د ننګرهار د جنایتکارانو او د نا امنۍ د عواملو په مهارولو لاس پورې کړئ

0 630

تاند – د کابل او ننګرهار تر منځ وروستي ارتباطات ښیي، چې نور نو زورواکو او مافیایي کړیو ته د ارګ زغم پای ته رسېدلی او د هغوی د مهارولو لپاره یې ځانګړي پوځي واحدونه جلال اباد ته لېږلي دي.

ویل کیږي، چې حکومت دا ګام وروسته له هغه واخیست چې ننګرهار ته نوي لېږل شوي والي د سیمې حالات تشخیص کړل او په کابل کې چارواکو ته یې راپور ورکړ.

په کابل کې یوه حکومتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، چې ننګرهار ته د والي په توګه د حیات الله حیات په ورتګ سره هلته واکمنو او زورواکو وکیلانو ورته خپلې غوښتنې مخې ته ايښي او ورته یې ویلي چې که غواړي چې په ننګرهار کې ولایت وکړي د هغوی غوښتنې دې ومني.‌

د حاجي ظاهر قدیر په هکله ویل شوي، چې حکومت باید هغه ته هره میاشت د پنځوسو ساتونکیو تنخا اولګښتونه او تر څنګ یې دېرشو موټرو ته لګښتونه ورکول شي.‌

یوه بل زورواکي حاجي حضرت علي غوښتنه کړې چې د هغه د کور د برېښنا میاشتنی لګښت درې زره لېټره تېل دی او دا چې هغه جهاد کړی نو ولایتي اداره باید هره میاشت د هغه د درې زره لېټره تېلو لګښت ورکړي.

د حاجي محمد امان خیري په هکله ویل شوي چې له والي څخه یې د خپلې حجرې د چلولو لپاره د میاشتې د دېرش زره ډالرو شکونې د دوام غوښتنه کړې ده.

په یوه بل انکشاف کې تاند ته وویل شول، چې څلورمه دوسیه د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار او پنځمه د فریدون مومند په نامه ثبت شوې ده.

ویل کیږي چې د رسنیو هغه کارکوونکی چې څو میاشتې وړاندې یې د ښاغلي مسلمیار له کور نه په ځانمرګو بریدونو کې د کارېدونکو واسکټونو د راوتلو په هکله خبر خپور کړی وو، تری تم شوی دی.

په داسې حال کې چې د ښاغلي مومند په هکله ویل کیږي چې له یوې خوا د افغانستان حکومت او په افغانستان کې د هند له دپلوماتیکو حلقاتو سره ارتباط لري او بلې خواته د پاکستان استخباراتي ادارو سره اړیکې پالي او د میرویس یاسیني په همکارۍ یې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د پاکستان شناختي کارډونه توزیع کړي دي.

د ښاغلي یاسیني په هکله پخوا ویل شوي وو چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پخواني ولسمشر فاروق احمدخان لغاري تر څنګ کور ورکول شوی دی.

داسې ښکاري چې په ننګرهار کې په روانو نا امنیو کې دا او دوی ته ورته نورې مافیایي کړۍ او ناقانونه وسله والې ډلې نېغ په نېغه لاس لري، او ویل کیږي چې په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي بریدګر قېمت پنځوس زره افغانۍ دی او همدغه ډلې یې په حکومت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره کاروي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې نژدې درې ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني د یوه ویډیو کانفرانس له لارې د ننګرهار چارواکو ته وویل، چې د وکیلانو ناروا غوښتنې ونه مني او دا چې نوموړی دا کار له ملي خیانت سره برابر بولي. (د ولسمشر د اخطار کلېپ)

د ولسمشرغني په حواله دا هم ویل شوي چې د ننګرهار چارواکو ته یې ویلي چې ژر تر ژره د زوراکو او جنایتکارانو په مهارولو لاس پورې کړي او له هغو ځانګړیو پوځي واحدونو څخه چې جلال اباد ته ور رسېدلي مرسته ترلاسه کړي او د اړتیا په صورت کې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له پوځي واحدونو څخه مرسته وغواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply