مونږ هر یو د خپل پایښت لپاره بېلابېلو ( کاربوهایدراتو، ویتامین لرونکو، پروتین دارو اومنرال لرونکو ) خواړو ته اړتیا لرو. ځیني کرنیز محصولات نېغ په نېغه اوځیني نور بیا د پروسس وروسته له بازار څخه رانیسو ، هېڅکله مو په ذهن کې نه راګرځي ،چې په دې اویا هغه خواړو ( یو وار چای ، یوه پیاله قوه ،یوه هګۍ ، یوه مڼه ، یوه ټوټه غوښه . . . . . او داسې نور) کې به له پېله تر پایه د خورا نورو زیاتو لګښتونوتر څنګ څومره اوبه لګیدلي وي .د دې ډول ښکارندو معلومول د څیړونکو اود خوراکي توکو مؤلدینو لپاره د تولید د مخه او یا هم د تولید پر مهال د اقتصادي مؤثریت د تثبیتولو لپاره خورا اړین بلل کیږي . دا ددې لپاره ، چې د تولیداتو د تمام شد په قیمت کې یې اندازه له نورم څخه لوړه ونه اوسي . ومې غوښتل د یوې ځانګړې سرچینې څخه د ځینو معمولي خوراکي توکو په تولید کې د اوبو د لګښت اندازه تاسو محترمو لوستونکو سره یوازې ستاسو د معلوماتو لپاره شریک کړم (ل) :
د مثال په توګه غواړم وښایم ، چې زمونږ په ژوندانه کې د خورا عامو خوراکي توکو تولید لپاره د اوبو لګښتونه کوم ځای نیسي .
چای
۳۰ لیتره اوبه د یوې پیالې چای ( ۲۵۰ملي لیتر) لپاره کارول کیږي
د چای په یوکیلوګرام تازه پاڼود اوبولګښت ۲۶۰۰لیتره دی، چې ۲۶۰ ګرامه چای ترې تر لاسه کیږي .په یوه پیاله کې ۳ ګرامه داډول چای اچول کیږي .
مالټه
په یوه دانه ۱۰۰ ګرامه مالټه باندې ۵۰ لیتره اوبه مصرفیږي
د یوکیلوګرام مالټو تولید باندې ۵۰۰ لیتره اوبه لګیږي .د مالټود ۲۰۰ ملي لیتره ګلاس په جوس باندې د اوبولګښت ۱۷۰لیتره دی .
مڼه
په یوه دانه ۲۵۰ ګرام مڼه باندې ۱۴۰ لیتره اوبه لګیږی
د یو کیلوګرام مڼوپه تولیدولو ۷۰۰ لیتره اوبه راځي (د تنوع پورې اړه لري ). په یو ۲۰۰ ملي لیتره ګیلاس جوس باندې په ترتیب ۱۹۰ لیتره د اوبولګښت راځي .
هګۍ
د چرګې په ۶۰ ګرامه هګۍ باندې د اوبو لګښت ۲۰۰ لیتر دی
په منځنۍ توګه د یو ټن هګیو تولید ۳۳۰۰ مترمکعب اوبو ته اړتیا لري . ډیره برخه یې د چرګانو تغذیه کولو ته ځي .
قهوه
په یوې ۲۵۰ ملي لیتره قهوې باندې ۲۸۰ لیتره داوبو لګښت راځي
په یو کیلوګرام سره شوې (پخه) قهوه ۲۱۰۰۰ لیتره اوبه لګول کیږي ، په یوه قهوه کې ۱۴ ګرامه قهوه کارول کیږي ، یعنې د څښلوقهوې دهر څاڅکې په سر د اوبو۱۱۰۰۰څاڅکي رسیږي .
جوار
د جواروپه ۵۰۰ ګرامه وږي د اوبولګښت ۴۵۰ لیتر دی
په ټوله نړۍ کې د جوارو د کرکیلي لپاره هرکال ۵۵۰ میلیارده متره مکعب اوبه مصرفیږی ، چې په ټولو کرنیزو محصولاتو کې د کارول شوو اوبو ۸٪ جوړوي .
غنم
د یو کیلو ګرام غنمو تولیدولو لپاره ۱۰۰۰ لیتره اوبه پکاریږي ، اوپه ټوله نړۍ کې هر کال د غنمو تولیدولو لپاره د اوبو لګښت ۷۹۰ میلیارد متر مکعب اوبو ته رسیږي ، چې د ټولو کرنیزو محصولاتود اوبود لګښت ۱۲ ٪ جوړوي .
شیدې
د یولیتر شیدو لپاره ۱۰۰۰ لیتره اوبه لګول کیږي
د یوګیلاس (۲۰۰ملی لیتره) شیدو د تولید لپاره شاوخوا ۲۰۰ لیتره اوبه پکاریږي . د یو ګیلاس څښاک اوبو لپاره یوازې یوڅه ډېرې اوبه ، له اچول شوو اوبوڅخه مصرفیږي .
د چرګ غوښه
۱۱۷۰ لیتره اوبه د ۳۰۰ ګرام فیله (ټوټه غوښه ) لپاره کارول کیږي
چرګ د ۱۰ اونیو لپاره روزل کیږي ، ۱،۸ کیلوګرام غوښه ورکوي . د خپل ژوند په جریان کې ۳۳کیلو ګرام غلې دانې خوري ، ۲۰ لیتره اوبه څښي ، ۱۰ لیتره اوبه یې د ځای د پاک ساتلو لپاره مصرف کیږي . د اوبو ټول لګښت یې ۷۰۰۰ لیتره دی .
د وزې غوښه
په۳۰۰ ګرام ستیک (ټوټه غوښه) باندې ۱۲۰۰لیتره اوبه راځي
وزې دوه کاله روزل کیږي ، ۲۰کیلوګرام غوښه ترې تر لاسه کیږي . په ژوندکې ۵۵ کیلو ګرامه دانه دار خواړه او۱۶۵ کیلوګرامه ګیاه (واښه) خوري ، ۲ مکعب متره اوبه څښي ، نور ۱،۵ مترمکعب اوبه یې په پاک کارۍ کې کارول کیږي . د اوبوټول لګښت یې ۸۰۰۰۰ لیتره دی .
کوپره
د کوپرې پر یوکیلوګرامه دانې باندې ۲۵۰۰ لیتراوبه راځي
په ټوله نړۍ کې د کوپره په روزنه هرکال ۱۳۰ میلیارده اوبه مصرفیږي، چې دټولو کرنیزو محصولاتو داوبودلګښت ۲٪ جوړوي .
پنېر
پر ۰،۵ کیلوګرام ۲۵۰۰ لیتره اوبه رسیږي
د نیم کیلوګرام پنېر تولید لپاره ۵ لیتره شیدو ته اړتیا ده ، یعنې ۵۰۰۰ لیتره اوبه (پاس وګورئ ) . په پروسس کې همدارنګه ۳،۶ لیتر سیرم ، چې د ارزښت له مخې د پنېر سره یوشان دی . په دې توګه د اوبولګښت ۵۰۰۰ لیتره پر دوو ویشو .
وریجې
د یو کیلوګرام لپاره ۳۴۰۰لیتره اوبه مصرفیږي
دیو کیلوګرام شولوکښت په اوسط ډول ۲۴۰۰ لیتره اوبوته اړتیا لري ، صنعتي پروسس یې هم ۱۱۰۰ لیتره اوبه غواړي . د نړۍ د وريجوپه کښت کې ، هرکال شاوخوا ۱۳۵۰ ملیارده میتره مکعب اوبه لګول کیږي ، چې د کرنیزو محصولاتو لپاره د اوبو د لګښت ۲۱٪ جوړوي .
د غوایي غوښه
په یوستیک (ټوټه) ۴۵۰۰ لیتره اوبه
غوا د حلالېدو تر مخه د ۳ کالونو لپاره ساتل کیږي ، شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه بې هډوکو غوښه ورکوی. په ژوند کې ۱۳۰۰ کیلو ګرامه دانه دار خواړه او ۷۲۰۰ کیلو ګرام واښه خوري ، ۲۴ متر مکعب اوبه څښي ، نور ۷ مترمکعب اوبه یې په پاک کارۍ لپاره کارول کیږي. د اوبو ټول لګښت یې ۳ میلیون ۱۵۰۰ لیتر دی .
په درنښت .
GreenWord .ru
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320