د عاليې مور هم راضي شوه

0 936

له څه مودې راهيسې په هندوستان کې خلک پر دې خبرې کوي چې رنبير به يې دا ځل له عاليې سره وپالي، که به يې د هندي سېنما د نورو ستورو په څېر تر کوڅه تېره او هېره کړي.

دغه اوازې او ګنګوسې وروسته له هغه پيل شوې چې په هند کې خلک په دې باور شول چې ګواکې رنبير له عاليې سره تار لري.
تر دې وړاندې د رنبیر کپور پلار، ريشي کپور هم ویلي و چې د عالیې بټ او رنبیر کپور جوړه نایابه ده او باید واده سره وکړي.

اوس تازه خبر دا دی چې د عاليې مور هم د دې او رنبير واده ته زړه ښه کړی دی.
د عاليې بټ مور ويلي، رنبير او بټ بهترينه جوړه ده او که واده سره وکړي، دا به يې د یوې مور په توګه تر شا ولاړه وي.
رنبير کپور تر دې وړاندې له ديپيکا پاډوکان، کټرينه کيف او ځينو نورو سره تار درلود، خو په نيمه لار کې يې پرېښووې.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply