وطن مو خپله ناامنه کړی پړه پرامنیتي تړون وراچوو

0 607

ودان روښان

په دې کې شک نه شته چې افغانستان د بهرنیو لاسوهنو او تېریو ښکار ګرځېدلی، حریصو ګاوندیو او نړیوالو زبرځواکونو د بېلابېلو موخو له پاره افغانستان تر پښو لاندې غوبل کړی خو اصلي ستونزه خپله په موږ کې ده چې نورو ته مو د یرغل او د خپل هېواد وراني فرصت برابر کړی دی. که موږ ځان جوړ کړی وی هیچا موږ ته سترګې نه شوی راکږولی. خو کله چې موږ خپل کور د نفاق او بې عدالتي سور تنور ګرځولی نو خود نورو پرموږ تېری کړی. لرې نه ځو کله چې میرویس او احمد شا په عدالت، انصاف او وسره تدبیر په پام کې نیولی و د ګاونډیو د زور او کبر د سلګونو کلونو واکمنۍ یې نړولي وې(۱) ایرانیانو او د منځنۍ اسیا واکمنو خو سوڼ نه شو ایستلی. خو چې د تیمور شا اولاده او د پاینده محمد زامن او لمسیان هر یو د پاچاهي په شوق خپلو کې سره ولوېدل نور خو لا پرځای پرېږده ان د بخارا منغتي پاچایانو هم زموږ خاورې ته سترګې ډومارلې وې، په ډېره سخته ورځ کې د بخارا منغتي لیوني پاچا سید نصرالله د امیردوست محمد خان بې عزتي هم کړې وه.                                                                             د ایران قاجاریانو خو لکه د تروو مچان هره ګړۍ کله د روس او کله د انګریز په اشاره د افغانستان پر لوېدیځو سیمو بلوسېدل. دهمدې بې اتفاقیو او لنډفکریو په پایله کې له سترې احمدشاهي امپراتوري یوازې په وچه کې ایسار، بې وزله او کمزوری افغانستان پاتې شو.  

په همدغه وچه کې ایسار افغانستان کې چې کله د ۱۳۵۷ کال د غوایي په ۷ نیټه یوې ډلې ناخبره ځوانو پوځیانو کودتا وکړه نویو واکمنو پرخپل ولس وطن سور تنو کړ، خلک اړ شول چې د حکومت پرضد وسله پورته کړي یا هم ګاوندیو هېوادو ته پناه یوسي او ګاونډیو هم هغه څه چې په اسمان غوښتل خدای پر ځمکه ورکړل او د افغانانو مرستې په پلمه یې د افغانستان وراني ته زور ورکړ. خبره دې ته ورسېده چې روسانو ته پر افغانستان د یرغل موقع په لاس ورغله دا موقع هم افغانانو ورکړه. پر افغانستان د روسانو په وحشیانه یرغل سره د افغانستان وراني له پاره له هرې خوا لاسونه رااوږده شول خو ګورﺉ دا موږ و چې دغه حالت مو رامنځته کړ. د ډاکتر نجیب حکومت ړنګ او بیا هم افغانان و چې تنظیمي اندوخر یې جوړ او بیا ګاوندیو ته خدای ورکړه، پر کیسو یې ټول خبر دي، پر سرونو له میخونو ټکوهلو، د مړو ګډا نندارې، د خپل عزت ساتلو په خاطر له شپوږم پوړه دنجونو ځانونو تر راغورځولو او نورو پورې ټول د افغانانو کار و. ترهغو چې طالبان راپورته، غله، لنډغر او نور یې پسې واخیستل بیا هم افغانان و چې بې وطنه بدمعاشانو ته یې پنا ورکړه، ملت یې د امریکایي بمباریو او توغندیو ته وتړلو. په پای کې د طالبانو ټغر ټول شو او د لومړي ځل له پاره افغانستان د نړیوالو د پام مرکز وګرځید خو له بده مرغه د افغانستان واګي د حامد کرزي په شان فاسد، ډارن، غله، بې خاصیته او په عین وخت کې شر خوښونکي کس ته په اس ورغلې. که ددغه بې کفایته او مړتت پرځای بل هرڅوک وای ښایي افغانستان نن له دغه ډول برخلیک سره نه وای مخ. خو دغه سړي د خپل ځان او کورنۍ  دګټې له پاره د افغانستان هرڅه پر لنډغرو وخوړل. دی چې همدغو بهرنیانو په تېره د امریکا په زور واک ته رسېدلی و او ویل به یې: «ایم پپیت ایم پپیت یانې زه ګوډاګی زه ګوډاګی یم» خو کله چې خبره دده ترفساد پورې ورسېده او امریکایان نور د کرزي له فساد او بې کفایتي پوزې ته ورسېدل او پر کرز یې د سمون له پاره فشار راووړ، کرزي د هغوی (امریکایانو)خلاف خوله پرانیسته. په لنډه کې د کرزي او امریکایانو د مخالفت اصلي لامل د کرزي او دده د کورنۍ فساد و او بس. کرزي خپله دا ګروم(عقده)له امریکا سره د امنیتي تړون په ځنډولو سړوله خو په پایله کې یې که له نورو تېر شو په یو ځل پر افغانستان د امریکا دوه میلیارده ډالر مرسته ودروله. د افغانستان اوسنی کړکیچ تر ډېره د بهرنۍ لاسوهنې تر څنګ د کرزي عصرالفساد مامورانو کړنو، دده(کرزي) له لورېینې برخمنو جنګسالارانو، قومي ټیکه دارانو او نورو زوراکو، مافیایي کړیو، د ځمکو غاصبانو له هغې ډلې د ولسي جرګې ډېرو غړو ظلمونو او نارواوو پایله ده چې همدغه ښاغلي یې اوس پړه له امریکا سره پر امنیتي تړون وراچوي. په کوم منطق دوی دعوه کوي چې امریکا دې زموږ امنیت ټینګ کړي؟ په داسې حال کې ډېر همدغه کسان د بهرنیو استخباراتي کړیو په چوپړ کې دي څوک د ایران، څوک د روس، څوک د پاکستان استخباراتي سازمانونو سره اړیکې لري او د هغوی اجنډا په هېواد کې مخته وړي له هیڅ راز، ناقانونۍ مخ نه اړوي د قیمتي ډبرو په قاچاق کې ښکېل دي، د بیارغاونې پروژو قراردادونه دوی په زور اخلي د ولس د خولې مړۍ ترې تښتوي او نورې لسګونه بې عدالتۍ او ظلم پر اولس رواګڼي چې له تردید پرته د ولس د ناخوښي او د مخالفینو لیکو پیاوړتیا لامل ګرځي خو بیا همدغه ښاغلي راولاړېږي او وایي چې په افغانستان کې ناامنۍ له امریکا سره د امنیتي تړون زېږنده ده او امنیتي تړون افغانستان د سیمه ییزو اونړیوالو سیالیو ډګر ګرځولی …څه …او…څه….

پوښتنه داده چې د ذولفقار علي بوټو په واکمني کې نصیرالله بابر یوه ډله اخوانیان د داوودخان رژیم پر ضد د افغانستان ورانۍ ته روزل او رالېږل یې هغه وخت هم افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون کړی و؟ یا د ډاکتر نجیب الله رژیم له ړنګېدو وروسته چې ایرانیانو علاوالدین بروجردي د کابل په لوېدیځ کې جنګي قوماندان ټاکلی و هغه وخت هم ایران له امریکا سره د امنیتي تړون په غبرګون کې دغه کار کړی و یا هغه وخت چې روسانو لږکیان د پښتنو  پرضد یووالي ته هڅول(۲) هغه وخت هم  افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون کړی و؟ کله چې ایرانیان د افغانستان په سویل کې د ناامنیو پر اور تیل پاشي تاسې او خدای مو چې لامل امنیتي تړون دی که په دې سېمو کې د اوبو بندونو جوړېدو مخنیوی؟ بیا هم وایم چې دغه ټول کارونه یې د افغانانو په لاس کړي دي یانې دغوورانکاریو ته یې افغان ګومارلي دي.  

ټول پر دې پوهېږي چې غوا توره خو پۍ یې سپینې دي، رښتیا خبره داده چې د ولسي جرګې ځینې غړي او ځینې سیاستوال د روسیې، ایران، پاکستان او نورو استخباراتي کړیو په اشاره غواړي افغانستان یو ځل بیا د اویایمې لسیزې کلونو ته وروګرځوي، ځینې نور هسې لکه … د خپلې … له وېرې د ایندانو په کتار کې منډې وهي. د ولسي جرګې د تېرې چارشنبې او د صبغت الله مجددي په کورکې هم مهاله غونډو کې له امریکا سره د امنیتي تړون مخالفو پېژندل شوېو څېرو څرګندونې به ډېرو اورېدلې وي. لومړی خو دا خبره مهمه ده چې څرنګه پر یو وخت دواړو غونډو کې همدا یوه مسله مطرح شوه، له ورایه ښکاري چې دا پلان شوی حرکت و نه تصادفي. ډېره په زړه پورې مسله په کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي غصه وه چې د مخ غوښې یې رپېدې او له غصې سور او شین کېدلو. هېوادنۍ سترې مسلې د عقل او منطق له مخې حل کېږي نه د غصې او احساساتو له مخې. له دې ښکاري چې کرزي دا مسله هغه ډول چې یادونه وشوه په شخصي ګروم یاعقده بدله کړې نه د هېواد سترو ګټو او ملي موخې له پاره.

لومړی خو له امریکا سره امنیتي تړون د شاوخوا ۵۰۰۰ وتلو افغانانو مشورتې لویې جرګې غوښتنه وه نه د کوم شخص. هغه جرګه هم  کرزي ددې له پاره راغوښتې وه چې تړون رد کړي خو کرزی هغه وخت په خپلو اتو کې ډبل شو او جرګې یې دغوښتنو او هیلې خلاف د امنیتي تړون په ملاتړ رایه ورکړه او کرزی لکه د ورا چلم یوازې پر میدان پاتې شو.

دغه تړون به کمزورتیاوې لري خو په ټوله کې د اوس له پاره د افغانستان په ګټه ځکه دی چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو تمویل او تجیز له پاره هغه شپږ میلیاده ډالر چې امریکا منلي له بل هیڅ سرچینې نه شي پوره کېدی. که کرزی او وروسره راټول سیاستوال او دغه راز، د ولسي جرګې غړي کومه بله داسې سرچینه ویني یا یې پېژني چې د امنیتي ځواکونو تمویل او تجهیز له پاره دومره پیسې ورکوي نو مهرباني دې وکړي ولس ته دې وروښیي چې ټول ډاډمن شي، خو که دوی وایي چې نه امنیتي تړون دې نه وي چې له تردید پرته نو بیا ۶ میلیارده ډالر هم نه بندېږي او بله کومه سرچینه هم نه شته چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو تمویل له پاره دومره ان تر دې لږ پیسې ورکړي، ددې مانا دا شوه چې سیاستوال او د ولسي جرګې غړي غواړي هماغه د اویایمې لسیزې تنظیمي انډوخر بیا تکرار، ښارونه لوټې لوټې او ولس د خپلو خرمستیو په کړایي کې نینې کړي.        

(۱)د میرویس نیکه(رح) ځوان زوی محمود هوتکي د اصفهان نږدې درې نیم سوه کلنه صفوي واکمني ونړوله. لوی احمد شاه بابا (رح) هم په خپل عقل، عدالت، تدبیر او هوښیاري دهند نږدې څلورسوه کلنه مغولي واکمني په ګونډو کړه.

 (۲) وګورﺉ «رشتیا افغانستان کې څه تېرېدل کتاب د ژباړن ( داوود جنبش)سریزه» لیکوال: سترجنرال الکساندر مایوروف

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply