د اوبو کموالی/ راتلونکی ګواښ – سردار محمد همدرد

0 726

اوبه چې د الله تعالی یو له لویو نعمتونو څخه شمېرل کیږي، د ځمکې پر مخ د انسانانو د ژوند کولو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا ده. اوس مهال چې په یو شمېر هېوادونو کې انسانان د اوبو له کمښت سره مخ کیږي، نړیوالو بنسټونو یې سبب د هوا ګرموالی او اقلیمي بدلون ښودلی دی.

د مارچ۲۵ چې د اوبو نړیواله ورځ (اوبه د طبعیت لپاره) نومول سوې ده، د دې ورځو په لمانځغونډو کې هم د اوبو د راتلونکي بحرانونو په اړه بحثونه کیږي. په (۲۰۱۶م) کال د هالنډ په ټونټي پوهنتون کې یوه څېړنه ترسره سوه. په دې څېړنه کې راغلي وو چې په کلني ډول د لږ تر لږه یوې میاشتې له پاره به ۴ میلیارده انسانان د اوبو له کمښت سره مخ وي. همدا راز اټکل سوی دی چې په افریقا کې به ملیونونه انسانان د دوامداره وچکالۍ له بحران سره مخ سي.

په افغانستان کې هم د اوبو متخصصینو د راتلونکي لپاره د اوبو د بحران خبره کړې ده. افغانستان چې یو زراعتي هېواد دی، ډېری وګړي یې په کرونده بوخت دي. دا بحران به له اقتصادي اړخه هم یوه لویه ستونزه را منځ ته کړي. په دې وروستیو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د اوبو د کمښت ستونزه را منځ ته سوې ده. دا ستونزه هم د کم اورښت له امله ده او هم د ځمکې لاندې اوبه ورځ تر بلې د ټیټېدو په حال کې دي.

دا اوس اوس په هلمند کې د کجکي بند د کاسې اوبه ورځ تر بلې کمیږي. د کجکي د بند د مسوولینو په وینا که د اوبو کمښت دغه ډول جریان ولري، کېدای سي شل ورځې یا میاشت وروسته د کجکې کاسه په بشپړه توګه خالي سي. پر دې سربېره په هلمند کې د ځمکې لاندې اوبه هم تر پخوا ډېرې ښکته سوي دي. کندهار، بادغیس، نیمروز او په خپله مرکز کابل دا اوس مهال د اوبو له لوی ګواښ سره مخ دی.

په نیمروز کې چې زه د دولت د یوه مامور په توګه دنده ترسره کوم. تېر کال د نیمرزو ټول کښتونه د اوبو د کمښت له وجې پاتې سول. نیمروز د مرکز زرنج په شمول کنګ، چخانسور، چهاربرجک او دلارام ولسوالۍ او په ټوله کې نیمروز د څښاک د اوبو له ستونزې سره مخ دی. مرکز او ټول نیمروز تر ځمکې لاندې خوږې اوبه نه لري. یوازې خاشرود ولسوالي د ځمکې لاندې خوږې اوبه لري چې هغه هم د پخوا په پرتله ډېرې ښکته سوې دي.

زه نه غواړم چې د اوبو په تخنیکي اړخ بحث وکړم؛ ځکه په دې برخه کې ډېره مطالعه نه لرم؛ خو کله نا کله د افغانستان له لوی عالم او د اوبو له متخصص ډاکټر صاحب فاروق اعظم سره په دې اړه بحث کوم. ځینې دوستان دا موضوع ډېره ساده ګڼي؛ مګر ساده نه ده. دا یو لوی ناورین دی.

د ملي وحدت حکومت تل د اوبو د مدیریت خبره کړې ده؛ خو په دې برخه کې تر دې ډېر کار ته اړتیا سته. حکومت ته په کار ده چې د راتلونکي نسل لپاره د اوبو د بحران مخنیوی وکړي. که دا کار ونه سي، زمونږ د هېواد لپاره به په راتلونکي کې لوی ګواښ وي.

د اوبو په برخه کې یوه کارپوه وینسینت کاسي ویلي دي، د دې له پاره چې د اوبو د کمښت مخنیوی وسي حکومتونه باید د اوبو رسونې په برخه کې پر بنسټونو او د اوبو په ذخیره کولو کې لا ډیره پاملرنه وکړي.

زمونږ د هېواد لویه ستونزه د اوبو په مهارولو کې ده. مونږ تر اوسه د دې وړتیا نه ده پیدا کړې چې خپلې اوبه مهار کړو.

په پای کې بیا هم دا خبره کوم چې د راتلونکي لپاره زمونږ په هېواد کې لوی بحران د اوبو کمښت دی. په دې برخه کې باید حکومت جدي پاملرنه وکړي. کنه نو په راتلونکي کې به د اوبو د نشتون او لوی ګواښ شاهدان و اوسو.

په درنښت

۱۳۹۷/زمري/۱۶

کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply