اقتصادي خودکفایي ولې مهمه ده؟/محمد بشیریوسفزوی

0 552

ن سره په تېرو کلونو کې په میلیاردونو ډالرو مرستې وشوې، مګرلا هم زموږ خلک له فقر، وزګارتیا او بې وزلۍ څخه ځورېږي او لا هم د ژوند له ډېرو لومړنیو اسانتیاو څخه محروم دي. دا په دې مانا ده چې بهرنۍ مرستې د اوږدمهال لپاره زموږ ستونزې نشي حلولی. د دې لپاره بایدپه داخلي منابعو کار وشي، تر څو ملي عواید زیات او هېواد له اقتصادي پلوه خودکفا شي.

دا مشهوره معقوله به مو اورېدلې وي چې اقتصاد د ټولنې د ملا تیر جوړوي. یانې تر هغو چې هېواد په اقتصادي لحاظ په خپلو پښو ونه درېږي، نو افغانستان به له بې وزلۍ، فقر، بې ثباتۍ او ګڼو نورو ستونزو او ناخوالو څخه کړېږي. له همدې امله د هېواد اقتصادي خودکفایي تر هر څه لومړی مهمه ده.  تر هغو چې موږ خود کفا نشو نه د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی شو، نه ورته د زده کړو، کار، روغتیا او نورې اسانتیاوې ورکولی شو او نه هم د ارام او هوسا ژوند بستر برابرولی شو.

ولسمشر غني د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د عوایدو راټولولو مدیریت، د سوداګرۍ ودې، د پانګونې هڅونې، ترانزیتي لارو، هوایي دهلېزونو او د لویو پروژو تطبیق ته پام ډېر کړ. ولسمشر غني هڅه کوي چې له یوې خوا هېواد له وارداتي څخه پر صادراتي هېواد بدل کړي، خلکو ته کار او شغل زیات کړي، د ژوند منابع او سرچینې زیاتې کړي، خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي او هېواد مو د پردیو له خیراتونو بېغمه او په خپلو پښو ودرېږي.

 سوداګرۍ او خدماتو په سکتور کې افغانستان د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې ګامونه اخیستي. په دې اړه مناسبه پالیسي طرحه شوې ده او اړینې مرستې، د پروسو ساده کول، د نړیوال تجارت سازمان سوداګری شاخصونو تصویب او … د دغو فعالیتونو او لاسته راوړنو یوه برخه ده.

افغانستان توانېدلی چې د عوایدو او لګښتونو د مدیریت اړوند  پالیسیو کې  د اصلاحاتو له لارې خپل مالي موقف پیاوړی کړي.  همداراز  د صنعت په برخه کې افغانستان د تېرو دریو کلونو په ترڅ کې د پام وړ ودې شاهد و.  د سوداګرۍ د ودې او د پانګونې د هڅونې لپاره حکومت د کورنیو صنایعو د حمایوي تعرفې طرزالعمل چې له مخې به یې د فابریکو د خامو موادو په تعرفو کې د پام وړ کموالی راشي اقدامات کړي دي.

په تېره لسیزه کې د افغانستان سوداګریز جوړښت پر څو محدودو هېوادونو متمرکز و. په متماديکلونو کې د افغانستان سوداګریز لوی شریک یعنې پاکستان، د افغانستان نیم تجارت ( ۵۶.۵سلنه) د صادراتو او وارداتو په ګډون ځان ته ځانګړی کړی و، خو اوسمهال له تجارتي شریکانو سره یې د افغانستان سوداګریز جوړښت د نورو لسیزو په پرتله کم متمرکزه دی، ځکه اوس افغانستان د منځنۍ اسیا، اروپا او ځینو نورو هېوادونو سره ترانزیتي لارې او سوداګریزې راکړې ورکړې لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply