په ۱۳۹۸ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د ولس ګډون ولې کمرنګه وو؟

لیکوال: استاد جاويد ذاکري

0 993

ټاکنې د ديموکراسۍ يو اصل او په سوله اییز ډول د واک لېږد يوازينۍ لار ده، په ټاکنو کې ګډون د ولس د هر فرد نر او ښځې مسلم حق دی؛ ترڅو له همدې لارې د ځان او هېواد لپاره زعيم وټاکي.

د نړۍ ټول جمهوري دولتونه هر څلور یا پنځه کاله وروسته د هېواد لپاره زعيم د ټاکنو له لارې ټاکي، چې د هېواد ټول وګړي يې د رايې ورکونې له مخې د ديموکراسۍ تمثيل کوي. دا چې افغانستان د نړۍ په کچه يو پېژندل شوی هېواد او حکومتي بڼه يې جمهوري ده او د ټاکنو له لارې د هېواد ولسمشر ټاکي.

موږ څو ورځې وړاندې د څلورم دور ولسمريزو ټاکنو شاهدان و، او د هېواد په کچه ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي، چې د ټاکنو تر ورځې يې تنها ۱۱ نوماندان پاتې و.

د ۱۳۹۸ کال ولسمريزو ټاکنو لپاره د افغانستان ۳۴ ميليونه وګړو څخه چې د ۲۲ ميليونو وګړو په شاوخوا کې يې د رايې ورکولو په شرايطو برابر دي چې له جملې څخه يې ۹،۶ ميليونو تنو خپلې تذکرې سټيکر کړې وې خو ولې د ټاکنو په پای کې يې يوازې ۲،۸ ميليونو رايه کارولې وه.

دا چې ولې افغان ولس په دومره کمه پیمانه په ټاکنو کې ګډون درلود او لاملونه يې څه و دلته پرې خبرې کوو.

لاملونه:

۱ – امنيتي تهديدونه:

دا چې افغانستان د لسګونو کلونو راهيسې د يو بې پایلې جګړې ښکار دی او د دې جګړې د سون توکي بې ګناه افغانان دي، تل هره هغه ملي موضوع چې د هېواد د سمسورتيا او پرمختګ لامل وي د هېواد د دښمنانو لخوا د تروريستي پېښو پواسطه ښکار وي او نه غواړي چې افغانان په هوسا ډول د هېواد جوړولو او پرمختګ په لور ګامونه واخلي. ټاکنې هم يوه ملي پروسه ده او د واک د لېږد يوازينۍ لار ده نو دښمن د ولس په وړاندې تل په ملي پروسو کې د ګډون مخه ډب کړېده. په تېرو درې دورو ولسمريزو ټاکنو موږ د دښمن لخوا د مختلفو تروريستي کړنو شاهدان و، په دې دوره ټاکنو کې هم د سولې خبرو په ټپه کېدو له امله دوښمن ولسونه ته ګواښونه ورکول او د ټاکنو مخالفت يې ښودو، چې له امله يې ۴۰۰ په شاوخوا کې د ټاکنو مرکزونه تړل شوي و او پاتې نورو مرکزونو کې يې د ولس ګډون کمرنګه و. دا په داسې حال کې د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی و چې موږ د ټاکنو د امنيت لپاره په ټول افغانستان ۷۲۰۰۰ عسکر اماده لرو. او د ولس د توقع خلاف د ټاکنو ورځ د امنيت په لحاظ په پوره ډاډمنه فضا کې ترسره شوه.

 ۲ – د سولې خبرې:

د امريکا حکومت او طالبانو تر منځ په افغانستان کې د سولې خبرې چې ۹ پړاوه ترسره شوې او په پايله کې په ځينو موضوعاتو تقريباً نتيجې ته رسېدلي و چې افغان ولس ته د منلو نه وې، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يو امريکايي سرتيري د وژل کېدو په بهانه ټولې خبرې رد کړې.

دې پروسې د افغان ولس په ذهن مستقيم اغيز واچوو او ځينې افغانان په دې باور و چې که ټاکنې وشي نو سوله به نه راځي حال دا چې حقيقت داسې نه دی. ټاکنې او سوله يو په بل پسې تړل د نا سالم سياست يو ډول دی.

۳ – پر ټاکنو د خلکو بي باوري:

د تېرې دورې ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له امله چې د هېوادوالو په پاکو رايو يوه سودا وشو او د يوې لورې د نه منلو له امله يو دوه سرې د ( ملي وحدت) په نامه يو حکومت رامنځ ته شو. چې د ډېرو لويو ستونزو لرونکی و، چې له امله يې ولس په ټاکنو بې باوره شو او داسې انګيزه رامنځ ته شوه چې ګوندې د دوی رايه ورکول مانا نه لري او هر څه چې نړېوال وغواړي همغه کيږي.

همدا راز که د تېرې دورې پارلماني ټاکنو ته نظر وکړو د يو لړ لويو چالشونو او ستونزه لرونکي و چې په نتيجه کې يې کانديدان په اهتجانونو او جنجالونو سر شو او تر اوسه يې پايلې ولس ته د منلو نه دي. د ټاکنو خپلواک کميسون کميشنران د محاکمې تر ګدۍ راوستل شو.

۴ – تېره دوره پارلماني ټاکنې:

د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو کې يوه نوې چاره چې د لومړي ځل لپاره شوې وه د يو ولايت د وګړو تذکرې په بل ولايت کې د رايې کارونې په موخه سټيکر کول و. د بېلګې په توګه د لغمان يو اوسېدونکی په کابل کې پارلمان ته کانديد و نو د خپلې سيمې په زرګونه وګړي يې کابل ته راوستي او د هغوی تذکرې يې په کابل کې په دې موخه چې ګوندې د نوموړي په ګټه به بيا په کابل کې رايه وکاروي دلته سټيکر کړې وې، هغوی په پارلماني ټاکنو د نوماندانو په لګښت کابل ته راغلل او رايې يې وکارولې خو ولې چې کله د ولسمريزو ټاکنو وار راغی په خپل ولايت کې پاتې و چې هلته يې رايې نه شوې کارولی.

۵ – د عامه پوهاوي کموالی:

په کومه کچه چې پکار وه، بايد عام ولس د ټاکنو په اهميت پوه شوی وای نه و پوه شوی. د عام ولس د ذهنيت سازۍ لپاره په افغانستان کې يوازې رسنۍ د حل لار نه ده، بلکې په افغانستان کې بايد له نورو فزيکي لارو چارو کار واخيستل شي چې بدبختانه کميسون دې ته توجو نه وه کړې. د عام ولس د علمي کچې زوړتيا هم يو له هغو لاملونو څخه ګڼلای شو چې ولس په ټاکنو کې ګډون کم کړي.

پايله:

پورته ټول هغه لاملونه دي چې له امله يې د افغان ولس په ټاکنو کې ګډون کمرنګه و، خو ولې د يو ريښتيني افغان په توګه بايد هر افغان د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره له دې ټولو ننګونو تېر شي او د يو باثباته افغانستان لپاره په هره ملي پروسه کې د سر په بدل په زغرده ګډون وکړي او د هېواد هره ملي موضوع جدي ونيسي ترڅو يو روښانه او په هرلحاظ پوره افغانستان ولرو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply