سوله غوښتونکو: پرتاسې ویاړم خو پر خپله بې وسي ژاړم!

0 632

ودان روښان

دا نوره له شک او تردید وتلې خبره ده چې د هلمندي سوله غوښتونکو غورځنګ نور د افغانستان د تاریخ زرینه برخه ګرځېدلی، ښایي هغه وخت به د ډېرو زړه نه منله چې له اقتصادي پلوه بې وسه او ځینې معلول ځوانان دې یوخت دومره شور او ځوږ جوړ کړي چې د نړۍ زبرځواکونو سفیران او واکمن استازي دې له خپلو ماڼیو راووځي او سوله غوښتونکو سره دې افغاني پرلت ووهي او غوښتنې دې یې نه یوازې واوري بلکې هغه دې پرحقه او مشروع هم وګڼي خو چې سیاستونه به یې پرکوم لوري روان وي دا بېله خبره ده خو نفس د مسلې خورا مهم ځکه دی چې دا یوازې ددغو څو سرسپارلو ځوانانو غږ او غوښتنه نه بلکې له څلویښت کلنې جګړي ستړي او بېزاره ولس د زړه څړیکي او دردونه دي چې ددغو ځوانانو په څېرو کې راڅرګندې شوي دي. د جنګ جګړو په لمبو کې  دوریت شویو زړونو ساندې د هلمندي ځوانانو له ستوني راووتې او د سولې ناوې ورکې هیلې په هیله یې د کابل پرلور مخه کړه، د لارې په اوږدو کې یې زرګونه سولې ته تږو انسانانو هرکلی وکړ، ترهغو چې کابل ته راورسېدل. په کابل کې یې بېلابېلې دروازې وټکولې او دادی اوس یې په یبله پښو د هېواد شمال ته مخه کړه. په دې سره اوړي او سوزنده ګرمۍ کې پر پاخه سرک، د سکروټو په شان ډبرو او شګو یبله پښو مزل د سولې ورکې ناوې په لټون له مینانو پرته نورڅوک نه شي ګاللی. د سفر خوارۍ، سختۍ او ښایي د ځینو بې احساسو تانې او پیغورونه هرڅوک نه شي ګاللی او نه یې شي رغملی. اه څومره ستره لویې او د مینې قرباني باعظمته سمول او بېلګه ده. دغه د سولې اتلان او سرسپارلي سرتیري یوازې د ځان او خپلې کورنۍ غم نه دي اخیستي بلکې دوی په دې توګه غواړي له جګړې د افغاني ټولنې ژوره کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړي. زه دغه عظمت ، دغه غیرت، دې مېړانې او تورې ته په داسې حال کې د درناوي سلام کوم چې پر خپله بي وسي او کمزوري ځکه د ناهیلي اوښکې تویوم چې رنځور تن مې ددې جوګه نه دی چې له دغه باعظمته کاروان سره مل شم. کاشکې خدای تر دغه وخته له روغتیا برخمن کړی وای چې له دغه سپیڅلي او برمه ډک کاروان سره ملګری شوی وای. هغوی چې کولی شي او کوم شرعي عذر نه لري باید ددغه کاروان ملتیا وکړي دا ځکه چې دا زموږ ټولو درد دی. بیا هم پر خپله بې وسي ژاړم چې له بده مرغه هغه ډول چې ښایي له ماسره هغه پوهه ن او هنر نه شته چې ددغو عظیو او سترو انسانانو لویې پرې انځورکړم نو ځکه خو خپل ځای حمید بابا ته پرېږدم چې دغه بې ساري مسوولیت ته یې شاوخوا دوه نیمې پېړۍ پخوا لا اوږه ورکړې. که په ځیر سره وګوره حمید بابا په اصل کې زموږ د سوله غوښتونکو دغه کاروان انځور کړی:  

                                         ﺳﻔﺮ: ﻋﺒﺪﺍﻟﺤﻤﻴﺪ ﻣﻮﻣﻨﺪ
ﻧﻦ ﺑﻪ ﺷﭙﻪ ﺯﻣﺎ ﺩ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﻣﮑﺎﻥ ﻭﻱ                   ﺟﻠﻮﻩ ګﺮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﻫټ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﺩﮐﺎﻥ ﻭﻱ
ﺷﺮﻣﻮﻟﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺣﺴﻦ ﮐﻮﻡ ﺗﺮﮐﺎﻥ ﻭﻱ                     ﮐﻮﻡ ﺩﮐﺎﻥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﺧﻮﻟﯥ ﺩ ﺩﺭﻭ ﮐﺎﻥ ﻭﻱ
ﭘﻪ ډﻳﻮﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﻣﺦ څﻮﮎ ﭘﺘﻨګﺎﻥ ﻭﻱ                ﻫﻤﺨﻮﺍﺑﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺎﮐﺎﻥ ﮐﻪ ﻧﺎﭘﺎﮐﺎﻥ ﻭﻱ
ﻭﻟﯥ ﻧﻪ ﭼﻮﯤ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻏﻤﻪ ﺯﻣﺎ ﺩﻟﻪ                       ﭼﯥ ﺩﯤ ﻭﺍﻭﺭﯦﺪﻩ ﺩﻳﺎﺭ ﺩ ﺗﻠﻮ ﺑﺪﻟﻪ
ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻫﺴﯥ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ څو                     ﭼﯥ ﻳﯥ ﻭﺍﺧﻠﻲ ﺧﺴﻤﺎﻧﻪ ﺩ ﺍﺏ ﻭﻧﺎﻥڅو
ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﺭﺑﺎﻧﺪﯤ ﻫﺴﯥ ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ څوک                   ﭼﯥ ﻳﯥ ﻭﺑﻮﻟﻲ ﭘﻪ ځﺎﺭ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻗﺮﺑﺎﻥ څو
ﻳﺎ ﻳﯥ ﺳﻴﻮﺭﯼ ﮐﻪ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻻﺱ ﺩ ﺍﺣﺴﺎﻥ څوک             ﻳﺎ ﻳﯥ ﻭﮐﺎ ﺩﺑﻞ ﮐﺎﺭ ﺳﺮ ﻭ ﺳﺎﻣﺎﻥ څو            

ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﺴﯥ ﻏﻤﻪ ﻧﻪ ﻣﺮﻡ، ﮊﻭﻧﺪﯼ ﭘﺎﻳﻢ                   ﺗﻮ ﺯﻣﺎ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ ﺷﻪ ﺑﯥ ﻭﻓﺎ ﻳﻢ
ﺧﻮﺩ ﭘﻪ ﺧﻮﺩ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﻻړ ﺳﺘړﯼ ﺳﺘﻮﻣﺎﻥ                 ﺧﺴﺘﻪ ﺩﻝ ﭘﻪ ﺧﺴﻤﺎﻧﻪ ﺩ ﺁﺏ ﻭ ﻧﺎﻥ
ﺍﺭﺯﺍﻥ ﻭﺳﺖ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻧﺎﮐﺎﻣﻪ ﭘﻴﺮﻱ ګﺮﺍﻥ                   ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻳﺎﻗﻮﺕ ﺑﻪ ﭘﻠﻮﺭﻱ ﺭﺍﻳګﺎﻥ
ﺩ ﺑﯥ ﻗﺪﺭﻩ ﺟﻮﻫﺮﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺩﮐﺎﻥ                               ﻟﻪ ﺩﯤ ﻏﻤﻪ ﺁﻩ ﺍﻓﺴﻮﺱ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺍﺭﻣﺎﻥ
ﺭﺍﮐړﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﭘﻪ ﺩﺍ ۍړګ ﭘﺮ ﺩ ﻫﻤﺖ                    ﭼﯥ ﺣﺎﺿﺮ ﺷﻮﺍﯼ ﺩ ﺑﯧﮑﺴﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ
ګﻮﺭﻩ ﻧﺎﺳﺖ ﺑﻪ ﻭﻱ ﺧﭙﻪ ﭘﻪ ځﻴﻨﻮ ﺧﺮﻭﮐﯥ                  ﮐﻪ ﺑﻪ ﭘﺮﻭﺕ ﻭﻱ ﻟﮑﻪ ﻟﻌﻞ ﭘﻪ ﺍﻳﺮﻭ ﮐﯥ
ﮐﻮﻡ ﺳﺮﻭﺩ ﺑﻪ ﮐﺎ ﻟﻪ ﺯړﻩ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻭﺭﻭﮐﯥ                ﺩ ﺳړﻱ ﻣﻬﺮ ﺑﻪ ﻏﻮﺍړﻱ ﭘﻪ ﭘﯧﺮﻭ ﮐﯥ
ﻧﻪ ﺑﻪ ﻣﻮﻣﻲ ﺩﻏﻪ ﻧﻮﺭ ﭘﻪ ﺩﺍ ﺑﺸﺮﻭ ﮐﯥ                       ﮐﻪ ﺑﻪ ځاﻥ ﻟﺮﻩ ﻭﻱ ډﻭﺏ ﭘﻪ ﺧﻄﺮﻭ ﮐﯥ
ﺩﺍ ﮐﻮﻡ ﺷﺮﻡ ﺩﯼ، ﮐﻮﻡ ﻧﻨګ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ ﮐﯥ                   ﭼﯥ ﻏﻤﺨﻮﺭ ﻧﻪ ﺷﻮﻡ ﺩ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺩﺍ ﻏﺮﺑﺖﮐﯥ
ﺧﻮﺏ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻭﺭځﻲ ﻟﻪ ډﯦﺮﯤ ﺳﺘﻮﻣﺎﻧۍ                      ﺑﻮږﻧﻮﻱ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﻣﻠﻮ ﺑﺪګﻤﺎﻧۍ
ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ځﻲ ﭘﻪ ﺯﻭﺭ ﭘﻪ ﺷﺎﺩﻣﺎﻧۍ                     ﻧﻪ ﺑﻪ ﺑﯧﺮﺗﻪ ﺷﻲ ﺭﺍﺗﻼﯼ ﻟﻪ ﭘښﯧﻤﺎﻧۍ
ﺩ ﻫﺮ ﺳﭙﻲ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺍﻣﻴﺪ ﺩ ﺍﻣﺎﻧۍ                               ﭼﭙړﻭﺳﻲ ﮐﺎ ﺩﻧﻤړۍ ﭘﻪ ﻣﻬﻤﺎﻧۍ
ﭼﯥ ﺩﯤ ﻳﺎﺭ ﭘﻴڅﻲ ﺩﺍ ﻫﺴﯥ ﻧﺮﻣﻪ ګﺮﻣﻪ                    ﺗﻪ ﭘﻪ ﮐﻮﻣﻪ ﺣﻴﺎ ﺭﻭﻍ ګﺮځﯥ ﺑﯥ ﺷﺮﻣﻪ
ﭘﻪ ﻗﻬﻘﻬﻪ ﺑﻪ ﺧﻨﺪﯦﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ                         ﺩ ﺯړﻩ ﻏﻢ ﻳﯥ ﻏﻮﻟﯧﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ
ﻓﺮﺍﻏﺖ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺴﻨﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ                       ﭼﺎ ﺑﻪ ﺣﺎﻝ ﺗﺮﯤ ﭘﻮښﺘﯧﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ
ﮐټ ﭘﻮﺯﯼ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﻮﻧﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ                   ﻏﻮﻧﭽﻪ ﻭﺍﺭ ﺑﻪ ﻣﻮﺳﯧﺪﻟﯽ ﻭﻱ ﮐﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ
ﻧﺸﺘﻪ ﻣﺎ ﻏﻮﻧﺪﯤ ﺑﯥ ﭘﺖ څﻮﮎ ﭘﻪ ﻳﺎﺭۍ ﮐﯥ                ﭼﯥ ﻫﻤﺪﻡ ﻧﻪ ﺷﻮﻡ ﺩ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺩﺍ ﺧﻮﺍﺭۍﮐﯥ
ﺩﻡ ﻭﺧﻮﺩ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﻻړ ﺩ ﻏﻢ ﻟﻪ ګوټه                        ﭘﺮﺍﻧﺘﯽ ﺑﻪ ﭼﺎ ﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺩ ﺯړﻩ ﻏﻮټه  
ﭘﺮﯤ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻫﺮﻩ ﻣﺘﺎﻉ ﺩ ﻫﻮﺱ ﺗﺮﻭټه                      ﺍﻭﺑﻪ ﮐﯧږﻱ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻏﻤﻪ ﻟﮑﻪ ﻟﻮټه  
ﺩ ﺍﺧﻼﺹ ﻣﺰﻩ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻣﻮﻣﻲ ﻟﻪ ﭘﻮټه                        ﺁﻩ ﺍﻓﺴﻮﺱ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﺭﭘﺎﺗﯥ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻟﻮټه
ﮐﻪ ﺩﯤ ﻣﻴﻨﻪ ﻭﻱ ﺭﻳښﺘﻴﺎ ﻟﻪ ﺩﯤ ﺭﻣﻮﺯﻩ                     ﺳﺮ ﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ ﺷﻨﻪ ﻟﻤﺒﻪ ﺷﻪ ﺷﻨﻪ ډډﻭﺯﻩ
ﻻ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻭﻱ ﻭﻳﺪﻩ ﺷﻮﯼ ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻭﻳښ ﺷﻲ                    ﮐﻪ ﻫﺮڅو ﻳﯥ ﺯړﻩ ﭘﻪ ﺧﻮﺏ ﭘﺴﯥ ﻣﯧښﻣﯧښ ﺷﻲ
ﻫﻴڅ ﺑﻪ ﻧﻪ ﻣﻮﻣﻲ ﮐﺎﺑﻮ ﮐﺎﺭﻭﺍﻥ ﺑﻪ ﻟﯧښ ﺷﻲ                ﻻﻋﻼﺝ ﺑﻪ ﺩ ﻧﺎﮐﺎﻡ ﭘﻪ ﻻﺱ ﺭﺍﮐﯧښ ﺷﻲ
ﮐﻪ ﻳﯥ ﺳﻞ ﺧﻮﺍړﻩ ﺩ ﺣﺴﻦ ﭘﻪ ګواښ ګیښ شي             ﺩﻡ ﻗﺪﻡ ﺑﻪ ﻟﮑﻪ ﺑﻨﺪ ﺩ ګني ﺯﺑﯧښ ﺷﻲ
ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺩﺍ ﺭﻧګﻪ ﺑﯥ ﺧﻮﺑﻪ ﺑﯥ ﺁﺭﺍﻣﻪ                         ﺗﻪ ﭘﻪ ﺩﺍ ﺭﻧګﻪ ﺑﯥ ﻏﻢ ﻧﻤﮏ ﺣﺮﺍﻣﻪ
ﭘﻪ ﻣﺰﻟﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺳﺒﺎ ګﻮﺭﻩ څﻮﮎ ﻣﻠﻪ ﻭﻱ                  ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧړﻡ ﭼﯥ ﺑﻪ ﺳﺎﺩ ﻭﻱ ﮐﻪ ﺑﻪ ﻏﻠﻪﻭﻱ
ﭘﻪ څﻪ ﺷﺎﻥ ﺑﻪ ﺷﮑﺴﺘﻪ ﺯﻫﻴﺮ ﭘﻪ ﺯړﻩ ﻭﻱ                   ﻟﻪ ﺗﻐﻤﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﺯړﻩ، ﻧﻐﻤﻪ ﭘﻪ ﺧﻮﻟﻪﻭﻱ
ﺩﻡ ﻗﺪﻡ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﻮﻟﯥ ﺩ ﻣﺦ ﭘﻪ ﻭﻟﻪ ﻭﻱ                         ﺭﺍﻧﺠﻪ ﮐړﯤ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭼﺎ ﺧﺎﻭﺭﯤ ﺩ ﭘﻠﻪ ﻭﻱ
ﺳﺰﺍﻭﺍﺭ ﺩ ﻫﺮ ﺳﺘﻢ، ﺩ ﻫﺮ ﭘﯧﻐﻮﺭ ﻳﻢ                         ﭼﯥ ﻣﯥ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﺗﻠﻠﯽ، ﺯﻩ ﭘﻪ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ
ﭘﻪ څﻪ ﺷﺎﻥ ﺑﻪ ﺷﮑﺴﺘﻪ ﺩﺭﻭﻣﻲ ﭘﻪ ﻻﺭﯤ                    ﭘﻪ ګﺮﺩﻭﻧﻮ ﺍﻟﻮﺩﻩ ﺳﭙﻴﻨﯥ ﺭﺧﺴﺎﺭﯤ
ﺯړﻩ ﭘﻪ ﺧﺎﺭ ﺩ ﺑﯧﮑسۍ یې ﭘﺎﺭﯤ ﭘﺎﺭﯤ                     ﺍﺑﻠﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻭﻫﻲ ﺩ ﻭﻳﻨﻮ ﺩﺍﺭﯤ
ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻫﺴﯥ ﻫﻨﺪﻭ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﺑﺎﺭﯤ                       ﭼﯥ ﻳﯥ ﻭﮐﺎ ﺩﻻﺳﺎ ﺩ ﻳﻮﯤ ﭼﺎﺭﯤ
ﻧﻪ ﻣﯥ ﺷﺮﻡ ﺷﺘﻪ ﻧﻪ ﺩﺭﻡ ﭘﻪ ﺣﺴﺎﺏ ﮐﯥ                    ﭼﯥ ﻟﻪ ﻳﺎﺭ ﺳﺮﻩ ﻻړ ﻧﻪ ﺷﻮﻡ ﭘﻪ ﺭﮐﺎﺏﮐﯥ
ﮐﻪ ﻫﺮ څﻮ ﭘﻪ ﻏړﻳﻮ ﻏړﻧﺪ ﭘﻪ ﭘښﻮ ﺷﻞﻭﺍﯼ              ﭘﻪ ﺳﻴﻨﻪ ﭘﺴﯥ څکېدی ﺩ ﺍﺷﻨﺎ ﻣﻞ ﻭﺍﯼ
ﺩﺭﺳﺖ ﺩ ﻏﻢ ﭘﻪ ﺧﻨډ ﻭ ﺧﺎﺭ ﺳﺮﻩ څوڅوﻝ ﻭﺍﯼ         ﺩ ﻫﺮ ﭼﺎ ﭘﻪ ﺩﺍ ﭘﯧﻐﻮﺭ ﻣﻼﻣﺖ ﻏﻞ ﻭﺍﯼ
ﺭﺍﭘﯧښ ﺷﻮﯼ ﻫﺮ ﻧﻘﺼﺎﻥ ﻭ ﻫﺮ ﺫﻟﻞ ﻭﺍﯼ                    ﺧﻮ ﻟﻪ ﻳﺎﺭ ﺳﺮﻩ ﻣﯥ ﮐړﯼ ﺩﺍ ﻣﺰﻝ ﻭﺍﯼ
ﭼﯥ ﺗﺮﯤ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮﻡ ﺭﻳښﺘﻴﻨﯽ ﻋﺎﺷﻖ ﻧﻪﻳﻢ                   ﺳﺮ ﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ ﺩﺭﻭﻏﺠﻦ ﻳﻢ، ﺻﺎﺩﻕ ﻧﻪ ﻳﻢ
ﻳﺎ ﻟﻪ ﻳﺎﺭﻩ ﺳﺮﻩ ﺗﻠﻠﯽ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﻭﺍﯼ                            ﭘﻪ ﻫﺮ ځاﯼ ﻣﯥ ﻏﻮړﻭﻟﯽ ﭘﺮﯤ ﻭﺯﺭ ﻭﺍﯼ
ﻳﺎ ﻳﯥ ﻣړ ﺩ ﺑﯧﻠﺘﺎﻧﻪ ﻟﻪ ﻏﻤﻪ ﺯﺭ ﻭﺍﯼ                          ﻳﺎ ﭘﻪ ﺩﻭﺍړﻭ ﺳﺘﺮګﻮ ټﭗ ړﻭﻧﺪ ﭘﻪ ﻧﻈﺮﻭﺍﯼ
ﮐﻪ ﺩﺍ ﻧﻪ ﮐﯧﺪﺍﯼ ﻫﺮګﺰﻩ ﻣﻌﺘﺬﺭ ﻭﺍﯼ                        ﺧﻮﺩ ﭘﻪ ﺧﻮﺩ ﻣﯥ ځﺎﻥ ﻭﻫﻠﯽ ﭘﻪ ﺧﻨﺠﺮﻭﺍﯼ
ﻫﺴﯥ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮﻡ ﭘﻪ ﻳﺎﺭ ﭘﺴﯥ ﻣﺦ ﺗﻮﺭﯼ                     ﭘﻪ ﺟﺮګه ﺩ ﻋﺎﺷﻘﺎﻧﻮ ﮐﯥ ﮐﻮﺯ ګوﺭﯼ
ﺩﺍ څه ﻣﻴﻨﻪ، ﻣﺤﺒﺖ، څه ﻋﺎﺷﻘﻲ ﺩﻩ                          ﺩﺍ څه ﭘﺖ، څه ﻣﺮﻭﺕ، څهﺻﺎﺩﻗﻲ ﺩﻩ
ﺩﻡ ﻗﺪﻡ ﺩﻏﻪ ﺑﺎﺯﻱ، ﻣﻨﺎﻓﻘﻲ ﺩﻩ                                ﭘﻪ ﻣﺬﻫﺐ ﺩﻋﺎﺷﻘﺎﻧﻮ ﻓﺎﺳﻘﻲ ﺩﻩ
ﺳﺮﺍﺳﺮ ﻧﺎﻗﺎﺑﻠﻲ، ﻧﺎﻻﻳﻘﻲ ﺩﻩ                                  ﭘﻪ ﺫﻣﻪ ﻣﯥ ﺩ ﺳﻨګﺴﺎﺭ ګﻨﺎﻩ ﺑﺎﻗﻲ ﺩﻩ
ﭼﯥ ﻣﯥ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﺗﻠﻠﯽ ﺯﻩ ﭘﻪ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ                    ګوﻳﺎ ﻣﺦ ﭘﻪ ﺗﺒۍ ﺗﻮﺭ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺧﺮﻩ ﺳﻮﺭ ﻳﻢ
ﭼﯥ ﻣﯥ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﻫﻨﺪ ﺑﺎﺭﺍﺕ ﺯﻩ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ             ﻧﻪ ﻟﻪ ﻏﻤﻪ ﭘﺴﯥ ﻣړ ﻧﻪ ﮐﺮ ﺍﻭ ﮐﻮﺭ ﻳﻢ
ﻧﻪ ﺑﯥ ﻫﻮښﻪ، ﻧﻪ ﭘښﯥ ﻳﺒﻠﯥ، ﻧﻪ ﺳﺮﺗﻮﺭ ﻳﻢ               ﺧﻮﺍړﻩ ﺧﻮﺭﻣﻪ، ﺍﻭﺑﻪ څښﻢ، ﭘﻪ ﺧﻨﺪﺍ ﺧﻮﺭﻳﻢ
ﺩ ﻳﺎﺭ ﻳﺎﺭ، ﺩ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﭙﻞ، ﺩ ﻭﺭﻭﻧﻮ ﻭﺭﻭﺭ ﻳﻢ                ﻟﮑﻪ ﻭﻣﻪ ﻫﻐﻪ ﺷﺎﻥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺍﻧځﻮﺭ ﻳﻢ
ﺩ ﺣﻤﻴﺪ ﺩﺍ ﺯﻧﺪﻩ ګﻲ ﺷﺮﻣﻨﺪﻩ ګﻲ ﺩﻩ                      ﮐﻪ ﻳﯥ ﻣړ ﮐﺎ، ﻋﺰﺭﺍﻳﻴﻞ ﺗﻪ ﺑﻨﺪﻩ ګﻲ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply