلو نه دي.

مارسس راډار د مريخ پر همدې ساحه شعاعوې غورځولې دي او بېرته چې کومې ريډيايي څپې تر لاسه شوې، ښيي چې هلته ګرد او يخي دی، خو شاوخوا يو نيم کيلو مټر لاندې بيا اوبه شته.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply