غزنی په درېيم ځل سوځي؛

0 982

غزنی په درېيم ځل سوځي؛
نږدې ده چې د نيم افغانستان اړيکې له مرکز سره پرې شي

خال خال ډزې او کله کله تونده جګړه له دريو شپو راهيسې د غزني ماشومان خوب ته نه پرېږدي. نن درېيمه ورځ ده چې د غزني ښار اسمان له لوګيو ډک دی او د ښار تر ودانيو لمبې تاوېږي.

طالبانو پر غزني ښار پراخ بريدونه کړي دي او سوکه سوکه د ولايت مقام، امنيه قومانداني او حرمسرای پر خوا ورنږدې کېږي.

که غزنی سقوط شي، د نيم افغانستان اړيکې له مرکز سره پرې کېږي.
د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپه لا پخه شوې نه وه چې طالب وسلهوالو له بېلابېلو خواوو د ښار پر کمربندي پوستو ناتار بريدونه پيل کړل، پوستې يو په بل پسې سقوط شوې او طالبان د ښار څنډو ته ننوتل.

دوی له څو ولسواليو څخه د ښار پر خوا په بمونو بار موټر او ټانکونه هم را رول کړي وو، خو وار له مخه يې مخه ونيول شوه او يوازې پر موټرسايکلو سپاره او په سپکو او درنو وسلو سمبال طالبان ښار ته ننوتل.

طالبانو په لومړۍ شپه په ښار کې چندان لاسته راوړنې نه درلودې، خو د سبا په جګړه او د دغې بلې شپې په بريدونو کې يې پرمختګونه وکړل.

هلته امنيه قوماندان د بريدونو له پيله بيا د دويمې ورځې تر پايه يوازې له څو ملګرو سره د طالبانو د جبههيي بريدونو په مقابل کې جنګېده او جګړه يې مهار ساتلې وه، خو په دويمه شپه يې زور کم شو.

طالبانو له کابل، زابل، پکتيکا او نورو ولايتونو څخه غزني ته تللې لارې تړلې دي او له همدې امله سرتېريو ته پر وخت مرسته هم نه رسېږي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، پرون تر ناوخته پورې طالبان د ښار د دوو حوزو، دويمې او درېيمې حوزې په نيولو بريالي شوي وو.

په دې سربېره، د اسلامي تمدن د مرکز ودانۍ، بالاحصار، پښتوناباد او پلان سه سيمې هم يو په بل پسې د طالبانو لاس ته ولوېدې.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، په دې سربېره، طالبانو د غزني پر زندان هم بريدونه کړي دي او دغه زندان يې مات کړی دی.

سرخط ته په سيمه کې سرچينو ویلي دي چې طالبان له دغه زندان څخه د درې نيم سوه په شاوخوا کې طالبانو په ايستلو بريالي شوي او خوندي سيمو ته يې لېږدولي دي.
د شنبې په ورځ ناوخته د ښار په قلعه ميران، حکيم سنايي، د کډوالو په مېنه، بزازي او موی مبارک سيمو کې د سرتېريو او طالبانو تر منځ نښتې روانې وې.

هلته بيا پرون سهار طالب وسلهوالو د اجرستان ولسوالي پر ودانۍ يو ټانک چې په بمونو بار و الوزولی او وروسته يې د ولسوالي پر ودانۍ بريدونه پيل کړي دي.
په دغو بريدونو کې ولسوالي سقوط شوې او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

په دې سربېره، پرون ناوخته طالب اورپکو په غزني کې د ټاکنو کمېسيون دفتر هم نيولی او بيا يې اور ورته اچولی دی.

دوی په لومړۍ شپه لا په غزني کې ښار کې د راډيوګانو او ټلوېزيونونو انتنونه ويشتي او په دا سبا يې د مخابراتي شبکو پر فعاليت هم بنديز ولګاوه.

په غزني ښار کې له تېرو دريو ورځو راهيسې يوازې د شريعت غږ په نامه د طالبانو ګرځنده راډيو خپرونې کوي، د جګړې په اړه مرکې او بېلابېلې ادعاوې او د طالبانو ترانې خپروي.

وړمه ورځ د غزني امنيه قوماندان له سرخط سره په خبرو کې وويل چې يوازې په ښار کې يې تر يو سل او دېرش زيات طالب وسلهوال وژلي دي.

ده وويل، ښار ته د طالبانو نورې جوپې هم را روانې وې چې پر لاره ورباندې بمبارۍ شوې او پرېمانه طالبان پکې وژل شوي دي، خو دقيق شمېر يې نه و ورته مالوم.
د قوماندان په خبره، په وژل شويو وسله والو کې پاکستانيان، ازبک او چيچن جګړه مار هم شامل دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي او له عامو وګړيو څخه د ډال په توګه کار اخلي.

هاخوا بيا د ملي دفاع وزارت وياند محمد رادمنش وايي، سيمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او ښار به سقوط ته پرې نه ږدي.

په دې سربېره، د جمعې په ورځ ولسمشر د غزني او ځينو نورو ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه، بېړنۍ غونډه راغوښتې وه او امر يې کړی و چې ژر تر ژره دې په دغو ولايتونو کې ترهګر وځپل شي.

که غزنی سقوط وکړي، له کابل سره به د نيم افغانستان اړيکې پرې او ستونزې يو په دوه شي.

غزنی دا ځل په درېيم وار سوځول کېږي.
دغه ښار په لومړي ځل په يوولس سوه او پنځهلسم مېلادي کال کې د علاوالدين جهانسوز د عسکرو له خوا وروسته له هغه وسوځول شو چې بهرام شاه غزنوي يې دوه وروڼه ووژل.

هغه مهال اووه ورځې او اووه شپې د غزني ښار تر ودانيو لمبې تاوېدې او پر وګړيو يې قتل عام شوی و.

په دويم ځل په دوولس سوه او يو ويشتم مېلادي کال کې د چنګېز خان عسکرو په دغه ښار کې قتل عام وکړ او د ښار ودانيو ته يې اور واچاوه.

دا درېيم ځل دی چې د ملا هبة الله په مشري طالب اورپکي په جګړه کې د دغه ښار ودانيو ته اور اچوي.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply