غزنی؛ نه تر اوسه د پارلمان کانديد لري، نه يې چا په ولسواليو کې نوم ليکلی

0 773

شاوخوا پنځوس ورځې کېږي چې په هېواد کې راتلونکيو پارلماني او د ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره نوم‌ليکنه پيل شوې، خو په غزني کې په ټپه ولاړه ده.
په دغه ولايت کې تر اوسه په هيڅ ولسوالي کې هيچا د رايې ورکولو لپاره نوم نه دی ليکلی او نه هم تر اوسه پورې له دغه ولايت څخه چا د ولسوالۍ کومې شورا يا ولسي جرګې ته ځان کانديد کړی دی.
په دغه ولايت کې د هېواد د نورو سيمو او ولايتونو غوندې شاوخوا پنځوس ورځې وړاندې د رايې ورکولو لپاره نوم‌ليکنه پيل شوې، خو له هماغې ورځې ورسره ناندرۍ هم پيل شوې دي.
د ولايت د پښتنو او تاجک مېشتو سيمو خلکو د ټاکنو کمېسيون ته هغه مهال لس ورځې وخت وټاکه چې په غزني کې ټاکنې حوزوي کړي، که‌نه دوی به د کمېسيون دروازه د خلکو پر مخ وتړي.

لس ورځې پوره شوې، چا يې غږ وا نه ورېده او بيا خلکو د ټاکنو کمېسيون مخې ته خېمه ووهله، د کمېسيون دروازه وتړل شول او د ټاکنو پروسه په ټپه ودرېده.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، تر اوسه پورې په غزني کې يوازې شاوخوا پنځه ويشت زره تنو په ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره نوم‌ليکنه کړې ده، خو هغه هم يوازې په غزني ښار کې دي.
په ښار کې بيا قره‌باغي، نوغي، سفنده او منګور هغه سيمې دي چې هيچا په‌کې د رايې ورکولو لپاره نوم‌ليکنه نه ده کړې.
يوازې د ښار په منځ کې د نوم‌ليکنې په څو مرکزونو کې نوم‌ليکنه شوې ده.
د غزني تقريبا ټولې پښتون مېشتې ولسوالۍ يا شديدې ناامنې او يا سقوط دي او د ښار لمنې هم د طالبانو په مرکزونو اوښتې دي.

که څه هم د ټاکنو کمېسيون ځينې چارواکي په ولسواليو کې د نوم‌ليکنې د نه کېدو لامل د خلکو احتجاج ښيي چې د کمېسيون دروازه يې تړلې او کمېسيون نه شي کولای ولسواليو ته مواد ولېږي، خو که مواد و هم لېږل شي، د لسو په شاوخوا کې ولسوالۍ داسې دي چې ټاکنې په‌کې امکان نه لري.
حکومت په دغه ولايت کې ورځ تر بلې کمزوری کېږي او هغه سيمې يې له لاسه وځي چې تر دې وړاندې پرې ملي بيرغ رپېده.
همدا چې جګړه او طالبان د ښار تر لمنو رارسېدلي، د ولايت د مرکز په ډېرو سيمو کې هم خلکو له وېرې د ټاکنو لپاره نوم‌ليکنه نه ده کړې.

بله دا چې څلوېښت ورځې کېږي چې په دغه ولايت کې خلکو د ټاکنو کمېسيون تړلی، د دغه کمېسيون مخې ته يې خېمه درولې او نه پرېږدي چې فعاليت وکړي.
دوی غوښتنه لري چې بايد د ټاکنو کمېسيون په دغه ولايت کې ټاکنې حوزوي کړي او له هرې حوزې څخه څو وکيلانو ته د نوماندي اجازه ورکړي.
د غزني خلک تېرو پارلماني ټاکنو وېرولي دي او دا ځل غواړي د ټاکنو په حوزوي کېدو خپل حق واخلي.
په تېرو پارلماني ټاکنو کې له غزني څخه ولسي جرګې ته يوولس وکيلان بريالي شول چې تقريبا ټول يې د يوه قوم او يوې سيمې ول.

په دغه ولايت کې څوارلس ولسوالۍ د پښتنو دي، خو په دې ټول زور يې يو وکيل هم په تېرو ټاکنو کې پارلمان ته بريالی نه کړای شوای.
په تېرو پارلماني ټاکنو کې هم د پښتنو په ولسواليو کې ناامنۍ د دې لامل شوې چې ټاکنې و نه شوې او وکيلان يې بې رايو پاتې شول.
په اوسنيو ټاکنو کې هم کيسه هماغسې روان ده.
د غزني مدني فعال نوروز اندړ وايي، تر ټاکنو مخکې لا په کابل کې د اجراييه رياست محمد خان ډلې د پښتون مېشتو ولسواليو لپاره امنيه قوماندانان او ولسوالان په خپله خوښه وټاکل.
دوی وايي، دغې ډلې ولسواليو ته داسې امنيه قوماندانان وټاکل چې په هيڅ نه پوهېدل او يا يې له طالبانو سره اړيکې درلودې.
همدا لامل وو چې ولسوالۍ يو په بل پسې سقوط شوې او په ټاکنو کې درغليو ته لاره هواره شوه.

اندړ وايي، په دې سربېره، د پارلمان هزاره وکيلانو هم له طالبانو سره اړيکې جوړې کړې او طالبانو د هغوی په فرمايش په لوی لاس په پښتون مېشتو سيمو کې جګړه توده کړې ده.
د ده په خبره، اوس که د ټاکنو کمېسيون پرانيستل هم شي او چارې يې هم پيل شي، پښتون مېشتو ولسواليو ته د ناامنيو له وېرې څوک نه شي تلای او نه هم هلته څوک د طالب له ډاره چا ته رايه ورکولای شي.
د دغه ولايت بل ځوان شېر احمد تنوير بيا وايي، که ټاکنې حوزوي شي، لږ تر لږه دومره به وشي چې په پارلمان کې به د غزني د پښتنو څوکۍ يا تشې پاتې وي، حق به يې نور نه وړي او يا به يو يو کس په کمو رايو ورته بريالی شي او د خپلې سيمې استازيتوب به وکړي.

دی وايي، که ټاکنې بيا د تېر په څېر وشي، نو په دې کې شک نه‌شته چې بيا به له يوې ولسوالي يوولس وکيلان پارلمان ته ځي او پاتې نورې ټولې ولسوالۍ به تر پنځو نورو کلونو پورې د جنګ په لمبو کې سوځي او حتا د غږ پورته کولو څوک به يې هم نه وي.
د ټاکنو کمېسيون څو ورځې وړاندې غزني ته يو پلاوی هم لېږلی و چې له خلکو سره خبرې وکړي، خو هماغه پلاوي يوازې له يوه اړخ سره خبرې کړې او بېرته کابل ته راغلی دی.
اوس د ټاکنو کمېسيون وايي، دوی د غزني د خلکو ستونزې ولسمشر ته رسولې او په تمه دي چې هغه څه پرېکړه کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply