په افغانستان کې په لس هاو حزبونه دي چې د عدليې له وزارت سره ثبت او يو شمير يې ثبت نه دي خو فعاليت کوي ، په افغانستان کې اته شپيته حزبونه رسما ثبت شوي دي ، داسې حزبونه شته چې سل کسان نه لر ي ، که مو نږ دا ټول حزلونه سره يو ځاى کړو نو دوه قوي حزبونه ترينه نه جوړ يږي ـ يو متل دى چې وايې : قصابان چې ډير شي نو غو ا مرداريږي ـ اوس نو په افغانستان کې حزبونه ډير شوي دي نو افغانستان يې داسې حالت ته رسولى دى ـ
اوس چې د ولسمشرۍ ټاکڼو ته څو مپاشتې پاتې دي نو ځيني اشخاص لکيا دي او نوي حزلونه جوړوي ،
دا هغه کسان دي چې له باندنيو هيوادونو له استخباراتو څخه د کمپاپن لپاره پيسې او مادي امکانت لاس ته راوړي او خپل وطن کې امنيتي او سياسي حالت نور هم خرابوي ـ
زما په نظر په افغانستان کې له دريو قوي حزبونو څخه زپاد حزبونه د افغانستان د سولې او استقرار لپاره په کار نه دي ، زمونږ ولسمشر خاص حزب نه لري ؛ او دا ضروري ده چې ولسمشر يو حزب ولري ، که حزب يې درلودلاى نو کارونه به پې د حزب د کړنلارې په اساس مخ ته وړلې او دومره د انتقاد لاندې به نه راتللو ـ اوس وکورۍ د ولسمشر په مقابل کې يو شمير حزبونه سره متحد شوي او ولسمشر ته او نظام ته يې سر خوږى پيدا کړى دى ـ
بل مشکل دا دى چې په افغانستان ډير شمير حزبونه د قوم او سمت په بنسټ جوړ شوي چې دا کار خطر ناک دى او د ملي وحدت لپاره هيڅ ګټه نه شي رسولاى ـ هر حزب بايد افغان شموله وي او ېه يو قوم پا سمت منحصر نه وي ـ
بل دا چې کوم حزبونه چې د ولسمشر په مقابل کې دريدلي ؛ دا حزبونه له يو بل سره د جنګونو او لانجو تاريخ لري ، دوي هيڅکله د هيواد په ګټه کار نه دى کړې بلکې شخصى ، حزبى ، قومي او سمتي منافع يې په نظر کې نيولي دي ـ
په افغانستان کې د حزبونو د کثرت په سبب په افغانستان کې حالات ناسم دي او ناسم به وي ـ
په امريکا کې ، په انګلستان کې او نورو اروپايي هيوادونو کې محدو شمير حزبونه دي چې په انتخاباتو کې برخه اخلي او حکومت جوړوي ـ
که چير ته په افغانستان کې دوه يا درې حزبونه وجود ولري نو دا د پارلماني انتخاباتو لپاره هم ګټور کار دى ـ که په پأرلمان کې هر حزب زيات نمايندګان درلودل نو هغه حزب دې حکومت تشکيل کړي ـ دا نظام په انګلستان ، هندوستان ، پاکستان او ځينو نورو هيوادونو کې تر سره کيږي ـ په تيرو څو ورځو کې په پاکسنان کې انتخابات وشول ، د عمران خان د تحريک انصاف حزب په پارلمان کې زياتې څوګۍ وګټلې نو اوس به د ده په فيادت حکومت جوړيږي ، پاکسنان او هندوستان تشريفاتى ولسمشران لري او په انګلسنان کې خو ملکه ده ـ
د ليکنې خلاصه داده چې په افغانستان کې د حزبونو کثرت د افغانستان د نظام جوړونې لپاره مناسب نه دى ، دې موضوع کې بايد غور وشي او د حزبونو د ډيرښت مخه ونيول شي ـ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320