ایران: له هرې ممکنې لارې له افغانستان د اوبو حق اخلو

0 665

ایران وايي د اوبو په برخه کې له افغانستان د خپل حق اخیستو لپاره له ټولو وسیلو کار اخلي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ددغه هېواد له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، د هلمند د اوبو موضوع ایران ته ډېره مهمه ده او تقریبا هره اونۍ پر دې مسئله بحثونه روان وي. هغه ویلي د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې لټه کې دی چې دغه ستونزه حل کړي خو دایمي حل یې یوې جامع هوکړې ته اړتیا لري چې دا کار به ډېر وخت واخلي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دوی به له ټولو لارو چارو وسیلو او حربو کار واخلي څو وکړی شي له افغانستان خپل حق ترلاسه کړي. نوموړي دا حربې نه دي په ګوته کړې خو ایران د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو ملاتړی بلل کېږي. ویل کېږي چې په جنوبي کې د اوبو او برېښنا ټولې پروژې د ایران په اشاره تهدېدېږي. تر دې وړاندې هم ایران د افغانستان د اوبو په اړه داسې څرګندونې کړې وې خو افغان حکومت وايي په دې برخه کې د اروا ښاد موسی شفیق هوکړې ته ژمن دي او عملي کوي یې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply