ننګرهار کې د شته ناامنیو لاملونه/اېمل پیاوړی

0 692

 

د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې چې تر ټولو وحشي او بې رحمه دښمن (داعش) حضور او فعالیت لري، په دې وروستیو کې په کې وژنې او ترهګریز بریدونه زیات شوي دي. دغه بریدونه وروسته تر هغې زیات شول چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د داعش ځالې او مرکزونه په نښه او ویجاړ کړل.

په دغو بریدونو کې د داعش ګڼ جنګیالي ووژل شول او سیمې ورڅخه بېرته ونیول شوې. کله چې دوی پوه شول چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د مخامخ جګړې تاب نه لري، نو دوی خپلو تکتیکونو ته بدلون ورکړ. ښارونو ته یې مخه کړه او هلته یې په هدفي وژنو، ترور او ترهګریزو بریدونو او چاودنو لاس پورې کړې.

د افغانستان دغو بې رحمه دښمنانو پر دیني علماو، قومي مشرانو، ښوونځیو، روغتونونو، ملکي تاسیساتو او عامه ځایونو باندې بریدونه وکړل چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.

په ننګرهار کې چې کوم وحشت د داعش له لوري روان دی دا د جګړې له ټولو اصولو سرغړونه ده، ځکه دوی حتی د ښوونځیو پر ماشومانو او د روغتون پر ناروغانو هم رحم نه کوي او پر ټولو بریدونه ترسره کوي. د دغه وحشي دښمن د ځپلو او له ښاره د دوی د شړلو لپاره افغان حکومت تازه امنیتي تدابیر نیولي دي.

د دغو نویو امنیتي تدابیرو له مخې د ښار امنیتي چارې د پولیسو پرځای ملي اردو ته وسپارل شوې. ملي اردو به د پولیسو د ځانګړو قطعاتو تر ځای پرځای کېدو او د پلټنو ترسره کولو پورې په جلال اباد ښار کې مېشت وي او دوی به له پولیسو سره په ګډه د امنیت د تامین په برخه کې هڅې کوي، تر څو خلکو ته امن او خوندي فضا رامنځته کړي.

د ننګرهار په ناامنیو کې د مافیایي کړیو د شتون لاس هم نشي ردېدلی، ځکه همدوی له دښمن سره مرسته کوي، خپلو کورونو او حویلیو کې یې ساتي. انفجاري مواد ورکوي او نورې بېلابېلې مرستې ورسره کوي، ځکه له کومې ورځې چې د ننګرهار په ملکي او نظامي ادارو کې بدلون راغلی او د پخوانیو کسانو پر ځای نوي او وړ کسان استخدام شوي دي نو ورسره جوخت په ننګرهار کې په ملکي ادارو بریدونه هم زیات شوي دي.

داسې ویل کېږي او اکثره خلک په دې باور دي چې مافیایي افراد او کړۍ غواړي په اړوندو ادارو کې د خپل فساد اسناد او دوسیې له منځه یوسي او هیڅ شی هم پرېنږدي. د خلکو دا باور ځکه د منلو وړ دی چې په ننګرهار کې له نویو مقرریو او اصلاحاتو وروسته پر ادارو د بریدونو لړۍ چټکه شوې ده.

ممکن د دې ترڅنګ ځینې نور واړه لاملونه لکه د ځینو چارواکو غفلت، بې پروایي او کم ظرفیتي هم وي، خو د دې ټولو پر وړاندې باید د ننګرهار ولس د خپلو سیمه ییزو مسوولینو ترڅنګ ودرېږي. او په ګډه د بې رحمه دښمن د وحشت او تخریب مخه ونیسي. تر هغو چې ولس همکاري ونه کړي، نو په یوازې ځان به امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سخته وي چې په کم وخت کې د هغوی مخه ونیسي، ځکه دښمن د ولس په منځ کې تګ راتګ کوي، ځالې لري او د فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د دوی خواخوږي ترلاسه کوي. مګر که ولس ویښ او بیدار وي او له حکومت او اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ او همکارۍ کار وکړي، نو باور دی چې دښمن به نه ښارونو ته لاره پیدا کړي او نه به هم په لیرې سیمو کې له وېرې ځالې جوړې کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply