هند افغانستان ته ۱۰۰۰ نوي بسونه ورکوي

0 595

افغان چارواکي وایي د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ولسمشر غني سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به ۱۶۰ بېلابېلې پروژې عملي کوي.

ښاغلی غني د چهارشنبې په سهار (سپتمبر۱۹) له یو پلاوي سره د یوې ورځې لپاره هند ته ولاړ او له لومړي وزیر نریندرا مودي او نورو چارواکو سره یې ولیدل.

د ارګه اعلامیه وایي چې دواړو مشرانو پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې او هند له افغانستان سره په ډېرو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه.

د ارګ اعلامیې کې راغلي د هند لومړي وزیر ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به ” د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمریزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلیو په کچه ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټي سیستم، ۳۵۰ښاري ملي بسونو د ترمیم او د یو زر نویو ملي بسونو د ورکړې، د غذایي توکو د پروسس او نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول مالي او تخنیکي همکارۍ ته چمتو دی او پر دې توافق وشو چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټيمونه دې ژر تر ژره د عملي کار د پیلولو زمینه برابره کړي.”

لا معلومه نه ده چې په دغو ۱۶۰ پروژو باندې څومره لګښت راځي او کار یې دقیقآ کله پیلیږي. داسې ښکاري چې نوي ډیلي ته د ښاغلي غني دا سفر تر ډېره پر سوداګرۍ او تجارت ورټول و.

اعلامیه وایي چې کابل-ډیلي په دې هم توافق کړی دی چې د “هرات او امرتسر په ګډون نورو ښارونو ته” هم تجارتي پروازونه پیل شي. همدغه راز دا پرېکړه هم شوې ده چې د هند او افغانستان ګډ ټیمونه به د “قیمتي ډبرو د پروسس، صادرولو او د درملو د تولید” په برخو کې ژر کار پیل کړي.

هند په تېرو شاوخوا ۱۸کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده او د کابل نژدې ملګری بلل کیږي. ولسمشر غني او لومړي وزیر مودي د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او سیمه ایز امنیت او ثبات باندې هم غږېدلي دي.

امریکا غږ پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply