ښاغليه اشرف غنی!  دا خو د پټي سر دی /ډاکټر ګل مرجان منګل

0 874

اوس به اشرف غنی او عبدالله  پر امرخیل او فوزیه باندې لاندې بحث تر سره کړی وي.
اشرف غنی به عبدالله ته زنګ وهلی وی ترینه به یې پوښتلی وی  چې ولې ضیاالحق امر خیل؟ ولې پدرام نه, چې له سره ځان افغان نه حسابوی، په سپینه ورځ ایران ته جاسوسي کوي  همدانګه د ایران په لمڅون وروڼه قومونه په خپلو منځونو کې په جنګ سره اړوي، د دوی تر منځ تفرقې او نفرتونه خوروي، د افغانستان ملي مشران بلکل نه مني، بلکل افغانستان  نه منې ؟
عبدالله؛  ستا څه خیال دی چې زه عبدالله به امرخیل ته ګلان غاړې ته ورواچوم ځکه چې په تیرو ټاکنو کې يې ما ته په ښه سترګه کتلي وو،عبدالله به اشرف غني ته  کړې چې ولی فوزی جان کوفي ؟
بهترین تجار پيشه د پوډرو  ایکسپورټره، که هغه له لیست څخه وغورځی نو څوک به بیا   تاجکستان ته پوډر قاچاق کوي!؟.
له کومې ورځې چې د فوزیه جانې ورور بندي دی د پوډرو بزنس يې هم په ټپه ولاړ دی هغه باید هم له بند څخه خوشی شی، تر څو خپلو صادراتو ته دوام ورکړي.
اشرف غني
ښه ځه ورک  یې کړه فوزیه جانه به د امرخیل سره مخۍ 《مساوي》 کړو دواړه د د ټاکنو په نهایې لیست کې نه وی، خو د فوزیه ورور به نه خلاصیږی ځکه چې بیا زما خیاطانو ته هیڅ هم نه پاتې کیږی چې د ولس سترګو ته خاورې ورواچوي.
زموږ تبصره:
ښه اشرف غني که امرخیل په تیرو ټاکنو کې درغلي او خیانت کړی اوسی نو هغه ستا د اشرف غنی په ګټه کړی دی بیا خو نو تاسو په ناقانونه ډول ځان ته ولسمشر وایاست پکار ده چې چوکۍ خوشي کړی او کنه د ټاکنو په وخت کې امرخیل حق په جانب وو تاسو د غيرې مشروع جوړجاړی لپاره د عبدالله سره ورباندې مامله کړي اوسی، هغه مو د قانون برخلاف له دندې لرې کړی وي بیا نو  د امرخیل همهغه یو قرباني بس وه چې وريې کړه، بیا یې مه حلالوئ او د فوزیه کوفي سره خو په هیڅ  وجه د مخۍ کولو وړ نه دی ځکه امرخیل یو پاک نفسه انسان دی، فوزیه یو قاچاقبره ده.
تر ټولو مهم  دا  چې دا خو د پټي سر دی پټی خو وړاندې سورور کیږي هغه داسې چې کله ټاکنې تر سره شی نو همدغه  د شکایاتونو د نامستقل کمسیون مشر چې د عبدالله اعتباري کس دی ټول پاک افراد او اشخاص به همدغه ډول لکه امرخیل يې چې د لیست څخه وباسه، وباسي پر ځای به ټول خپل افراد او اشخاص په راتلونکی  ولسی جرګه کې ځای پر ځای کړي، هغه وخت به تاسو اشرف غنی بیا د عبدالله عبدالله نخری او تماشې  وګوري هغه به یو پيښه نه بلکي یو لوی ناورین وي، داسې قوانین به جوړ کړی چې د افغانستان د ملی ارزښتنو سره ټول په ټکر کې وی شخصی، ژبنۍ سمتی او پر  قومي بنسټونو به ولاړ وي.
ځکه خو اشرف غنی ته همدا  نن پکار ده چې  د عبدالله سره همدارنګه د شکایتونو د نا مستقل کمیسون د مشر سره  د امرخیل پر سر خبره سپینه او یو خوا کړی 《جنګ شودیار سر شودیار 》 او که اشرف غنی همدا نن دا کار ونه کړی بیا به سبا ورته مشکله نه بلکی ناممکنه وی چې د  راتلونکی ناورین مخه ونیسي.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
13/8/18

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply