د بریالیو او ناکامو خلکو تر منځ ۱۸ عمومي توپیرونه

0 595

ژباړه او زیاتونه : عزیزالرحمن ‘’روان’’

بریا یوازې د نصیب یا بخت په پایله کې نه راځي ، بریا د سخت کار او هڅو په  پایله کې تر لاسه کېدای شي ،که څه هم هر شخص د بریا چانس نه ترلاسه کوي ، نو دا په دې معنا نه ده چې نوموړی شخص نه شي بریالی کېدای . بریالي خلک یو بېساری شخصیت لري چې د دوی دا بیساری شخصیت دوی له نورو خلکو بیلوي ، د بریالیو او پوهو خلکو له نظره لاندې ۱۸ عمومي د شخصیت رازونه دي چې بریالي خلک یې لري .

۱ – هدف ټاکل : – د بریالیتوب لپاره هدف ټاکلو ته اړتیا ده ، بریالي خلک یو  روښانه لید لري چې دوی څه عواړي او څنګه یې ترلاسه کوي ، ددې لپاره چې دوی د خپل هدف د لاسته راوړلو لپاره تشويق شوي وي نو دوی د خپل هدف لپاره وروستۍ کرښه یا Dead line ټاکي ، خو له بلې خوا ناکام خلک د خپل ځان لپاره هدف نه ټاکي او که یې ټاکي هم ، خو بیا خپل هدف ته رسیدو لپاره ډیر کار نه کوي.

۲ – تمرکز نه بایلل : – بریالي خلک ددې لپاره چې هدف ته ورسیږي دوی د خپل هدف لپاره سخت کار کوي ، دا کومه خبره نه ده چې دوی د څه ډول مکشلاتو سره مخ کیږي خو دوی هيڅکله خپل تمرکز نه بایلي ، خو ناکام خلک چې د لمړي مشکل سره مخ شي نو خپله توجه او تمرکز بایلي او هدف ترې پاتي کیږي .

۳ – د وخت ارزښت پیژندل :- بریالي خلک د وخت ارزښت پیژني دوی وخت په ډیر ښه ډول مدیریت کوي ، دوی نه یوازې خپل وخت بلکې د نورو خلکو وخت ته هم ارزښت ورکوي ، د وخت ډیر پابند وي د وخت هر ساعت په ډیره موثره لاره مدیریت کوي . ناکام خلک نه خپل وخت او نه د نورو وخت ته ارزښت ورکوي ، د وخت هیڅ پابند نه وي .

۴ – د مشکلاتو په حل کولو تمرکز کول :ـ بریالي خلک د مشکلاتو په حل کولو کې ډیر ځیرک وي ځکه چې دوی د هرې ستونزې لپاره یوه حل لاره لري ، دوی خپل فکر په ماهرانه توګه کاروي تر څو ښه امکانات ، تغیرات او د ستونزو لپاره ښه او مناسب حلونه پیدا کړي .

ناکام خلک د ستونزو په حل کولو کې پاتي راځي ځکه دوی اکثره وخت د مشکلاتو په وختونو کې په نورو تکیه کوي . دوی نه یوازې دا چې ستونزې ته حل لاره نشي موندای بلکې د شته حل لارې لپاره نورې ستونزې ایجادوي .

۵ – ننګونو ته ښه راغلاست ویل :ـ بریالي خلک که د لویو یا کوچنیو ننګونو سره مخ شي دوی خپل مسیر نه بدلوي ، په ننګونو تمرکز کوي او ننګونو ته ماته ورکوي ، خو ناکام خلک د ننګونو په وړاندې ماتیږي ، ځکه دوی نه عواړي چې د خپل آرام حالت څخه بې خایه / ناقراره شي .

۶- فیډباک او تاییدول :- بریالي خلک نه خوښوي چې وستایل شي ، دوی تعمیري انتقاد او فیډباک ته په ورین تندي ښه راغلاست وایي ، دوی هرې نوې نظریې ته ښه راغلاست وایي .

خو ناکام خلک برعکس دا خوښوی او عواړي چې وستایل شي او دوی هر فیډباک یا عکس العمل خاصتآ منفي فیډباک ته بې ځوابه پاتي کیږي .

۷ – په ځاني پرمختګ ( ځان بساینې ) تمرکز کول :-بریالي خلک عواړي چې د هر شي سره که هغه نظریې ، معلومات یا کومه مبارزه … وي مډرن عمل وکړي یعنې تازه ورسره پاتې شي ، دوی هڅه کوي چې خپلو تخنیکونو ته پرمختګ ورکړي ددې لپاره سخت کار کوي تر څو پرې بریالي شي .،

خو ناکام خلک هیڅکله دا اړتیا نه محسوسوي چې پرمختګ وکړي ځکه دوی په دغو حالاتو کې چې اوس دي آرام او هوسا دي .

۸ – په ناکامۍ کې فرصتونه لټول :- بریالي خلک همیشه په ناکامیو کې فرصتونه لټوي او هیڅکله د ناکامیو له وجې نه بې جراته کیږي دوی ناکامیو ته د یوې زده کړې په حیث ګوري او درس ترې اخلي .

خوناکام خلک بیا هغه فرصتونه چې په ناکامیو کې پراته دي نه ویني او درس ترې نه اخلي او دغه ناکامۍ دوی له ژونده بې زړه کوي چې بیا دوی تسلیمۍ / پريښودو ته اړ باسي .

۹ – د کار اخلاقي قوانین لرل :- بریالي خلک د شخصیت لوی رازونه لري لکه سپیڅلتیا ، تواضع ، خوی اخلاق ، صداقت او مسولیت کوم چې دا رازونه دوی د یو لوی لید او نظر څښتن کوي ، ناکام خلک دا څیزونه ډیر کم لري .

۱۰ـ د بدلون یا تغیراتو څخه نه ویریدل : – زمونږ په ژوند کې تغیرات کېدای شي ویروونکي واوسي او زمونږ تمرکز وبایلي ، خو بریالي خلک بدلون ته ښه راغلاست وایي ، او د ننګونو په حیث یې مني او هڅه کوي چې په دغو تغیراتو کې تر ټولو غوره یوه ته ورسیږي .

ناکام خلک په ژوند کې تغیراتو باندې انتقاد کوي او د  تغیراتو د ورانیو د سببونو په اړه خبرې کوي .

۱۱– مسولیت منل : – بریالي خلک هېڅکله د خپل ترسره شوي کار پوره امتیاز یا کریډت نه اخلي ، دوی نه یوازې دا چې د کار پوره امتیاز نه اخلي بلکې دوی یې همدارنګه د خپل کار د منفي پایلو مسوولیت هم په غاړه اخلي ، او د خپلو غلطیو یا ناکامیو له وجې هېڅوک نه ملامتوي .

مګر ناکام خلک هڅه کوي چې د خپلو غلطیو پړه په نورو خلکو ور واچوي کوم چې یې د دوی نه توقع کیږي .

۱۲- امتیاز ورکول : – بریالي خلک پدې پوهیږي چې د دوی بریا په هغو خلکو پورې هم اړه لري چې دده شاوخوا یې له ده سره بریالیتوب ته په رسیدو کې مرسته کړیده ، نو کله چې هدف ته ورسیږي د شاوخوا ملګرو د سخت کار ستاینه کوي چې دا هم د راتلونکي لپاره یوه قوي ډله جوړوي .

خو ناکام خلک هغه امتیاز چې دده شاوخوا ملګري یې وړ دي ، هغه هم ترې اخلي .

۱۳-  ستاینه او ښه راغلاست ویل : – بریالي خلک د نورو څخه څه نه پټوي او دوی ته په یوه روښانه او ځیرکه لاره ښه راغلاست وایي ، دغه نقطه د بریالیتوب لپاره یو تر ټولو مهم موضوع ده چې ورته اړتیا ده .

رهبر کیدل په دې معنا چې یو تشویقونکی او هڅونکی شخص اووسې .

ناکام خلک نورو ته په ورین تندي ښه راغلاست نه وايي ، که یې وایی هم ، خو کاذب ښه راغلاست ورته وايي . ځکه دوی په آسانۍ سره د نورو د حسدتونو او نفرتونو له وجې ماتیږي او ناکامیږي .

۱۴-د بریا لپارهلنډه لاره نه لرل : – بریالي خلک پوهیږي چې بریالیتوب ته کومه لنډه لاره نشته ، او تر ټولو آسانه لار هېچاتهکوم ارزښتمن څه په لاس نشي ورکولی ، بریالي خلک د بریالیتوب لپاره تر ټولو مغلقې لارې طی کوي ځکه پوهیږي چې پایلې یې ارزښتمنې دي . خو ناکام خلک د بریالیتوب لپاره تر ټولو لنډه لاره ګوري .

۱۵- په خلکو او اهدافو تمرکز کول :- بریالي خلک پردې سربیره چې په خپلو اهدافو تمرکز کوي او دوی پوهیږي چې په هغو خلکو تمرکز هم ورته مهم دی کوم چې د بریالیتوب په لاره له ده سره یو ځای دي، دوی دواړو ته مساویانه ارزښت ورکوي .

خو ناکام خلک یوازې په خپلو اهدافو تمرکز کوي ، او په خپل ټیم فشار راوړي ، کوم چې دغه فشار یې د کار ځای / کار ساحه بې خونده کوي چې بیا به یې د پایلو حاصل ډېر خراب وي .

۱۶ – شفافیت لرل :- بریالي خلک همدارنګه په شفافیت او روڼوالي پوهیږي ځکه چې دا شفافیت دده او دده د ټیم تر منځ د باور فضا رامنځ ته کوي .

خو ناکام خلک ډېر رازداره وي کوم چې دا راز دده د ټیم تر منځ د ډلو، ټپلو د رامنځته کیدو سبب کیږي او د دوی تر منځ د باور فضا له منځه وړي .

۱۷ زده کړې ته رضایت ښودل : – بریالي خلک همیشه دیته لیواله وي چې یو څه ته عوږ شي او نوي څه زده کړي .

خو ناکام خلک بیا داسې فکر کوي چې دوی په هر څه پوهیږي او هیڅوګ دوی ته نوې څه نه شي ورزده کولی ، او اکثره وخت په خپلو تجربو ویاړي ، چې د نورو خلکو سره هم نه شریکوي .

۱۸ – د غوسې پرځای خپل خرکت ته دوام ورکول :-پرمخ تلل د یو سوله ییز ژوند لپاره ډېر ضروري دی ، بریالي خلک چې په خپلو اهدافو متمرکز پاتي کیږي نو ددوی توجه د قهر او عوسې حالت ته نه اوړي .

خو د بلې خوا ناکام خلک د قهر او غوسې په اوږده حالت کې د بریالیتوب په لاره ددوی کار، حالت او سلوک متاثره کوي .

 د بریالي کیدو لپاره ډیرو رازونو ته اړتیا ده  ، ځینې کیدای شي مونږ ته په طبیعي ډول راشي ځینې بیا مونږ د تجربو له لارې زده کوو. خو پورته ذکر شوي ټول حالتونه تر ټولو موثر او اعیزناک تمامیدای شي .

همیشه په یاد لره چې ستا بریا ستا د نصیب پواسطه له پخوا نده تعین شوي ، تر څو چې سخت کار ونه کړي او پاس پورته ذکر شوي عادتونه خپل نه کړې تر هغې نشې کولای چې  د توقع وړ بریالیتوب تر لاسه کړې .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply