پوهنتونونه له افراطیته وژغورﺉ!/ګلاب شاه ګلاب

0 865

د افراطیت «که هغه کیڼ و او که ښی» په اور کې تر بل هرځای افغانستان او هر چاافغانان ډېر سوزېدلي او دادی ترننه داسې بېدریغه قرباني اخلي چې ساری یې د نړۍ پرمخ نه دی لیدل شوی. له بده مرغه د افراطیت د اور سپرغۍ د دموکراسي په لسیزه کې له کابل پوهنتونه پورته شوې چې د ۱۳۵۷ کال د غوایي پر۷ نیټه یې لومړی اور کیڼ اړخو بل چې وروسته ښي اړخو هم ښه ډېر پترول پرې وشیندل او مظلوم افغان ولس یې تر ننه په لمبو کې وریتېږي. که له یوې خوا په کلیو، ښارونو او ان پلازمینه کې د داعش اوطالب ځان مرګه بریدونو او چاودنو کې د بې ګنا افغانانو غوښې هوا ته الوزي له بل پلوه همدغه اور ته بیا هم په کابل پوهنتون او د لوړو زده کړو نورو موسسو کې د حزب تحریر او ځینو نورو ډلو غړي ښه په درز کې داشوانان روزي. په دې برخه کې تر ټولو مهم رول له بده مرغه، د شرعیاتو پوهنځي استادان، محصلین او د ثقافت اسلامي استادان لوبوي.

د افراطیت تېرې تورې تر ډېره محصلینې نجونې په نښه کړي او په بېلابېلو پلمو له بېلابیلو لورو ګواښل کېږي. د بېلګې په توګه د ثقافت یو استاد په ټولګي کې په وازه خوله نجونو ته وایي چې تاسې یوه هم خدای نه بښي او د خدای په قهر به اخته شئ،پرته له دې چې کومه تېروتنه یې کړې وي له استثنا پرته یې ګواښي. د ثقافت هغه بل استاد بیا محصلینو نجونو ته د پارچې له مخې نه بلکې د لاس نوکانو له مخې نومرې ورکوي چې بیا هم له استثنا پرته د ټولو نجونو نومرې پر هدغه دلیل کموي.

استادان د ټولو له مخې له محصلینو نجونو سره  دغه ډول چلند کوي چې دا کړنه څواړخیز زیانونه لري: لومړی خو دغه ډول چلند په خپله د نجونو پر ورحیه ډېر ناوړه اغیز پریباسي. نجونې په یو ډول د خپل جنسیت په اړه ناهیلې کېږي او داسې ګڼي چې د ښځولۍ په جرم «چې کله هم جرم نه دی» له دغه ډول چلند سره مخ کېږي او هم دوی (نجونې)د ټولو نارینه ان د خپلو والیدنو خلاف دریځ غوره کوي چې ولې یې نجیلۍ دې نړۍ ته راوړې په داسې حال کې چې په دې برخه کې نه ددوی او نه یې د والدینو هیڅ واک او اختیار نه بلکې دا خلقت او تقدیر کړنه ده چې څوک نارینه او څوک ښځینه دې نړې ته راځي. بله دا چې په دغه ډول چلند سره نجونې له زده کړو هم زړه تورې کېږي ښایي ډېرې نجونې ددغه ډول عمل په غبرګون کې  له زده کړو لاس پر سر شي چې دا بیا بل ناورین دی. له بله پلوه ځینې هلکان هم د دوو لاملونو له مخې د نجونو پر ضد دریځ غوره کوي: لومړی خو محصلینو ته استاد بېلګه(الګو)دی او د استاد هر ډول کړنې او دریځ ورته سم ښکاري، په دې توګه ځینې محصلین هم د استاد پر لار ځي او د نجونو سپکاوی هغه هم د استاد د اخیستې له مخې په دینې انګیرنه سم او پرځای ګڼياوبله دا چې له بده مرغه ځینې تنبل او فرصت غوښتونکي محصلین بیا د استادانو خوشالولو له پاره په دې لار کې ډېر وړاندې ځي چې قرباني یې بیا هم له تردید پرتهنجونې محصلینې وي.  

د استادانو او هم ځینو غیر رسمي افراطي ډلو لکه حزب تحریر او نورو او هم ځینو له بده مرغه رسمي ډلو چې د نوم اخیستل یې اړین نه بولم خو ټول یې پېژني د پوهنتونونو چاپیریال د افراطیت پر زهرو لړلی دی ان تر دې چې د افراطي ډلو محصلین ښکاره او د ټولو له مخې نجونې او هغه هلکان چې د دوی له فکر سره مخالف دي له کوم دلیل پرته پر بې دیني، بې حیایي، فحشا او نورو ناوړه عملونو تورنوي او ان په مرګ یې ګواښي. پر دې سربېره د کابل پوهنتون افراطي محصلین خپل ټولګیوال او همزولي په ټولنیزو رسنیو کې غندي، ناروا تورونه پرې لګوي او ګواښي یې. داسې محصلین هم شته چېدمکراسي کفر ګڼي چې بېلګې یې هم شته.

داسې رپوتونه هم شته چې ځینې محصلین په رخصتیو یا هم په رسمي ورځو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته ورځي او د هغوی په لیکو کې د دولتي ځواکونو خلاف جنګېږي. کله چې محصل له ښاره بهر د وسله والو په لیکو کې د دولتي ځواکونو خلاف جنګ ته ځي روښانه ده چې د ښار دننه هر ډول ترهګریز عمل ته هم چمتو کېږي او لامل یې هم همدغه زهرجن تبلیغ دی چې د پوهنتون استادان یې د محصلینو ترمنځ مخته وړي.

په دې کې شک نه شته چې په پوهنتونونو کې د افراطیت ترویچ او پراختیا اساس او بنسټ په لومړي ګام کې د افراطي فکر خاوند استادان او بیا د افراطیت پر بنسټ ولاړې غررسمي ډلې لکه حزب تحریر او ان ځینې رسمي ډلې دي چې په ښکار د خیر ښېګڼې ځینې سمبولیک کارونه هم کوي. دا رسمي او غیر رسمي ډلې سره له دې چې په ښکاره د وسله وال تاوتریخجن عمل مخالفت کوي خو د دوی زهرجن او افراطيت ته هڅونکي تبلیغات ځوان احساساتي محصلین که وغواړي یا ونه غواړي وسله وال مخالفت ته ټیلوهي.

په اصل کې همدا ډلې دي چې د افراطي او بیا ترهګریزو کړنو روزنې لومړنۍ زانګو ګڼل کېږي او د افراط خوښو محصلینو په ذهن کې د کرکې او نفرت تخم همدلته کرل کېږي.

هغه ډول چې طالبان د داعش زانګو بلل کېږي یادې ډلې هم د افراطیت لومړني زړي د محصلینو په ذهنونو کې کري.

حل لاره څه ده؟

په لومړي ګام کې باید چارواکي په تېره د لوړو زده کړو وزارت له پوهانو سره په ګډه د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې اوسنی حالت په کره توګه و ارزوي او ددې ستونزې لرې کولو له پاره د عمل کره پلان جوړي.

په پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو کې دې د افراطیت لاملونو او د هغه زیانونو په اړه دې په پرلپسې توګه د پوهانو او نظر خاوندانو په ګډون غونډې او سیمینارونه جوړ کړای شي.    

بله دا چې په پوهنتونونو کې د افراطي فکر خاوند استادان هغوی چې نه سمېږي ښه په نره او ښکاره له پوهنتونونو رخصت کړي. دویلو دي چې دا کوم د عقېدې تفتیش نه دی بلکې د ماین شنډلو عملیات دي.

دغه راز، کشفي او استخباراتي بنسټونه دې پر اکاډمیکو بنسټونو خپل څار زیات او د غیرقانوني ډلو لکه حزب تحریر او نورو شبکې دې شنډې کړي.  

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply