قومي سیاست مو اینده وژني / مبارزمحمد ځدراڼ

0 579

افغانستان چې له بده مرغه د څه کم څلورو لسیزو راهیسې د سیمه ییزو او نړیوالو دسیسو له امله د اور په لمبو کې سوزي او وګړي یې په یوه او بل نامه وژل کیږي،تر بل هر وخت زیات ملي یووالي ته اړتیا لري.

که موږ نن او پرون ته وګورو د افغانستان دښمنان همېشه هڅه کوي چې افغانان په سمتي،ژبني،سیاسي او مذهبي نومونو ووېشي ترڅو هغوی له دې لارې خپل شوم اهداف ترلاسه کړي.

په ډېر تاءسف سره  دا تریخ حقیقت باید ومنو چې هغوی پدغه کرغېړن پلان کې تر یوه بریده بریالي شوي او ځينې داسې ډلې ټپلې یې جوړې کړي دي چې د هېواد په مرکز او ځينو ولایتونو کې پرادۍ برنامې پرمخ وړي او د افغانانو ترمنځ د کرکې او نفاق تخمونه شیندي.د دغو ډلو مشران ځینې وخت د ملت له کوره ( ولسي جرګه) ، غونډو،کنفرانسونو او رسنیزو مرکو د لارې په ډېرې سپين سترګۍ سره د افغانیت ټولې مقدسې پولې ماتوي او د افغانانو له هویت او همداشان د ویاړلي افغانستان له ښکلې نامه سره په زغرده دښمني ښئیي.

که څه هم  د دغو استخباراتي کړیو شمېر په خورا اقلیت کې دی خو بیا یې هم که مخه ونه نیول شي، ممکن کړنې یې د یوه خطرناک ویروس په څېر د هېواد ډېرو برخو ته په چټکۍ سره خوارې شي او د افغانانو ترمنځ د ورورولۍ فضا هغسې خرابه کړي لکه څنګه یې چې زموږ د هېواد قسم خوړلي دښمنان په هڅه کې دي.

د پورته سیمه ایزو او نړیوالو استخباراتي هڅو او پلانونو د شنډېدو او د یوه واحد ملت د منځته راتګ لپاره تر ټولو لومړۍ اړینه ده چې ټول وګړي د افغان تر نامه لاندې راټول او د یوه واحد بدن په توګه د بهرنیو هېوادونو د هر تلي څټي پرمخ داسې کلک ګوزار ورکړي چې بیا د افغانستان پر لوري کاږه هم ونه ګوري. خو دا هغه وخت کېدای شي چې هر افغان بل افغان ورور وګڼي او پرادیو دسیسو ته په مېړانه ځواب ووایي.

موږ موده وروسته د ولسي جرګې او همداراز د جمهوري ریاست ټولټاکنې لرو، چې د ترسره کېدو لپاره یې شاوخوا( ۱۰) مېلیونه افغانانو ثبت نام کړی دی. پدغه ټاکنو کې یووار بیا داسې کسانو ځانونه نوماند کړي دي چې هغوی د افغانیت او اسلامیت سره په زغرده حساسیت ښودلی او لا هم هڅه کوي چې د خارجي بادار د خوشالولو او د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپلو کړنو ته په ورته توګه ادامه ورکړي.نو پدې صورت کې اوس د هر افغان ورور او خور دیني او ملي وجیبه ده چې د هغوی کثیفې او جاسوسې څېرې د هېواد په ګوټ،ګوټ کې هر چا ته  بربنډې کړي ترڅو دا ځل ونه توانیږي چې جاسوسان د ملت کور ته لار ومومي او بیا د ولسي جرګې له تربیون څخه د هېواد او ملت پرضد غږ پورته کړي.

دا هرڅه هغه وخت تحقق مومي چې د هېواد ټول  لوی او واړه قومونه یو او بل ته په رښتیني توګه د ورورۍ غېږ خلاصه کړي او هغه سیاسي سوداګر چې یوازې او یوازې د خپل سیاسي اقتدار د بقا په خاطر په خپلو قومونو تجارت کوي ،په یوه غږ ورټي.

زه تر ډېره بریده باوري یم چې د ولسونو ترمنځ هېڅ ستونزه نشته، یوازې همدا څو پرادي تلي څټي دروغجن مشران دي چې د قوم او سمت په نوم یې سیاسي تنظیمونه جوړ کړي دي او د خپلو شخصي ګټو او سیاسي قدرت په خاطر قومي،ژبني،سمتي او مذهبي شعارونه ورکوي او غواړي چې له دې لارې هغه دنګې ماڼۍ او په بهرنیو بانکونو کې مېلیاردونه ډالرچې د همدې جنګ ځپلي ملت په وینو یې لاسته راوړي دي، وساتي.

نو د یوه افغان په توګه هیله لرم چې ټول افغانان د پرادیو دسیسو او تش په نامه سیاسي مشرانو پر وړاندې یو موټی شو او پرې نږدو چې هېواد مو یووار بیا د پخوا په څېر پر کنډواله بدل او پتمنې خویندې مو د ګاونډیو هېوادونو پرسړکونو او کوڅو د سوال لمنې وغوړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply