هانګ کانګ پر هند سخته ویره تیره کړه

0 713

د آسیا جام په څلورمه سیالۍ کې نن هندوستان لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته د ۲۶ مندو په توپیر ماتي ورکړه، خو د هانګ کانګ لوبغاړو هم د هندوستان په لوبډلې او مینه والو سختې شیبې تیرې کړې.

نن د هانګ کانګ لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې پریکړه يې وکړه، هندي لوبډلې په پیل کې ښه توپ وهنه وکړه خو په پای کې څومره چې ترې تمه کیده ښه ونه ځلیدل، او د (شيکر ډاون) د (۱۲۷) او (امبتي رايودو) د (۶۰) منډو پر مټ په (۵۰) اورونو کې د (۷) لوبغاړو په سوځېدو سیالې هانګ کانګ لوبډلې ته یې د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.

 هانګ کانګ لوبډلې په پیل کې بیسارې ټوپ وهنه وکړه او پیلوونکو لوبغاړو خپله ملګرتیا تر ۱۷۴ منډو وغځوله او تر ۳۳ اوور پورې يې هیڅ کوم لوبغاړې نه وو سوځیدلې، او تر دې دمه لوبه تر ډیره بریده ددوی په ګټه روانه وه او داسې ښکاریده چې دوی به په آسانۍ دغه ټاکي هدف ته ځان ورسوي. د پيل توپوهونکو نزاکت خان (۹۲) او انشومن رات بيا (۷۳) منډې وکړې، خو د دوی تر سوزیدو وروسته نورو لوبغاړو ونشو کړای ښه وځلیږي او لوبه په خپله ګټه پای ته ورسوي. هانګ په ټولو ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۹ منډې ترسره کړې، او د ۲۶ منډو په توپیر یې لوبه هندوستانۍ لوبډلې ته وبایلله.

د هانګ کانګ د توپ وهنې په لومړیو شیبو داسې انګیرل کیده چې د کرکټ په تاریخ یوه ستره او جالبه پیښه ترسره کیږي، چې یوه دویمه درجه لوبډله د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جدول کې دویم نمبر لوبډلې ته ماتې ورکوي او آن د آسیایې جام څخه د وتلو له خطر سره یې مخ کوي.

بیا هم هانګ کانګ ښه لوبه وکړه او د هندوستان لوبډلې پښې یې ولړزولې او د مینه والو زړونو يې تر یو وخته ناکراره وو، که نن هندوستان بایللای وای نو سبا ورته له پاکستان څخه ګټل سخت وو او ددې ویره وه چې د آسیایې جام سیالیو څخه بهر شي.

بیاهم هندوستان ته دی بریا او هانګ کانګ ته دی ښه لوبه مبارک وي!

سبا ته د لومړي پړاؤ تر ټولو احساساتي او په زړه پورې لوبه د هندوستان او پاکستان لوبډلو تر منځ ترسره کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply